1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

چين د سرطان له ويري له ټولي نړۍ څخه خپل يو ډول درمل ټولوي

۱۳۹۷ تیر ۲۹, جمعه

د زایجیانګ هوای په نامه چینايي درمل جوړونکې اداره له ټولۍ نړۍ څخه د وینې او زړه له پاره جوړه شوې خپل یو ډول درمل بیرته ټولوي. دلیل یې د دارو ناخالص والی او له سرطان سره اړیکه لرل ښوول شوی دی.

https://p.dw.com/p/31oqa
China Pharmabranche Gesundheitsmarkt Gesundheitssystem Symbolbild
انځور: picture-alliance/Imaginechina

د رواني اوونۍ په پيل کې په اروپا کې د دارو درملو مسئولیت لرونکې اروپايي ادارې ویلی ول چې د درملو جوړونکي چینايي شرکت په داروګانو کې د شته ستونزي له کبله ښايي ډیر زیات ناروغان د سرطان د ناروغۍ ښکار کیږي.

د پنجشنبې په ورځ د یاد چینايي شرکت له خوا په خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي دي چې دوی په امریکا متحدو ایالاتو کې د دې درملو له پلورونکو او مصرف کوونکو سره اړیکې نیولې او د دغو درملو بیرته راټولول پیل شوي دي. یادې ادارې ویلي دي چې اوس دا نه شي ويلای چې د يادو درملو په بیرته راوړلو سره به څومره مالي زیان وویني.

د یادولو وړ ده چې د جولای میاشتې پر ۵ نیټه د درملو په برخه کې د اروپايي ټولنې مسوولې ادارې ویلي ول چې د دغو چینايي دارو په کارولو سره ښايي ناروغان د سرطان له ګواښ سره مخامخ شي.

دغې ادارې همدا رازی ویلي ول چې دوی په دې تړاو له دغه چینايي شرکت سره اړیکه نیولې، څو دغه درمل د اروپا له بازار څخه بیرته ټول کړي. د لابرتوار د معایناتو پر اساس زیاته شوې ده چې په دوامداره توگه د دغو داروو په کارولو سره د انسان په بدن کې سرطان زیږي.

د رپوټونو په حواله د دغه چینايي دارو نوم واسارټن ښوول شوی او په اصل کې دغه درمل د نوارټیس په نامه یوې سویسۍ کمپني تولید کړي ول. خو اوس دغه دارو د یوه شرکت له انحصار څخه وتلي او د عمومي دارو درملو په توګه په بازار کې پلورل کیږي.

زموږ له ارشيف څخه: