1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا د مودي په هند کې مذهبي واټن لا زیات کړی

۱۳۹۹ فروردین ۲۹, جمعه

د نرندرا مودي په صدراعظمۍ کي په داسي وخت کي د مسلمانانو او هندوانو تر منځ بې اعتمادي لا زياته سوې ده چي حکومت د کرونا د مخنيوي له پاره مبارزه کوي. مسلمانان ادعا کوي چي په هند کي د کرونا د خپریدو ډیره پړه پرې اچول کیږي.

https://p.dw.com/p/3b4PZ
Tausende bangladeschische Muslime protestieren gegen Gewalt in Indien
انځور: Reuters/M .P. Hossain

صديقي يو ۶۶ کلن مسلمان دی او د هګيو په پلورلو ځان ته رزق پيدا کوي. هغه د ممبۍ ښار  په دهاراوي سيمه کي د کچه کورونو او کږديو په يوې فقیر میشته منطقې کي ژوند کوي. کله چي د روغتيا چارواکو د هغه پر لاس د ګلابي رنګ ټاپه ووهله او هغه ته يې وويل چي پر کور پاته سي نو صديقي په سمدلاسه توګه پوره هڅه وکړه چي دغه ټاپه پاکه کړي. هغه بېرته دباندي ووت او د خپلو هګيو خرڅولو ته يې ادامه ورکړه. صديقي نه غوښتل په خپل توشناب نه لرونکي يوه کوټه کور کي ځان بند کړي.

 «هیڅوک ناروغه نه دی، دا هر څه درواغ دي»

د صديقي په وينا دغه ځانګړې ټاپه ځکه د ده پر لاس ولګول سوه چي چارواکو ويلي چي په ګاونډ کي يې يو کس په کرونا اخته دی. خو صديقي دا ټولې خبري درواغ او دسيسه ګڼي او وايي: «هيڅوک ناروغه نه دي. دا هر څه درواغ دي.»

هغه ادعا کوي چي پر لاس لګول سوې ټاپه يې د ملتپال هندو نرندرا مودي د حکومت له هڅو څخه يوه ده چي غواړي د روغتيايي کارکوونکو په نوم د سيمي په تړاو معلومات راټول کړي. صديقي د رويټرز خبري آژانس ته ويلي چي مودي غواړي له مسلمانانو څخه د دويمي درجې اتباع جوړ کړي.

کله چي رويټرز په دهاراوي سيمه کي د يو شمېر نورو مسلمانانو سره خبري وکړې نو نژدې شپږو نورو هم د صديقي په شان نظر درلود. خو د دغي سيمي مشرانو وويل چي د خپلي سيمي خلکو ته يې ويلي چي روغتيايي کارکوونکي دغې سيمي ته ورغلي چي د سيمي خلک له کرونا څخه وژغوري.

Indien Proteste Einbürgerungsgesetz in Neu Delhi
په هندوستان کې د نرندرا مودي په صدراعظمۍ کي د مسلمانانو او هندوانو تر منځ بې اعتمادي لا زياته سوې دهانځور: Reuters/A. Fadnavis

د نريندرا مودي حکومت په دغه ۱۳۰۰ میليون نفوس لرونکي هيواد کي د کرونا د رابرسېره کېدو راهيسي سخت بنديزونه لګولي دي. دا په داسي حال کي چي تېره جمعه (د ۲۰۲۰ کال د اپريل ۱۷مه) په دغه هيواد کي د کرونا له کبله د مړو سوو کسانو شمېر ۴۳۷ ښودل سوی وو. کرونا ويروس د هند په هندو اکثريت ټولنه کي د هندوانو او لږکۍ مسلمانانو تر منځ د بې اعتمادۍ د زياتېدو لامل سوی هم دی. د دهاراوي په شان سيمو اوسېدونکي يو شمېر مسلمانان، قرنطېن ته د خپل ژوند د خوشالۍ پر ضد د يو اقدام په سترګه ګوري. دا په داسي حال کي چي په دهاراوي سيمه کي د ۷۱ کسانو د کرونا آزموینې مثبتې ختلی دی.

