1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوم مهاجر څه وخت له آلمانه اخراجيږي؟

۱۳۹۷ دی ۱۴, جمعه

د جرمني د کورنيو چارو وزير د اخراج مقرراتو د سختېدو غوښتنه کړې ده. څو ورځي مخکي ځينو مهاجرو پر لارويانو باندي بريد وکړ. خو د بهرنيانو د اخراج مقررات ډير تفصيل لري.

https://p.dw.com/p/3B2TX
Abschiebung Abschiebeflüge
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

د جرمني د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر وايي چي هغه پناه غوښتونکي بايد چټک اخراج سي، چي په جرمني کي له قانون څخه سرغړونه کوي. هغه غواړي د جرمني فدرالي حکومت ته د اخراج په مقرراتو کي د بدلون راوستلو پشنهاد وړاندي کړي. دا په دې برخه کي د زيهوفر لومړی فشار نه دئ.

د پناه غوښتونکو د اخراج په مقرراتو کي د بدلون غوښتنه له هغه وروسته کيږي چي څو ورځي وړاندي د بايرن ايالت په امبيرگ ښار کي د افغانستان، سوريې او عراق څلور تنو نشه مهاجرو پر لارويانو باندي بريد وکړ. په دغه بريد کي ۱۲لارويان ټپيان سول.

په دې اړه هيڅ معلومات نه سته، چي څو کسان په جرمني کي تر جرم کولو وروسته له دغه هيواده اخراج سوي دي. خو په مجموع کې په ۲۰۱۸م کال کي د مهاجرو اخراج لږ سوی وو. د ۲۰۱۸م کال په لومړيو شپږو مياشتو کي ۱۲۳۰۰ کسان له آلمان څخه اخراج سوي دي، چي دا د ۲۰۱۷م کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه لږ دي.

د جرمني د قانون له مخي د هغه چا اخراج منع دئ، چي په خپل هيواد کي د مرگ يا شکنجې له گواښ او يا يې ژوند يا آزادي د نژاد، مذهب، مليت، سياسي اعتقاد يا په يوې خاصي ټولني پوري تړاو يې له خطر سره مخامخ وي. دغه کسان په جرمني کي تر هغه مهاله «زغمل» کيږي چي د اخراج شرايطو بدلون نه وي موندلی.

څوک له جرمني څخه اخراجيدای سي؟

لکه څرنگه چي بهرنيان په جرمني کي د اوسېدو له پاره اقامې ته اړتيا لري، مهاجرو او پناه غوښتونکو ته هم د هغوی پر غوښتنليک باندي د کارکولو پرمهال د پاتېدو موقتي اقامه ورکول کيږي. که د هغوی د پناه غوښتنه رد سي، بيا نو دوی په جرمني کي د پاتېدو اجازه نه لري او مکلف دي چي په يوه ټاکلي وخت کي (په شپږو مياشتو کي) له دغه هيواده ووځي. که په دغه ټاکلې موده کي و نه وځي، هغوی کيدلای سي په زوره خپل هيواد ته اخراج کړل سي.

هغه بهرنيان چي جرم يې کړی وی، څه؟

هغه څوک چي د پناه غوښتني پر دوسيې ئې کار روان وي او جرم وکړي او په درو کلونو بند محکوم سي، له تيوري لحاظه بايد اخراج کړل سي. د هغو بهرنيانو له پاره بيا چي کوچنی جرم يې کړی وي يا د عامه نظم او امنيت له پاره گواښ وي، داچي هغه دي اخراج سي او که نه، پريکړه ئې د اړوندو چارو ادارې کوي.

پريکړه د دوو فکتورونو پر بنسټ کيږي: جرم څومره سخت وو او د مجرم حفاظت څومره اړين دئ؟ يوچا چي جرم کړی وي او په خپل هيواد کي د مرگ يا د شنکجې له گواښ سره مخامخ وي، نه اخراجيږي. يوه بهرني چي له يوې آلمانۍ سره واده کړی وي يا د دايمي کار قرارداد ولري د اخراج امکان يې لږ دی، ترڅو چي سخت جرم ئې نه وي کړی.

