1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کروشیا کې د مهاجرو غیر قانوني اخراجونه

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۸, شنبه

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل د اروپا د پارلماني ټاکنو له پاره خپل یو له محدودو کمپاینونو څخه په کروشیا کې ترسره کوي. د دې دليل احتمالاً دا دی چې دغه هیواد د مهاجرو اړوند د اروپا په اوسني سیاست کې مهم رول لري.

https://p.dw.com/p/3IhBY
Serbien Flüchtlinge an der Grenze zu Kroatien
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Vojinovic

کله چې د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل نن د شنبی په ورځ د اروپا د ولسي ګوند د فرکسیون له اصلي نوماند منفرید وېبر، سره یوځای په کروشیا کې له خپل کوربه لومړي وزیر اندرې پلنکویچ سره وويني، نو هدف به یي یوازې د اروپا د پارلمان په ټاکنیزه مبارزه کې له یوه وفادار متحد څخه ملاتړ نه وي.

کروشیا په اوس وخت کې د اروپا د بهرنیو سرحدونو د یوه باوري څارونکي په توګه هم شهرت لري او هڅه کوي چې د اروپا د ټاکنو په درشل کې د مهاجرت موضوع د امکان تر حده کم ارزښته ښکاره کړي. د بشري حقونو مراعتول په دې برخه کې فرعي رول لري.

دا موضوع څو ورځې مخکې د اس آر اف، په نوم د سويس یوې تلویزوني ډلې واضحه کړه. دوی په دوو وځو کې په پټه د بوسنیا او کروشیا په شنه سرحدي ساحه کې د مهاجرو د غیر قانوني اخراج څلور موارده فلمبرداري کړل.  

په دې توګه د هغه څه په هکله چې د بشري حقونو مدافع سازمانونو د ډیرې مودې راهیسې رپوټونه ورکول اوس له دې فلمبردارۍ سره مستند شول. د کروشیا پولیس د قانون برخلاف د تاوتریخوالي له ګواښونو سربیره هغه مهاجر بیرته بوسنیا او هرزګووینا ته ستانه کړل چې په دغه هیواد کې وو او د پناه غوښتنه یې کړې وه.

دغه کسان عمدتاً د پاکستان، الجزایر او افغانستان هیوادونو پناه غوښتونکي وو. یو پناه غوښتونکی سويسي ژورنالیستو ته وضعیت انځوروي چې وروسته له هغې چې دوی د پولیسو په موټرو کې د سرحدي ساتونکو په لور د بوسنیا سرحد ته انتقال شول، د کروشیا پولیسو ورسره څه ډول چلند کړی دی.

دې مهاجر وویل: «پولیسو د موټر دروازه خلاصه کړه او ويې ویل چې یو د بل پسې شئ. دوی زمونږ مبایلونه مات کړل او زمونږ پيسې یې بیرته را نه کړې. بیا یي په ډنډو او لغتو ووهلو او ویې ویل چې ځئ بوسنیا ته!»

Aktivisten kämpfen gegen Gewalt an Migranten
د کرواشیا ادارې د مهاجرو پر وړاندې د ناوړه چلند تورونه ردوي.انځور: picture-alliance/P. Macek

په سرحد کې زور زیاتی

د «سولې له پاره څیړنیز مرکز» له غیر دولتي سازمان څخه یولیا کرانجیچ، دویچه ویله ته وویل چې پولیس په دې توګه هم د بین الدول او هم د اروپایي اتحادیي له تګلارې سرغړونه کوي. ځکه ټول هغه مهاجر چې د اروپایي اتحادیي یوه غړي هیواد ته داخلیږي او هلته د پناه غوښتنه کوي، د دې حق لري چې د پناه غوښتنه یي په جلا ډول وارزول شي، یعنې د حکومت د قوانينو په رڼا کې په انفرادي توګه بررسي شي.

دا ډول بررسي د غیر قانوني سفر په څیر د مواردو په برخه کې هم صدق کوي او همدارنګه یو اخراج یوازې د پناه غوښتنلیک د ارزول کیدو په چوکاټ کې ممکن دی. کرانجیچ ټينګار کوي: «اخراجونه نه باید له غیر رسمي لارو صورت ونيسي.»

د کروشیا د بهرنیو چارو وزارت دغه تورونه رد کړي دي او وایي چې پولیس اروپا ته یوازې د هغو کسانو د سفر مخه نیسي چې هڅه کوي په غیر قانوني توګه د اروپایي اتحادیي له سرحدونو څخه تیر شي. دا ډول چلند د اروپا د سرحدونو د ساتنې په برخه کې د شینګن د موافقتنامې له تګلارې سره مطابقت لري.

له مهاجرو سره د چلند په برخه کې د کرواسیا پر ادارو نیوکه کومه نوې خبره نه ده. د سرحدي تاوتريخوالي د څارنې ملکي سازمان (BVM) د ۲۰۱۸ م کال په پای کې په مخفیانه ډول ډیرې ویډیوګانې ثبت کړي دي. په دغو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د کروشیا وسلوال پولیس هغه مهاجر چې د دوی خاورې ته ننوتلي دي، د ځنګل له لارې یي څنګه بیرته بوسنیا ته استوي.

Arbutina, Zoran/ ش. ن/ س. ر