1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کوچنۍ ترهگري ډلي د امریکا له پاره گواښ دي»

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې کوچنۍ ترهگري ډلې د امریکا له پاره گواښونه رامنځ ته کوي. د القاعدې مشرتابه په وژل کیدو سره دغه ډله پاشل شوې خو نوري وړې ترهگر ډلي رامنځ ته شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Bs0v
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالي ترهگرۍ په اړه په خپله کلنۍ ارزونه کې ویلي دي چې د دغو ډلو له خوا رامنځ ته کیدونکي گواښونه په ۲۰۱۳ کال کې ډیر زیات شوي دي.

په دې اړه په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې په ټوله نړۍ کې ډیر شمیر داسي ډلې چې په هغو کې په القاعدې او نورو ترهگرو سازمانونو پوري تړلي ډلي شاملي دي، او د پخوا په پرتله په خپلواکه توگه عمل کوي او امریکا متحده ایالاتونو ته گواښونه رامنځ ته کوي. د رپوټ په حواله د دغو ډلو شمیر مخ پر ډیریدو دی او نه یوازي واشنگټن بلکي د هغه متحدینو ته هم خطر رامنځ ته کوي.

د رپوټ په حواله په وروستیو وختونو کې د القاعدې مشري د ترهگرۍ پر ضد د نړیوال کمپاین له کبله ځپل شوې ده، خو په القاعدې پوري یو شمېر نوري تړلي داسي کوچنۍ ډلي رامنځ ته شوي دي چې له تاوتریخوالي ډک فعالیتونه کوي. پر دې سربیره د داسو ډلو د قوي کیدو خبره هم شوې ده چې القاعده ته ورته مفکورې لري.

د امریکا متحده ایالاتو په خپل رپوټ کې ویلي دي چي دغو ډلو په ختیځې افریقا او منځني ختیځ کې له وروستیو ناآرامیو څخه په گټه اخيستلو سره خپل عملیات پراخ کړي دي، په خاصه توگه یې په یمن، سوريه، عراق، شمال لویدیځي افریقا او سومالیا کې د خپلو فعالیتونو لمن غځولې ده.

د ترهگرۍ په شیوه کې دغه بدلون او د دغو مستقلو ډلو د رامنځ ته کیدو یو لوی لامل په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې شبکې د کلیدي کسانو وژل کیدل دي.

په ارزونه کې همداراز ایران ته هم گوته نیول شوې ده او ویل شوي دي چې په وروستیو وختونو کې په دې هیواد کې د «سپاه پاسداران» د قدرس نیرو ډیر فعالیتونه تر سترگو شوي دي. دغه ډله د حزب الله ایرانۍ ملگرې بلل کیږي.

پر دې سربیره ارزوني هغه گواښ ته هم اشاره کړې ده چې د یوه افراطي کس له خوا رامنځ ته کیږي. په دې برخه کې امریکا متحده ایالاتو د بوستن په ښار کې برید ته اشاره شوې ده چې دوو وروڼو پلان کړی وو.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندي ماري هارف، ویلي دي چې که څه هم په ۲۰۱۳ کال کې د بریدونو شمیر له ۶۰۰۰ څخه ۹۰۰۰ ته لوړ شوی دی، خو بیا هم دغه بریدونه ډیر وخت کوچني او کورني ول. هغې زیاته کړې ده چې پر امریکایانو باندي د بریدونو کچه راکښته شوې او د لا کښته کېدو په حال کې ده.

هارف وویل: «د امریکایانو پر ضد اوس په لویه کچه بریدونه نه ترسره کیږي. [ترهگریز بریدونه] اوس ډیر سیمه ییز او وړوکي دي. په دې ترتیب سره نو دا له یوه نظره د گواښ ارزونه ده. شمېرې ټول وضعیت نه شي بیانولای.»

په رپوټ کې کیوبا، ایران، سوډان او سوریه د ترهگرو د مالي ملاتړو هیوادونو په توگه یاد شوي دي. پر دې سربیره سومالیا، مالي، فلیپین، عراق، لبنان، لیبیا، یمن، افغانستان، کولمبیا او وینزویلا د داسې هیوادونو په توگه یاد شوي دي چې ترهگر پکښې پټنځایونه لري.