يوه عمومي قاعده دا ده چي يو بهرنی چي په دوو کلونو بند محکوم سي، اخراجيدای سي. يو کال بيا په هغه صورت کي کافی دی چي جرم د هغه کتالوگ يوه برخه وي چي په کولن ښار کي د ۲۰۱۶م کال د لومړۍ شپې د لمانځني پرمهال تر پيښو وروسته رامنځ ته سو. هغه مهال د شمالي افريقا او عربو نارينه وو يوې ستري ډلي پر ښځو حملې وکړې او هغوی ئې جنسي وزيرولې. په ياد کتالوگ کي داسي جرمونه راغلي دي، لکه بدن ته ضرر رسول، جنسي زورونه يا له مامورينو سره مقاومت.

څوک پريکړه کوي، چي څوک اخراجيږي؟

له جرمني څخه د اخراج د نظم مسئوليت دوې ادارې لري: يوه يې د اړوند ايالت د بهرنيانو د چارو ادره ده او بله د مهاجرو او پناه غوښتونکو په چارو کي فدرالي اداره (BAMF) ده.

په ډيرو مواردو کي د اخراج پريکړه او مسئوليت د ايالتونو د بهرنيانو د چارو اداره لري، خو د پناه غوښتني دوسيې په برخه کي د جرمني د مهاجرو او پناه غوښتني په چارو کي فدرالي اداره (BAMF) هم حق لري چي د پناه غوښتني تر ردولو وروسته د يو چا د اخراج پريکړه وکړي. خو حتي په دغه شان قضيو کي لا د هغه ايالت د بهرنيانو د چارو ادره د اخراج کولو حق لري چي رد سوی کس پکښې اوسيږي.

که هغه څوک چي پناه غوښتنه ئې رد سوې وي او و نه غواړي پخپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستون سي، د بهرنيانو د چارو اداره کولای سي له پوليسو مرسته وغواړي، ځکه چي د اخراج موضوع د سرحدي کنترول دنده ده او د سرحدي کنترول چاري د جرمني فدرالي پوليس پر غاړه لري.

که يو رد سوی مهاجر له اخراجه ځان پټ کړي، د مهاجرو چارو اړوندي ادارې دغه راز کولای سي له محکمې د نوموړي کس د «توقيف» غوښتنه وکړي. دغه پروسه کيدای سي تر ۱۸ مياشتو پوري وخت ونيسي. البته که اړوندي ادارې د ياد کس د پټېدو شواهد وړاندي کړي.

آيا اغېزمن سوي کسان د حکومتي پريکړو پر وړاندي د استيناف حق لري؟

بلې، د بېلگې په توگه هغه کسان چي د پناه غوښتنه ئې رد سوې وي، کولې سي محکمې ته خپل شکايت وړاندي کړي، څو د مهاجرو او کډوالو چارو ادارې پريکړه و ارزول سي. د هغو کسانو دا چي د پناه غوښتنليک ئې «بې دليله» رديږي، يوازي يوه اوونۍ وخت لري چي د تجديد نظر غوښتنه وکړي، نور ټول دوې اوونۍ وخت لري.

په تيرو څو کلونو کي د په يوه وار ډيرو دوسيو څېړل د مهاجرو او پناه غوښتونکو چارو ادارې پر کارکوونکو باندي فشار داسي ډير کړ چي هغوی په ځينو مواردو کي په خپلو پريکړو کي تيروتني وکړې. ځکه نو اوس ډير مهاجر د دوسيې تر رد وروسته د دوی پر دوسيو باندي د بيا غورکولو غوښتنه کوي او تر هغه وخته په آلمان کي پاته وي.

نور کوم دليلونه سته چي اخراج وځنډيږي؟

هغه کسان چي د قانون له مخي بايد له جرمني څخه ووځي او اخراج يې ځنډيږي، هغه دي چي د رواني ناروغۍ له کبله سفر کولای نه سي او يا د سفر اسناد نه لري.

هغه کسان چي په اصل کي په جرمني کي د پاتېدو اجازه ورکړل سوې ده، کيدای سي وروسته بيا هم خپلو هيوادونو ته ولېږل سي. د بېلگې په توگه دا هغه مهاجر دي چي په ۱۹۹۰م لسيزه کي د بالکان جگړې پر مهال جرمني ته راغلي دي. د پخوانۍ يوگسلاويا مهاجر بايد د وضعيت تر ښه کېدو وروسته خپلو مېنو ته بيرته ستانه سي.

ليکونکي:Bleiker,Knight,Chase

زموږ له ارشيفه: