1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: نهه عنوانه نور کتابونه چاپ او خپاره سول

۱۳۹۱ فروردین ۱۰, پنجشنبه

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست مسئولان وايي چي په تير يونيم کال کي ئې٧٠ټوکه بېلابېل کتابونه چاپ او خپاره کړي دي.«په دې کي داسي کتابونه هم چاپ سوي چي تر اوسه پوري ناچاپه پاته ول.»

https://p.dw.com/p/14UbT
انځور: DW

د کندهار د اطلاعاتو او کلتورئيس عبدالقديم پتيال وايي چي په چاپ سوو کتابونو کي تاريخ، ادب، اسلاميات، فلسفه او د ځني نورو موضوعگانو کتابونه شامل دي.

نوموړى زياتوي که ليکوالان ورسره مرسته وکړي او خپل اثار دوى ته وسپاري چمتودي چي د کتاب چاپولو لړۍلاپسي پراخه کړي.

«موږ٧٠عنوانه بېلابېل اثار په تير يونيم کال کي چاپ کړي دي. په دې لړکي ۹ وروستي کتابونه د خپل ارزښت له مخي دغه شميره لا نوره هم درنوي اوغښتلې کوي.»

پتيال وايي په دغو٧٠ ټوکو چاپ سوو کتابونو کي داسي کتابونه سته چي مخکي چاپ سوي ول لاکن اوس په بازارکي د مينه والو په لاس نه ورتلل او ډيرمهم ول، هغه ئې بيا چاپ کړي دي:

«ځيني کتابونه د ضرورت پر اساس د دوهم او درېيم ځل له پاره چاپ سوي دي ،دا پر يوه سر باندي ډېر لوى زيرى راکوي چي د پښتنو د مطالعې فرهنګ وسعت پيدا کړى دئ او د کتاب ددوهم او درېيم ځل د چاپ اړتيا پيداکيږي، په دې سلسله کي د پښتو ژبي د ډير تکړه مترجم او ليکوال محمدنسيم سليمي پښتو متلونه دي دا کتاب څو کاله ترمخه چاپ سوى دئ اوس له دوه چنده زياتوالي سره موږ بيا خپورکړ.»

په همدې ترتيب باندي د(ليو تولستوى) درې نکلونه ډېر مشهور اثردئ او په نړۍ کي تر٦٠ژبو زيات ژباړل سوى دئ، دغه کتاب کلونه وړاندي پوهاند علامه عبدالشکور رشاد بابا ترجمه کړی وو او دا دئ دوهم ځل ئې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست خپروي.

همدا رنګه د ډيرتکړه مترجم واحد فقيري يوه ترجمه ده دفرنکلن خاطرات چي واقيعاَ داناليتي ادبياتو يوه ډېره ښه بېلګه ده.

په همدې ترتيب د(سوزو)مشهور چينايي ليکوال د جنګ هنر په اړه دئ چي پکښي د کلاسيکو جنګونو ډېر تاکتيکونه ئې بيان کړي دي او د خپل وخت ډير مشهورکتاب دئ دا هم د واحد فقيري ترجمه ده.

دغه راز د علامه سيد جماالدين افغان تتمته البيان في التاريخ الافغان عربي اثر دئ چي اراواښاد مولوي محمدرفيق حبيبي ترجمه کړى دئ.

په همدې لړکي د ښاغلي استاد محمد معصوم هوتک يو اثر (پرمعياري ژپه د معيار په ژبه يوه څېړنه) کتاب مو د ليکوال له خوا له درې چنده زياتوالي سره بيا چا کړى دئ.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رئيس په خبره د کتابونو په چاپولو کي ورسره د کندهار ولايت مقام او يو شمېر سوداگرو مالي مرسته کړې ده.

هغه وايي ددې ترڅنگ ١٨نور کتابونه هم ترچاپ لاندي دي چي په دې وروستيو کي به د مينه والو ترلاسونو پوري ور ورسيږي.

د کندهار يو شمير فرهنگيان هم په دغه ولايت کي د کتابونو د چاپ راپيل سوې لړۍ ستايي او وايي چي ددې کتابونو نه يوازي معنوي اړخ، بلکي صحافتي اړخ هم قوي او ترډيره وخته په مناسبه پښتۍ او منظم کاغذ باندي پاتيدلاى سي.

که څه هم په کندهارولايت کي د جنگ او جګړو ترمخه د احمدشاه بابا د کتاب خپرولو مؤسيسه موجوده وه اوګڼ شمېرمغتنم کتابونه يې ټولني ته وړاندي کړي دي، لاکن له جنګونو څخه وروسته دا لومړى ځل دئ چي په کندهارکي په منظم ډول د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا د کتاب چاپولو لړۍ روانه ساتل کيږي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل