1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي افغانستان د اخراج له پاره له حده زيات ناامنه وښود

۱۳۹۷ تیر ۱۰, یکشنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي افغانستان د مهاجرو د اخراج له پاره له حده ډیر ناامنه وښود. هغه ويلي دي چې افغانستان په اصل کې يو «امن مبدا» هيواد ندی خو آلمان وايي په افغانستان کې داسې امن سيمې شته چې اخراج ورته وشي.

https://p.dw.com/p/30dAM
Deutsche Welle Bonn | Hamid Karzai, ehemaliger Präsident Afghanistans
انځور: DW/F. Görner

حامد کرزی چې د ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۴م کاله پورې د افغانستان ولسشمر وو، آلمانۍ ورځپاڼې «ولت ام زونتاګ» سره په مرکه کې يې ويلي دي چې افغانستان د هغو مهاجرو له پاره چې هلته وراخراجيږي يو امن هيواد نه دی. هغه په دې اړه ويلي دي: «زه نه شم کولای دا تائيد کړي.»

هغه زياته کړه چې د افغانستان ولسمشر وو د حکومت پر وخت یې، وسلوالو طالبانو د هيواد پر ۱۰ سلنه خاورې کنترول درولود، په داسې حال کې چې اوس طالبان د افغانستان پر «نژدې ۷۰ سلنه خاوره» کنترول لري.

کرزي له آلمان څخه د افغان مهاجرو د اخراج په اړه د پوښتنې په ځواب کې وويل چې آلمان دا حق لري چې د خپلې خوښې مطابق عمل وکړي. هغه وويل: «هغوی (آلمانان) د دې انتخاب کوي چې څه شمير کسانو ته داخليدو اجازه ورکړي.» خو هغه زياته کړه چې افغانستان «په هيڅ صورت کې يو امن هيواد» نه دی. هغه وويل « د هغو کسانو پر وړاندې د ترحم احساس کوي چې په جبر سره اخراجيږي.» کرزي هيله څرګنده کړه چې «آلمان داسې يوه لاره پيدا کړي چې دواړو خواو له پاره عادلانه وي.»

آلمان د ۲۰۱۶م کال د دسمبر مياشتې راوروسته د افغانستان امنيتي وضعيت ته په کتو يوازې هغه افغانان اخراجوي چې په آلمان کې مجرم پيژندل شوي وي، د آلمان امنيت له پاره خطرناک وي او د خپل هويت د تثبیت له پاره له اړوندو ادارو سره همکاري نه کوي.

Abschiebung abgelehnter Asylbewerber nach Afghanistan
په پام کې ده له آلمان څخه يوه بله ډله ردشوي افغان مهاجر اخراج شيانځور: Reuters/R. Orlowski

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په وروستيو کې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه يو رپوټ خپور کړ، اوس د آلمان حکومت غواړي چې د دغه رپوټ پر اساس افغانستان ته د اخراجونو پر وړاندې پراته خنډونه له مخې لرې کړي.

په دغه رپوټ کې د افغانستان امنيتي وضعيت د مختلفو سيمو له مخې درجه بندي شوی دی. په رپوټ کې ويل شوي دي چې په افغانستان کې «مقايسوي باثباته» سيمې شتون لري.

د آلمان حکومت پر دغه اقدام، د آلمان زرغون، کين اړخي او د سوسيال دموکرات ګوند يوې برخې او دغه راز بشر حقونو سازمانونو سختې نيوکې کړي دي.

ويل کيږي چې آلمان په پام کې لري د جولای مياشتې په لمړۍ اوونۍ کې او يا په راروانو نژدې ورځو کې يوه بله ډله رد شوي افغان مهاجر افغانستان ته اخراج کړي.

د آلمان د بايرن ايالت د مهاجرو شورا ويلي دي چې د اخراج دغه پرواز به د سه شنبې په ورځ د آلمان له يوه هوايي ډګر څخه ترسره شي او په غبرګون کې يې د مونشن پخ هوايي ډګر کې د لاريون بلنه کړې ده.

Rsh/Na (AFP)

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: