کوم کسان په جرمني کي ژر کارونه پیدا کوي؟
دجرمني په کومو څانگو کي،چي د پرسونل کمبود موجود وي، د خارجیانو څخه غوښتل کيږي،چي باید ځانگړې اجازه نامه ولري او په کومو ساحو کي بیا سړی کولای سي بې له تحصیلي اسنادو څخه کار وکړي؟
ډاکتر
په دغه مسلک کي کار کول د مقرراتو پراساس تنظیم سوی دی،یعني په دغه رشته کي د پوهي سطحه باید د جرمني د معیارونو مطابق وي. هغه ډاکټران چي د اروپايي ټولني ددباندي څخه راځي، باید د کار په خاطر اجازه نامه پلاس راوړي. دغه اجازه کیدلای سي،مؤقتي او په همهغه ایالت کي معتبره وي،چی هغه یې صادره کړې ده. د اجازې ورکولو یو بل ډول، چي هرځای چلیږي او محدودیت نلري،د هغه د پلاس راوړلو له پاره باید امتحان ورکړل سي.
نرس
په دغه رشته کي کار کول هم یوازي د ایالتي چارواکو په اجازه نامې باندي مربوط دی او د امتحان ورکول یې حتمي دی. ددرسي پروگرامونو ځیني تفاوتونه په کاري تجربه کي جبران کیږي. خو که دغه تفاوتونه بیخي ډیروي، په هغه صورت کي سړی باید اختصاصي امتحان ورکړي او یا د سره درې کاله نرسنگ ووايي. نرسان هم باید دډاکترانو غوندي په الماني ژبه او ددغي ژبي په طبي اصطلاحاتو باندي پوره بلد وي.
انجینر
د «انجینر» لقب په جرمني کي د قانون پراساس محفوظ دی او هغه چاته ورکول کیږي، چي د انجینرئ په یوه رشته کي یې تحصیل کړی وي او علمي مهارتونه ولري. خو په جرمني کي د یوه انجینر په توگه کار کول حتمي نده، چي خارجي تحصیلي ډیپلوم دي په رسمیت وپیژندل سي. کارفرما پخپله تصمیم نیسي،چي ایا دکارغوښتونکئ مناسب کس دی او که نه! خو په هرصورت په انجینرۍ کي ډیپلوم اوتخصص د کار په بازار کي د سړي چانس لوړوي.
کمپیوټر پوه
په دغه مسلک کي تراوسه پوري خاص قوانین نه دي وضع سوي. په دغه رشته کي د یوه خالي ځای په پیداکیدلو سره هرڅوک چي ورته ځان مناسب بولي،کولای سي د کارکولو غوښتنلیک ورولیږي. په دغه برخه کي د ۲۰۱۶ م کال د کار د بازار رپوټ ته په لیدو سره د اطلاعاتي سیسټمو د پرمختگ لپاره کارپوهانواو تحلیل گرانو ته تقاضأ ډیره سوې ده. تر ټولو ډیر د لوژستیک، موټرجوړولو او ماشینانو جوړولو په برخه کي چانسونه ډیردي.
مسلکي کسان
د ۲۰۱۳ م کال راهیسي د جرمني د کار پیداکولو فدارالي ادارې د په اصطلاح «مثبت یا سپین فهرست» په نوم په الماني شرکتونو کي کارکول د فني او مسلکي کارگرانو لپاره اسانه کړی دی. د هغو ارقامو پر اساس چي د ۲۰۱۶ م کال په سپتمبرکي اخیستل سوي دي، مسلکي مجربو کارگارنو ته تر ټولو دمخه په فلزکاري، پرزې نصبولو، برق تکنالوژي، نل دواني او ساختماني کارونو کي کارونه پیدا سوي او ددغو اسانتیاوو څخه مستفید سوي دي.
د پوهنتونو او عالي مؤسسو فارغین
هغو کسانو چي لوړ تحصیلات کړي، باید د الماني ژبي سره پوره اشنايی ولري او په خپله رشته کي یې تحصیلات پای ته رسولي وي. که څه هم د هغوی د تحصیلي اسنادو تایید حتمي ندی، خو د کار پیداکولو فدرالي اداره توصیه کوي،چي خارجي تحصیلي اسنادو ته باید د الماني معیارو سره مطابقت ورکول سي. د تحصیلي اسنادو ارزیابي دتجارت او صنایعو دادرې لخوا کیږي. سړی کولای سي،خپل تحصیلي اسناد دغي ادارې ته ورولیږي.
چیري باید مراجعه وسي؟
ددې دپاره ، چي پوه سئ ، ایا ستاسي د ډیپلوم د په رسمیت پیژندلو ضرورت سته او یا نه،کوم چي په خارج کي مو اخیستی دی، د www.anerkennung-in-deutschland.de دانټرنیت پاڼي د Anerkennungsfinder بخش ته مراجعه وکړئ.