1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کریکټ: د افغانستان ملي لوبډله نړیوال جام سیالیو ته روانه شوه

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۳, جمعه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله په نړیوال جام سیالیو کې د ګډون له پاره د جمعې په ورځ روانه شوه. تر نړیوال جام مخکې افغانستان له سکاټلنډ او آیرلنډ سره لوبې هم لري.

https://p.dw.com/p/3Hthm
Afghanistan National Team squad for ICC Cricket World Cup 2019
انځور: Afghanistan Cricket Board

د افغانستان کریکټ بورډ نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه د لوبډلې له پاره د مخه ښې مراسم نیولي وو چې پر نورو سربیره پکښې د کریکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي هم ګډون درلود. په دغه مراسمو کې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان، نوي لوبډلمشر ګلبدین نائب ته پګړۍ هم ور په سر کړه.

عزیزالله فضلي دغه ورځ د تاریخي ورځې په توګه یاده کړه او ویې ویل چې دا د ویاړ ځای دی چې د کریکټ لوبډلې ۱۵ لوبغاړي به د ۲۰۱۹م کال د کریکټ نړیوال جام سیالیو کې د ټول افغان ولس استازیتوب کوي. هغه وویل چې پخواني لوبغاړي به په ګډه د افغانستان د لوبډلې تر شا دریږي او «د لوبډلې رهبري به په ګډه کوي.»

نوي لوبډلمشر ګلبدین نایب په خپلو څرګندونو کې کپتانۍ ته په اشارې سره وویل چې دا یو ستر مسئولیت دی، خو په دې ډاډه دی چې خپل تر څنګ د کریکټ مجرب لوبغاړي لري او لوبډلمشري ورته ویاړ دی. هغه زیاته کړه چې تر «خپل څنګ داسې لوبغاړي لري چې د افغانستان د کریکټ په تاریخ کې نوم لري.» هغه وویل چې د ټولو په همکارۍ به یې هڅه دا وي چې د نړیوال جام دوهم پړاو ته ځان ورسوي.

د عزیزالله فضلي په خبره لوبډله به لومړی سکاټلنډ ته ځي او هلته به د می میاشتې پر اتمه او لسمه نېټه له سکاټلنډ سره دوې پنځوس اوریزي لوبې وکړي. په پام کې ده چې لوبډله به تر هغه وروسته آیرلنډ ته په سفر ولاړه شي او د می میاشتې په ۱۹ او ۲۱ نېټه به له آیرلنډ سره دوې پنځوس اوریزې لوبو وکړي.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د می میاشتې په ۲۲ نېټه انګلستان ته سفر کوي چې د ۲۰۱۹م کال د کریکټ د نړیوال جام کوربتوب پر غاړه لري. د کریکټ نړیوال جام سیالۍ د می مياشتي پر ۳۰مه نېټه پیلیږي.

افغانستان د می میاشتې پر ۲۵ نیټه له پاکستان سره او همداشان په ۲۷مه نېټه له کوربه هیواد انګلستان سره یوه، یوه تمریناتي لوبه لري. د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې افغانستان د جون میاشتې په لومړۍ نېټه له آسترالیا سره خپله لومړۍ لوبه لري.

په لوبډله کې دغه لوبغاړي شتون لري: ګلبدین نایب لوبډلمشر، شهزاد محمدي (ویکټ ساتونکی) نور علي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، محمد نبي، راشد خان ارمان، دولت ځدراڼ، آفتاب عالم، حمید حسن او مجیب ځدراڼ.