1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کريکټ: افغانستان کاناډا ته سخته ماته ورکړه

۱۳۹۰ مرداد ۱۷, دوشنبه

د يکشنبې په ورځ د کاناډا په کينګ، ښار کي افغان کريکټ ملي لوبډلې په يوه ورځنۍ سياليو کي د کاناډا لوبډلي ته ماته ورکړه.

https://p.dw.com/p/12CoW
افغان کريکټ ملي لوبډله
افغان کريکټ ملي لوبډلهانځور: AP

دا د افغان لوبډلې له خوا کوربه لوبډلې ته پرلپسي دوهمه ماتي وه چي ورسره مخامخ يي کړه. تر دې وړاندې د افغانستان لوبډلې د کاناډا لوبډلې ته د ۴ ورځنيو لوبو په سيالي کي ډير په آساني سره د ۹ لوبغاړو په سوځولو سر سخته ماته ورکړې وه.

د کاناډا لوبډله، چې سږ کال د کريکټ په نړيوال جام کي لوبيدلې وه، په ۴۴،۵ اورونو کي د۲۳۰ منډو په جوړولو ټوله لوبډله وسوځيده. افغانستان ټاکلی هدف په ۴۱ اوور کي پوره کړ

په جواب کي افغان لوبډله په اول سر کي تر ډير فشار لاندي وه. کله چي نورعلي ځدراڼ او محمد شهزاد په دريم اوور کي چي ټولي ۷ منډي جوړي شوې وې وسوځيدل.

خو کپتان نوروز منګل د شبير نوري او محمد نبي وړاندي په ۳۳ توپونو د ۳۴ منډو په جوړيدو افغان لوبډله لږ څه مستحکمه کړه. شبير نوري ۹۴ منډي او محمد نبي ۵۸ منډې جوړي کړې.

د کاناډا له لوري هيرال پټيل او روينډو ګوناساکيرا ښه وځليدل او په ترتيب سره يي ۶۲ او ۵۷ منډي جوړې کړې.

د افغانستان له لوري شبير نوري ډير ښه وځليد چي په ۱۰۹ توپونو يي ۹۵ منډې جوړي کړې، همداراز محمد نبي هم په دي وتوانيد چي په ۵۹ توپونو۵۸ منډې جوړې کړي.

شبير نوري د لوبي غوره لوبغاړي وبلل سو.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونې: نجيب الله زيارمل