1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستکاناډا

کاناډا: د چړې برید کې ۱۰ مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي

۱۴۰۱ شهریور ۱۴, دوشنبه

د کاناډا په یوه بومي ټولنه او د ساسکاچیوان ایالت یوه ښارګوټي ته نژدې د چړې په حمله کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. پولیس وايي پېښه د یکشنبې په ورځ رامنځ ته شوي او دوی د دوو تورنو د موندلو په لټه کې دي.

https://p.dw.com/p/4GPyn
Kanada Messerstechereien | PK Kommissarin Rhonda Blackmore
دوه تورن حمله کونکي چې په یوه موټر کې تښتيدلي، د مایلز سندرسون او دیمين سندرسون په نومونو پېژندل شوي ديانځور: Michael Bell/The Canadian Press/AP Photo/picture alliance

په کاناډا کې د چړې دغه حمله، د تاوتریخوالو يوه تر ټولو خونړۍ پيښه بلل شوې ده چې پکې د چارواکو په خبره ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاناډا د سلطنتي پولیسو مرستیالې، روهندا بلکمور، په یوه خبري کنفرانس کې وويل چې پولیسو د ساسکاچیوان ايالت ويلدان ښارګوټي ته نژدې او همدغه راز د «جیمز سمیت کري قوم» په لرې پرته بومي ټولنې څخه د لسو مړو د موندلو په اړه عاجلې ټيلفوني اړېکې ترلاسه کړې.

د فرانسې خبري آژانس د دوشنبې په ورځ له اوتاوا څخه په خپل رپوټ کې لیکي چې پولیسو د یادې ټولنې لخوا د حملې د پېښيدو یوه ټيلفوني اړيکه په ځايي وخت د سهار په ۵ بجو او ۴۰ دقیقو (ګرينويچ ۱۱ او ۴۰ دقيقې) ترلاسه کړه.

هغې وويل چې په دغو حملو کې لږ تر لږه ۱۵ نور کسان ټپيان شوي هم دي چې نژدې روغتونونو ته انتقال شوي دي. بلکمور زیاته کړه: «کوم څه چې نن زموږ په ایالت کې پيښ شوي وحشتناک دي.» هغې د خپلو خبرو په ادامه وويل: «موږ په فعاله توګه د دوو تورنو کسانو د موندلو په لټه کې يو.»

دوه تورن حمله کونکي چې په یوه موټر کې تښتيدلي، د مایلز سندرسون او دیمين سندرسون په نومونو پېژندل شوي دي. د هغوی عمرونه ۳۰ او ۳۱ کاله ښودل شوي چې دواړه ېې تور ويښتان لري. ځينې رسنیو د دغو دوو تورنو کسانو انځورونه خپاره کړي چې پر وینا ېې د هغوی انځورونه د ځایي پولیسو له خوا رسنیو ته استول شوي دي.

د جیمز سميت کري قوم ټولنه چې ويل شوي ۲۵۰۰ نفوس لري پکې بيړنۍ حالت اعلان شوی او د ساسکاچیوان ايالت له اکثرو اوسیدونکو څخه غوښتل شوي چې په خپلو کورنو کې پاتې شي.

Kanada Ottawa | Justin Trudeau stellt neues Waffengesetz vor
د کاناډا صدارعظم، جستين ترودو په یوه ټويټ کې دغه حمله «وحشتناکه او زړه ماتونکې» بللې ده - د آرشیف انځورانځور: Patrick Doyle/The Canadian Press/AP/picture alliance

د کاناډا صدارعظم، جستين ترودو په یوه ټويټ کې دغه حمله «وحشتناکه او زړه ماتونکې» بللې ده. هغه د تسلیت په ويلو د سېمې له اوسیدونکو غوښتي چې د چارواکو په لارښونو عمل وکړي.

د ساسکاچیوان ایالتي صدراعظم، سکات مو (Scott Moe)، د يکشنبې ورځې حمله غندلې ده. هغه تر حملې وروسته ويلي دي چې «د دغه بې معنی تاوتریخوالي د درد او زيان د بیانولو له پاره الفاظ نشته.»

د پولیسو مرستيالې کمشنرې بلکمور وويل چې چارواکي په دې باور دي چې «ځينې قربانیان د تورنو کسانو له خوا عمداً په نښه شوي او ځېنې نور بيا تصادفي لګېدلي دي.»

هغې په دې اړه زیاته کړه: «په حاضر وخت کې به دا سخته وي چې د پېښې د انګیزې په اړه خبرې وشي.» همدارنګه د یادې پیښې د قربانیانو په اړه هم کوم معلومات نه دي خپاره شوي دي.

په تلویزیونو کې د پېښو ځای ښودل کیږي چې په کې کليوالي کورونه، کروندې او ونې ښکاري چې د پولیسو پټۍ ورڅخه راچاپیر کړل شوي دی. د سېمې اوسیدونکو بيا پر ټولنیزو رسنیو تر پېښې وروسته د وضعیت انځورونه خپاره کړي دي. په یوه انځور کې د یوه داسې کور ماته شوې دروازه هم لیدل کیږي چې غلا ترې شوې ده.

 د دیانا شيير په نوم د ويلدان ښارګوټي يوې اوسیدونکي کاناډايي خبري آژانس ته وويل چې په دغه حمله کې د هغې یو ګاونډی چې له خپل لمسي سره ېې ژوند کاوه، وژل شوی دی. هغې زیاته کړه: «زه ډيره خپه یم، ځکه خپل يو ښه ګاونډی مې له لاسه ورکړی.»

 کاناډا په وروستیو کلونو کې د خونړیو پيښو شاهد پاتې شوی دی. شاوخوا دوه کاله مخکې د کاناډا نووا سکوشیا په سیمه کې یوه حمله کونکي چې د پولیسو جامې یې په تن وې، لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل. په بله پېښه کې یوه کس د کېوبيک ښار په مسجد کې شپږ کسان ووژل او پنځه نور ېې ټپيان کړل. دغه راز د ېوې لارۍ ډوله موټر چلونکي د تورنتو ښار په ېوه پياده رو کې ۱۰ کسان ووژل او ۱۶ نور ېې ټپيان کړل.

آ/م.ک.ص./ن.ز.