کشمير او د تابعيت نوي قانون بې اعتمادي زياته کړې

د نرندرا مودي د حکومت له لوري د تابعيت په قانون کي تعديل چي ورته زيات مسلمانان له ځان سره د تبعيضي قانون په سترګه ګوري، او په اکثريت مسلمان مېشته سيمه کشمير کي د هند د پوځ سخت دريځ له کبله له میاشتو راهیسې د حکومت ضد لاریونونه کیږي.

داسي هيڅ ارقام نسته چي د کوم دين يا مذهب سره تړاو لرونکي کوم شمېر کسان په کرونا اخته دي. خو زيات مسلمانان داسي احساس کوي چي هغوی په غير عادلانه توګه د کرونا د خپراوي له پاره مسوول ګڼل کيږي. دا د هغه وروسته کله چي تېره مياشت په دهلي کي د مسلمان تبليغيانو يوه لويه اجتماع تر سره سوه. په دې ترڅ کي په زياته په خواله رسنيو کي احساساتي خبرونو او د «کرونا جهاد» په شان موضوعاتو ته هوا ورکړل سوه. په زياته يو شمېر سخت دريځو ملتپال هندو سياستوالو په دې کي ونډه لرله. 

Indien IISF Indian International Science Festival
د هندوستان صدراعظم نرندا موديانځور: DW/Prabhakar

د تبليغي اجتماع په تړاو ويل کيږي چي پکښي لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان داسي دي چي د په کرونا اخته کېدو ریښه یې همدې ناستې ته رسیږي. د دغې اجتماع سره اړيکه لرونکي تر ۲۵۵۰۰ څخه زيات کسان د کرونا سره د تماس له کبله قرنطين سوي دي.

 د تبليغيانو د اجتماع مشر په غير عمدي وژنو تورن سوی

 د تبليغيانو ياده غونډه د مارچ مياشتي په ۳مه نېټه پېل سوه او د يادي مياشتي تر ۲۴مې نېټي يې لا دوام وکړ کله چي په هند کي د کرونا سره د مبارزې په خاطر يو شمېر محدوديتونه ولګول سول. چارواکي تور لګوي چي د دغې اجتماع له کبله د هند بيلو برخو ته د کرونا ويروس رسېدلی او له دې کبله يې د هند د يادي تبليغي اجتماع مشر محمد سعد کندالوي، په رسمي توګه د غير عمدي وژنو په تور تورن کړی دی. خو تورن سوی کس کندالوي چي ځان يې قرنطېن کړی دی دغه تورونه ردوي. 

پوليس تور لګوي چي هغه خبرداري يې له پامه غورځولي وه چي له مخي یې ورڅخه غوښتل سوي ول چي دغه اجتماع په سمدلاسه توګه ودروي. ياده اجتماع د نوي ډلي د نظام الدين د سيمي په يو جماعت کي تر سره سوې وه.

خو د تبليغي جماعت استازي وايي، کله چي د مارچ په ۲۲مه حکومت وويل چي د يوې ورځي له پاره به ګرځبنديز وي نو دوی د تبليغي جماعت پر ګډونوالو ږغ وکړ چي ژر تر ژره له دغې اجتماع څخه ولاړ سي او دا چي دغه اجتماع يې ځنډولې وه. د دوی په وينا يو شمېر ګډونوال له دغې اجتماع ولاړل او يو شمېر نورو دوې ورځي وروسته د ايالتونو د پولو د تړل کېدو له کبله ونه کولای سوای چي خپلو سيمو ته ستانه سي. دا په دې خاطر هم چي دغو ګډونوالو پر وخت د بس او ريل ټکټونه ترلاسه نه کړای سول. د دغه اجتماع جوړونکي وايي چي ځايي پوليس يې له پېله په ټولو موضوعاتو کي باخبر ساتلي ول او ورسره همکاري يې کړې وه.

Coronavirus Indien Ahmadabad
د بيلګي په توګه په ځينو ويډيوګانو کې ښودل کيږي چي ګواکي مسلمانان په قصدي توګه د کرونا ويروس د خپراوي هڅه کويانځور: picture-alliance/AP/A. Solanki

د احمد آباد سيمي سره تړاو لرونکي د کانګريس ګوند سياستوال غياث الدين شيخ، رويټرز خبري آژانس ته ويلي چي د مسلمانانو د ټولنې دننه د حکومت پر وړاندي د بې اعتمادۍ احساس ډېر زيات دی. د هغه په وينا دې موضوع زيات وخت وغوښت تر څو خلک دې ته چمتو او قانع کړل سي چي ورڅخه غوښتل سوي اسناد د هغوی د طبي مراقبت له پاره دي.

