1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا- که څوک د شکرې ناروغي ولري باید څه وکړي؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۰, یکشنبه

په داسې حال کې چې د کرونا ويروس نژدې ټولې نړۍ ته رسيدلی، خو هغه کسان چې د شکرې ناروغي لري بايد څه وکړي؟ ډاکټران وايي هغه زاړه کسان چې د شکرې په څير ناروغۍ ولري تر نورو ډير د خطر په معرض کې قرار لري.

https://p.dw.com/p/3aAaW
Symbolbild Volkskrankheit Diabetes
انځور: picture-alliance/dpa/F. May

د طب په برخه کې د غُدو او هورمونونو د چارو د يوې امريکايي ټولنې (AACE) د اعلاميې او د هلث لاين رپوټ د خپرونې په حواله، په ځانګړې توګه هغه کسان چې عمرونه يې له ۶۰ کلونو ډير دي او د شکرې ناروغي لري ډير د ابتلا له خطر سره مخامخ دي.

د کرونا ويروس په بستري شوو ناروغانو کې د ګلوکوز يا د وينې د شکرې سطحه هم لوړه ده او هم دغه ناروغان نور عوارض لري، لکه د نفس تنګۍ عوارض چې د مړينې خطر هم لري.

کارپوهان او ډاکټران په دې باور دي چې که په نړۍ کې د کرونا ويروس خپريدل خپل اوج ته رسيږي، نو هغه کسان چې د شکرې ناروغي يا ديابت لري، بايد لږ تر لږه ۹۰ ورځې انسولين واخلي، سپورټ وکړي، سالمه غذا وخوري او د انسانانو تر منځ لازمه فاصله مراعات کړي.

د شکري ناروغۍ درلودونکي کسان تر انسولين څخه ډير، بايد خپلو لاسونو مينځلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. دوی باید نه یوازې ګوتې او ورغوی، بلکې ټول لاسونه پريمينځي او په هغې کې د عفونت ضد مايع څخه هم کار واخلي.

ډاکټرانو همدا ډول د شکرې او متابوليزم د ناروغيو په مجلې (Diabetes & Metabolic Syndrom ) کې د شکرې ناروغانو ته د کرونا ويروس په مقابل کې يو لړ ګټورې سپارښتنې هم کړي چې بايد په پام کې يې ونسي:

- د وينې شکره یې باید کنټرول کړي. دغه کار کولی شي د ابتلا خطر کم کړي او همدا رنګه د ناروغۍ د شدت په کموالي کې هم مرسته کوي.

- د شکرې ناروغي درلودونکي کسان دې سالمه غذا وخوري. دوی باید په کافي اندازه پروتين لرونکي غذاوې وخوري. د معدني موادو او ويټامينونو له کميدو څخه مخنیوی هم ډير مهم دی.

- هره اوونۍ باید لږ تر لږه ۱۵۰ دقيقې بدني فعالیت ولري. البته په ورزشي کلبونو او د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې نه. خو د آرامو پارکونو په څير ځايونو ته د ګرځيدلو له پاره تللی شي، اما په داسې ځایونو کې د انسانانو تر منځ لازمه فاصله باید په نظر کې ونيول شي.

- د آنلفوآنزا يا ذکام واکسين بايد وکړي.

- که تاسو شکره يا ديابت لرئ او فکر کوئ چې د کرونا ويروس هم لرئ، لومړنی کار چې بايد وکړئ خپل ډاکټر سره تماس ونيسي او ځان مو قرنطين کولو ته تيار کړئ.

- که تاسو ځان قرنطين کړی وي، په داسې حالت کې د امريکا د ديابت ټولنه تاسو ته د ډيرو مايعاتو د استفادې سپارښته کوي تر څو مو د بدن د اوبو له کميدو څخه مخنيوی شوی وي.

- د شکرې ناروغۍ د درملنې وسايل او تجهيزات پاک ساتئ او د عفونت ضد مواد پرې وهئ.

- په هر ۲ تر ۳ ساعتونو کې مو يو ځل د وينې شکر يا قند چک کړئ.

ځان ډاډه کړئ چې د ډاکټر له نسخې پرته مثلا د تبې يا نورو ناروغيو درمل لرئ که نه. که هو، نو مه هیروئ چې ځينې بې نسخې درمل لکه هغه درمل چې د سينه بغل له پاره کارول کیږي، کیدای شي د وينې قند باندې اغيز وکړي. لکه: د ټوخي ضد شربتونه، لوړ دوز درلودونکي اسپرين او ايبوپروفين. له همدې کبله، د دغه ډول درملو په استفاده کې بايد له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ.