1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه دی

۱۳۹۷ آذر ۲۴, شنبه

کابل د سولې د خبرو، اعتماد جوړونې، سیمه ایز اتصال، سیاسي او اقتصادي همکاریو له پاره د چین او پاکستان د خارجه وزیرانو کوربه دی. دریو هیوادونو د سولې د ممکنه خبرو، سیاسي او اقتصادي همکاریو په برخه د ګډ کار ژمنې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3AAhd
China, Pakistan und Afghanistan vereinbaren Zusammenarbeit in Anti-Terror-Kampf
انځور: picture alliance/AP Photo/Ng Han Guan

کابل ته تر سفر وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې چین او پاکستان په افغانستان کې د سولې، پرمختګ او ثبات غوښتونکي دي. د جیو په نامه د پاکستان ځايي تلویزیون د قریشي له خولې ويلي چې پاکستان په دې کنفرانس کې د ملګرتیا او په افغانستان کې د سولې له پیغام سره ګډون کوي.

دغه درې اړخیزه غونډه داسې مهال کیږي چې افغانستان او د امریکا متحده ایالات پر اسلام آباد تور پورې کوي چې له هغو طالبانو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو او افغان حکومت پر وړاندې جنګیږي. پاکستان بیا تل دغه راز تورونه ردوي.

کابل بیا له آسلام آباده غواړي چې پر طالبانو باندې له خپل نفوذ څخه کار واخلي څو د سولې په هکله یې د افغانستان له حکومت سره د خبرو میز ته وهڅوي. کابل ادعا کوي چې د طالبانو یو شمیر مشران د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په خاوره کې پټ دي.

په عین حال کې د تیرې جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې پر ۱۴ نیټه) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا متحده ایالاتو او افغان طالبانو ترمنځ د خبلو د تسهیل کولو د موضوع پخلی وکړ. د ډان په نامه پاکستانۍ ورځپاڼي په خپل یوه رپوټ کې لیکلي چې ټاکل شوې د دسمبر میاشتې په ۱۷ نیټه د افغان طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د خبرو بله لړۍ پیل شي.

بل لوري ته د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ هم له پاکستانه وغوښتل چې د سولې خبرو ته د طالبانو په راوستو کې مرسته وکړي. له افغان حکومت سره د سولې د خبرو میز ته د طالبانو د راوستلو هڅې په تیرو کلونو کې هم له خنډونو سره مخ شوي، ځکه طالبان د امریکا له ملاتړه برخمن افغان حکومت ته د یوه «ګوډاګي حکومت» په سترګه ګوري.