1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډاکتر ناکامورا خاورو ته وسپارل شو

۱۳۹۸ آذر ۲۰, چهارشنبه

په جلال آباد کې د وژل شوي ډاکتر تیڅو ناکامورا جسد نن د جاپان په فوکووکا ښار کې د هغه د کورنۍ د غړيو او خواخوږو په حضور کې خاورو ته وسپارل شو. نوموړی د تېرې چهار شنبې په ورځ يوه بريد کې ووژل شو.

https://p.dw.com/p/3Ub7k
Japan Beisetzung Arzt Tetsu Nakamura
انځور: AFP/Jiji Press

د ۷۳ کلن تیڅو نامورا زوی خپل پلار  د «عمل سړی» وباله چې د نړۍ چاپيريال ته یې ډېر احترام درلود. د « نیشینیپون شیمبون» په نوم جاپانۍ ورځپاڼې په حواله د ناکامورا مشر زوی کين، په خپله وينا کې وويل: «زما پلار داسې يو سړی وو چې له غرونو، سيندونو، بوټو، حشراتو او ژويو سره یې مينه درلودله.»  هغه زياته کړه: «تر هغه د مخه چې زه شل کلن شم، هغه ماته تل په قهريده او ويل به یې خبرې مه کومه، بلکې په عمل کې یې وښيه.»

ناکامورا چې په افغانستان کې یې څو لسیزې تېرې کړي او په خلکو کې یې ډېر محبوبيت درلود، د تیرې چهار شنبې په ورځ په جلال آباد ښار کې د خپلو ساتونکي او موټر چلوونکي سره د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.

پر هغه د بريد پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستی. طالبانو بيا دغه بريد غندلی دی.

ناکامورا د جاپان په سويلي ښار فوکووکا کې د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د دسمبر ۱۱ نيټه) خاورو ته وسپارل شو. د هغه د ښخېدو په مراسمو کې ډیرو خلکو گډون وکړ.

دغه مراسم د ناکامورا د کورنۍ او هغي موسسې له خوا په گډه نيول شوي ول چې ناکامورا یې مشري کوله. د هغه سپین رنگه تابوت په سپنو گلانو او د افغانستان په بيرغ پوښل شوی وو او د هغه يو ستر انځور پرې لگول شوی وو.

Japan Beisetzung Arzt Tetsu Nakamura
د ډاکتر ناکامورا سپين رنگه تابوب د افغانستان په بيرغ پوښل شوی ووانځور: AFP/Jiji Press

د ناکامورا زوی په بريد کې نورو وژل شويو ته د تسليت وړاندې کولو پر وخت وويل: «ما چې له خپل پلاره څه زده کړي هغه به د خپلو کارونو له لارې ښکاره کوم.»

وژل شوي ډاکتر تيڅو ناکامورا د خپل ژوند ۳۵ کاله په افغانستان او پاکستان کې د خلکو درملنې او مرستې ته وقف کړي ول. نوموړي ته څه موده مخکې د افغانستان افتخاري تابعيت هم ورکړل شوی وو.

نوموړي تل په افغانستان کې د زياتو سيمو په صحرا د بدليدو څخه خبرداری ورکاوه او موسسې یې کويان د اوبه خور کانالونه جوړول چې د ننگرهار يو شمير سپيره ډاگونه يې په شنو باغونو او پټيو بدل کړل.

په افغانستاک کې که څه هم چې هره ورځ بريدونه د يو شمير انسانانو ژوند اخلي، خو د دې جاپاني ډاکتر وژنې افغانان سخت خفه کړل او د نوموړي په قضيه کې د عدالت غوښتونکي شول. د ناکامورا له پاره په کابل کې د نيول شوې يو غونډې يوه تن گډون کوونکي وويل: «ډاکتر ناکامورا د بشريت سمبول وو.»

bs/nz (AFP)