بې اعتمادي د کرونا د لا زياتېدو لامل کيدلای سي

د عامه روغتيا کارپوهان خبرداری ورکوي چي د ۲۰۰ میليونو هنديانو او د حکومت تر منځ بې اعتمادي په دغه هيواد کي د کرونا ويروس له کبله رامنځ ته سوی وضعیت لا پسې مغلق کړی دی.

خو د نوي ډلي حکومت هغه تورونه ردکړي دي چي ګواکي د تبليغيانو د اجتماع د موضوع له لاري پر مسلمانانو ټاپه لګوي. په دې ترڅ کي د هيواد د روغتيايي چارو د وزارت سکرتر ويکرم، دوې اونۍ تر مخه ويلي ول چي دا به غيرمنطقي خبره وي چي له موږ څخه دا توقع وسي چي د «داسي يوې غېرمسؤلانه اجتماع» له غندلو څخه صرف د  سياسي ملحوظاتو له کبله لاس واخلو.

درواغ او اختراع سوي خبرونه

د مسلمانانو پر وړاندي د بې اعتمادۍ د زياتېدو يو بل لامل په خواله رسنيو کي د يو شمېر ويډيوګانو او درواغ خبرونو خپرېدل هم بلل کيږي. دا نه ده څرګنده چي دغه ويډيوګاني څوک جوړوي او خپروي يې. خو دغه ويډيوګاني په ټولنيزو رسنيو کي په لوړه اندازه لاس پر لاس کيږي. 

په دغو ويډيوګانو کي د بيلګي په توګه ښودل کيږي چي ګواکي مسلمانان په قصدي توګه د کرونا ويروس د خپراوي هڅه کوي. داسي ښودل کيږي چي ګواکي مسلمانان د هند د پيسو پر نوټونو خپلې لاړې وهي او يا ورباندي پوزه پاکوي او غواړي په دې توګه ويروس لا خپور کړي.

Indien Neu Delhi | Protest gegen Staatsbürgerschaftsgesetz | CAB, CAA
​​​​داسي هيڅ ارقام نسته چي د کوم دين يا مذهب سره تړاو لرونکي کوم شمېر کسان په کرونا اخته ديانځور: DW/A. Ansari

د «الت نیوز» په نوم د رشتيا موندنې د انترنیتي پاڼي شريک مؤسس پراتيک سينها، وايي چي برعکس داسي ويډيوګانې او درواغ خبرونه هم خپريږي چي ګواکي مسلمانان د دغه ويروس په وړاندي خوندي دي او  دا چي دغه ويروس يې نه سي ناروغه کولای. د سينها په وينا بعضي جوړ سوي درواغ خبرونه حتی مسلمانانو ته د داسي احساس ورکولو کوښښ کوي چي ګواکي يوازي هغوی د قرنطېن سره مخامخ دي. د هغه په وينا په لږکيو کي د بيري په خپرولو کي تر يوې اندازې عامه رسنيو هم رول لرلی دی. 

حکومت پر فيسبوک او د «ټيک ټوک» پر پاڼو امر کړی دی چي د درواغ خبرونو خپرونکي دي ژر تر ژره وتړل سي. د دغه امر په تړاو د رويټرز خبري آژانس ته اړونده ليک رسېدلی دی. د هند د معلوماتي تکنالوژي وزارت په ليک کي راغلي چي دا ډول خبرونه «د عامه وارخطايي د رامنځ ته کولو» ګواښ د ځان سره لري. په ليک کي زياته سوې چي دغو درواغ خبرونو د کرونا پر ضد د هند د حکومت هڅې او کوښښونه د ګواښ سره مخامخ کړي دي.

زيات مسلمانان دا تنقيد هم کوي چي د کرونا په خپراوي کي د هغو قضیو د کم ارزښته ښوولو هڅه کیږي چې هندوان په کې ښکیل دي. په دې برخه کې یوې د پیښې چې په کې ۱۰۰۰ یوې ناستې ته رابلل سوي ول او د نژدې ۲۷۰۰۰ کسانو قرنطېن لامل سوه، ځانګړې یادونه کیږي.

awa/ms (Reuters)