1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا بحران؛ په افغانستان کې د بیو بې ساري لوړیدل

۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبه

په افغانستان کې د کرونا د خطر د زیاتیدو له کبله د موادو کمښت او په بیړه سودا رانیول د دې سبب شوي دي چې د دارو درملو او خوراکي توکو په شمول د مهمو اجناسو بیې لوړې شي. دغه څرګندوني ځایي اوسیدونکو او دوکاندرانو کړي دي.

https://p.dw.com/p/3aJZ4
Alltag auf Kabuls Straßen
انځور: Aida Azarnoush

رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې په افغانستان کې په وروستیو څو ورځو کې د کرونا ویروس مثبتې پښې کابو۲۰۰ ته نزدې شوي، په داسې حال کې چې افغانستان په هر ځای کې د دغې ناروغۍ د تېست اسانتیاوې نه شته.

د افغانستان روغتیایي چارواکي اندیښنه لري چې وضعیت تر هغه ډیر خراب دی چې انځوريږي او ښایي په راتلونکو کې وضعیت تر دې ډیر خراب شي.

مصطفی خان، چې په کابل کې دوکاندار دی وایي چې په عمده فروشیو کې لوړو بیو دوی دې کار ته مجبوره کړي دي چي دوی هم په لوړه بیه لکه پیاز، کچالو او دې ورته نور خوارکي توکي کابو په دوه برابره لوړه بیه وپلوري.

نوموړي له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «که چیرې دا کار [د بیو لوړوالی] ادامه ومومي نه یوازې بیې به درې چنده لوړې شي، بلکې دغه توکي به نور په بازار کې هم نه وي.»

افغان حکومت څو ورځې ترمخه په کابل کې پر ګرځیدو بندیز ولګاوه او د کابل د اوسیدونکو اندیښنې یې لا پسې زیاتې کړې.

د کابل ښار اوسیدونکی احمد فرهاد چې ۲۵ کاله عمر لري، له یاد خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «کله چې هم زما کورنۍ د ګرځبندیز په ترڅ کې د وتلو فرصت تر لاسه کړي، د دې اندیښنې له کبله خواړه رانیسي چې ښایي سبا به د شیانو پر پیدا کولو ونه توانیږو.»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې یو غړی عبدالبصیر ریشتیا وایي چې د کرونا اندیښنې په ټولو سترو ښارونو کې تقاضا لوړې کړې ده.

د هغه په خبره افغانستان د اوړو ۲۲۰ فابریکي لري چې د تولید ورځنی ظرفیت یې ۲۲۵ ټنه دی. هغه زیاته کړې ده د نرخ د کنترول په موخه تولید دوه برابره شوی خو زیرمې مخ پر ختمیدو دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال خان جان الکوزي له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې په زرونو لارۍ موټر چې پکښې د خوړو او دارو درملو په شمول نور توکي بار دي نه یوازې په پاکستان، بلکې نورو بندرونو کې هم بندې پاتې دي.

تیره میاشت د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن، سپین بولدک سرحدي لارې د پرانیستلو امر وکړ، څو افغانستان ته د مهمو توکو د تګ اجازه ورکړل شي.

په چمن کې د پاکستان د ګمرک یوه جګپوړي چارواکي له رویټرز خبري آژانس سره په تلیفوني خبرو کې ویلي دي چې دغه لار د مارچ میاشتې پر ۲۱مه نېټه تر پرانیستل کیدو دوې ورځې وروسته بیرته وتړل شوه. د دغه چارواکي په خبره چې نوم یې نه دی اخیستل شوی راغلي دي چې ۲۰۰۰ کانتینره چې پکښې د افغانستان توکي بار دي د پاکستان لور ته ولاړ دي.

د چارواکو په وینا د لاریو موټروانان افغانستان ته له سفر کولو ډډه کوي، ځکه چې د اوږدې مودې له قرنطین کیدو څخه انديښنه لري.

د ښاغلي الکوزي په خبره افغان سوداګرو د سه شنبې په ورځ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل او په خبره یې ولسمشر سوداګرو ته وویل چې له پاکستاني چارواکو سره به اړیکي ونیسي، څو یو حل لاره پیدا کړي.

الکوزي په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې هر څومره زیات چې دغه توکي په پاکستان کې بند پاتې وي «خلک به یې د افغانستان په مارکیټونو» کې کمی احساس کړي.