اليود کيپچوګه د ماراتون نوی نړيوال ريکارډ جوړ کړ
۱۳۹۷ شهریور ۲۵, یکشنبهد برلین د ماراتون سيالۍ د يکشنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۶مه) د هميشني دود په څير د ۴۲ کيلومتره او ۱۹۵ مترو واټن په وهلو ترسره شوې.
په دغو نړيوالو سياليو کې ۴۴ زره حرفوي او آماتور منډه وهونکو ګډون کړی وو.
تر ټولو چټک منډه وهونکی کينيايي اليود کيپچوګه وو چې وروسته د ۲ ساعتونو، يوې دقيقې او ۳۹ ثانيو يې ځان هدف ته ورساوه. د دغې مصافې له پاره نړيوال ريکارډ ۲ ساعته او ۲ دقيقې او ۵۷ ثانيې وو کوم چې په ۲۰۱۴م کال کې يو بل کينيايي منډه وهونکي دنيس کيمتو ثبت کړی وو.
اليود کيپچوګه د روان کال (۲۰۱۸) د اپريل مياشتې په لومړيو کې د دريم ځل له پاره د لندن ماراتون ګټونکی شوی هم وو او دغه راز يې د ۲۰۱۶م کال په المپیک کې د سرو زرو مډال ګټلی وو.
دی به د نړيوال ريګارډ ماتولو له پاره ۵۰ زره يورو، د برلين په ماراتون کې د لومړي مقام ترلاسه کولو له پاره ۴۰ زره يورو او د ټاکلي وخت د مراعات له پاره چې ۲ ساعته او ۴ دقيقې وو، ۳۰ زره يورو ترلاسه کړي.
د ښځو په ډله کې هم لومړی مقام يوې کينيايي ښځې ګلديس چرونو ترلاسه کړ. هغې وشو کړای چې تر ټاکلي هدف پورې په ۲ ساعتونو، ۱۸ دقيقو او ۱۱ ثانيو کې ځان ورسوي.
د ښځو له پاره د دغو سياليو نړيوال ريګارډ د جاپانۍ منډه وهونکې ميزوګي نوګوچي په اختيار کې دی.
د برلين ماراتون د نيويارک، پاريس او لندن مارتونونو تر څنک د ځغاستې له تر ټولو مهمو سياليو څخه ګڼل کيږي. دغه سيالۍ د ۱۹۷۴ راهيسې په لاره اچول کيږي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: