1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: طالبان د جلا ډليٍ په توګه د بن کنفرانس ته نشي تلای

۱۳۹۰ خرداد ۲۸, شنبه

افغان ولسمشر، حامد کرزي، د شنبه په ورځ وویل چي طالبان نه شی کولای د بن راتلونکی کنفرانس ته د یوې جلا ډلي په توګه راشی. هغه زیاته کړه چی بهرنیان باید افغانستان د یوه دولت په توګه وپیژنی نه د جلا جلا ډلو په توګه

https://p.dw.com/p/11eoK
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: picture alliance/dpa

ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندوني د شنبه په ورځ په کابل کې د ځوانان په ملی کنفرانس کې وکړي.

ټاکل سوي چې د روان کال د دیسمبر په میاشتي کې د جرمني په کوربه توب د بن دوهمه نړیواله غونډه د افغانستان په باب جوړه شي.

له دغې نیټي شاوخوا لس کاله دمخه د طالبانو د واکمنۍ د نسکوریدو پریکړه هم د بن په لومړي کنفرانس کې شوي ؤ.

کرزي وویل چې د بن په تیر کنفرانس کې افغانستان د متفرقو ډلو په توګه حضور درلود او دا ځل به افغانستان د یوه هیواد په توګه او د یوه دولت په توګه په غونډه کې ناست وي.

«زه له طالبانو غواړم چې د افغانانو په جامه کې د افغانستان د بیرغ لاندي حضور پیدا کړي او د افغان پلاوی برخه وي، نه دا چې د یوې جلا ډلي په توګه د یو شمیر بهرنیانو په مرسته کنفرانس ته راسي.»

د پلان له مخي به د بن په را تلونکي کنفرانس کې، په تیرو لسو کلونو کې د شویو پرمختګونو او راتلونکو پلانونو جاج واخیستل سي.

افغان ولسمشر ځیني بهرني هیوادونه د بن په راتلونکې غونډه کې د افغانانو په ډلو ډلو ویشلو تورن کړ خو ویویل چې په دغه برخه کې به د بهرنیانو لاس به ور لنډ کړي او له طالبانو غواړي چې د افغانستان د پلاوې برخه وي ځکه له ملک څخه دباندي نړۍ افغانان د یوه ملت په توګه پیژني. هغه وويل:

«افغان دولت روان کال کی څو مهمې پیښې په مخ کې لري چې د بن غونډه، د ا نتقال د پروسې پيل، د ستراتیژیک تړون پر سر هوکړه یې تر ټولو مهمې بلل کیږي.»

ښاغلي کرزي وویل چې د ملک د اقتصادي پالیسۍ بیا کتنه هم یوه له هغو مسایلو څخه ده چې جدي کار یی پري پیل کړی. کرزي زیاته کړه دا کار ځکه کوي چې د ملک مالي وړتیا معلومه کړي او په دې پوه سي چې که بهرنیان له افغانستان څخه ووزي نو د افغانانو اقتصادي حالت به څرنګه وي.

د افغانستان ولسمشر په دغي غونډي کې په خپلو بهرنیو شریکانو غږ وکړ چی په ستراتیژیک تړون کي افغانان له پامه و نه غورځوی. هغه وویل:

«له بهرنیانو مو الوتکې وغوښتي هغوي مونږ ته د جنګي الوتکو پر ځای د روزنیزو الوتکو د راکولو کار پیل کړ. که الوتکی راکوي نو پرمختللی جنګی الوتکی د راکړی که نه نو دا نوری یی نه غوړو.»

افغان ولسمشر دا هم وویل چې د ستراتیژیک تړون له لاسلیک څخه یې موخه دا ده چې بهرنیان له خپل سریو را وګرځوي. او په دې برخه کې د ده حکومت نه بلکې ملت پریکړه کوي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش