1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیم جونګ له پوتين سره ملاقات کوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳, سه‌شنبه

د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون، له پوتین سره ملاقات ته روسيې ته سفر کوي. دغه سفر د شمالي کوریا او امریکا تر منځ د اتومي پروګرام پرسر د مخ پر زیاتیدونکي ترینګلتیا په تړاو تر سره کیږي.

https://p.dw.com/p/3HHqQ
Nordkorea Kim Jong Un besucht Fischzucht in Shinchang
انځور: Reuters/KCNA

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې د روسیې حکومتي سلاکار یوري اوشاکوف، له قوله لیکلي دي چې دغه ملاقات به د پنجشنبې په ورځ په ولادي واستوک کې وي.

تر دې دمخه د کیم جونګ اون د سفر د دقیقي نېټې او د روسیې- شمالي کوریا تر منځ د سرمشریزي د ځای په هکله د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس کوم معلومات نه ول ورکړي.

په ۲۰۱۱م کال کې واک ته د کیم له رسیدو راهيسي دا د دواړو هیوادونو تر منځ لومړنۍ سرمشریزه ده. د پوتین یوه ویاند د دوشنبې په ورځ د اپریل میاشتې پای د ملاقات د احتمالي وخت په توګه یاده کړی وو.

د مسکو حکومت په تیرو اوونیو کې د دغه ملاقات یادونه کړې وه چې په خبره یې د شمالي کوریا او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د اتومي پروګرام پر سر د مخ پر زیاتیدونکي ترینګلتیا په تړاو تر سره کیږي.

په فيبروري میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره د کیم جونګ اون دوهمه سرمشریزه په ویتنام کې بې له کومې پایلې ختمه شوه.

خو ترمپ اساساً د یوه بل ملاقات له پاره چمتووالی وښود، خو کیم د هغه په بدل کې له امريکا د زیاتو امتیازاتو غوښتونکی دی.

امريکا متحده ایالات غواړي چې شمالي کوریا چې په نړیوال کچه منزوي او له اقتصادي بندیزونو سره مخامخ هیواد دی، اتومې بې وسلې شي او د توغندیو خپل پروګرام و دروي. خو شمال کوریا یي په بدل کې د بندیزونو لیرې کول غواړي.

شمالي کوریا په وروستیو کې ډیره موده وروسته یو ځل بیا خپلې وسلې ازمویلي دي.

S.R/N.Z(Reuters)