1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین دغه هیواد ته د طالبانو د پلاوي سفر تائید کړ

۱۳۹۸ خرداد ۳۰, پنجشنبه

د چین د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې د هڅو پرمخ بیولو د برخې په توګه یې په وروستیو ورځو کې د طالبانو د یوه پلاوي د کوربتوب نقش لوبولی دی.

https://p.dw.com/p/3Kl9Y
Russland Moskau Afghanistan-Gespräche Mullah Baradar Taliban
انځور: picture-alliance/AA/S. Karacan

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبان، چې له اوږدې مودې راهیسې د بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت پر ضد جنګیږي، استازي یې له څو میاشتو راهیسې له امریکایي دیپلوماتانو سره مذاکرات تر سره کوي.

تر اوسه مذاکرات له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله د طالبانو غوښتنې او په بدل کې یې د دې ضمانت ورکولو ته متمرکز ول چې افغانستان به د امریکا او متحدینو پر ضد نه کارول کیږي.

د چین د بهرنیو وزارت ویاند لو کنګ، ورځنۍ خبري غونډې ته وویل چې په قطر کې د طالبانو استازي ملا عبدالغني برادر او یو شمیر نورو طالب غړو په وروستیو کې چین ته سفر کړی دی. خو ویاند د دغه سفر دقیقه نیټه په ګوته نه کړه.

د لو کنګ، په خبره چینایي چارواکو له طالبانو سره ولیدل، څو د افغانستان د سولې بهیر او تروریزم ضد مبارزې پر موضوعاتو وغږیږي. خو ویاند په دې هکله هم کوم معلومات ور نه کړل چې د طالبانو غړو له کومو چینایي چارواکو سره لیدلي دي.

لو په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «چین په وروستیو کلونو کې په وضعیت کې رامنځ ته کیدونکو تحولاتو ته ډیره توجه اړوي. موږ د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې په پروسه کې تل مثبت نقش لوبولی دی.»

د لو کنګ، په خبره چین د دې ملاتړ کوي چې افغانان خپلې ستونزې د خبرو له لارې په خپله حل کړي او د طالبانو دغه سفر د چین له لوري د دغسې خبرو اترو د پرمخ بیولو په هڅو کې مهمه برخه وه: «دواړه لوري پر دې باور دي چې دغه ملاقات ګټور وو او پر دې یې توافق وکړ چې په ارتباط کې اوسي او د افغانستان د کړکیچ له پاره د سیاسي حل موندلو او تروریزم ضد مبارزې په هکله همکاریو ته ادامه ورکړي.»

چین په لويديځ کې په وړاندې پرته سیمه شین جیانګ کې له افغانستان سره کوچنۍ ګډه پوله لري. چین له ډیرې اوږدې مودې راهیسې د یاغي ډلو او په شین جیانګ کې د دوی په خبره د افراطیانو تر منځ د اړیکو په هکله اندیښنه لري. دغه سیمه د زیاتره مسلمان ایغوریانو ټاټوبی دی چې په ترکي ژبه خبرې کوي.

چین چې د پاکستان نزدې ملګری دی، له کابل سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکي ژوروي او دا هڅه هم کوي چې دغه دواړه ګاونډیان یو او بل ته نزدې شي چې وخت ناوخته یې اړیکي سره ترینګلي وي.

د چین د حکومت جګپوړي چارواکي ینګ یي، د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کې کابل ته هم سفر کړی وو.