1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوتېرش: طالبان دې عاجل د نجونو پر ښوونځیو محدودیت ختم کړي

۱۴۰۱ شهریور ۲۹, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي په یوه روزنیزه غونډه کې له ټولو هیوادونو د تعلیمي بودیجې زیاتولو غوښتنه کړې ده. نوموړي له طالبانو هم غوښتنه کړې چې په عاجل ډول دې زده کړې ته د نجونو د لاسرسي برخه کې ټول محدودیتونه لیري کړي.

https://p.dw.com/p/4H73N
Taliban ordnen die Schließung von Mädchenoberschulen in Afghanistan an
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د ملګرو متلونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په نړۍ کې له روزنیز بحران څخه خبرداری ورکړی دی. ګوتېرش د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې تر پیلیدو مخکې په یوه روزنیزه غونډه کې ویلي دي: «زده کړه له یوه ژور بحران سره مخ ده.»

نوموړي نابرابریو ته په اشارې سره زیاته کړه، د دې پر ځای چې زده کړه د توانمند سازې ستر عامل اوسي، تقریباً په ټولنه کې پر یوه لوی درځ د بدلیدو په حال کې ده.

هغه ویلي دي چې په ځانګړې توګه د کرونا پانډمۍ ویجاړوونکي پایلې درلودلې دي، ځکه بې وزله ماشومان د بیلګې په توګه د آنلاین زده کړې له پاره تخنیکي امکاناتو ته لاسرسی نه درلود.

همدارنګه په نړۍ کې شخړو هم د ښوونځیو د فعالیت مخه نیولې ده. ګوتېرش له ټولو هیوادونو غوښتي دي چې د اقتصادي کړکېچ سربیره، د زده کړې بودجه دې زیاته کړي.

د نجونو د ښوونځیو پر وړاندې پراته خنډونه څه دي؟

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي همدارنګه طالبانو ته په اشارې سره ویلي دي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د واک تر نیولو وروسته یي د تر یوه میلیون زیاتو نجونو د تعلیم مخه نیولې ده. ګوتېرش ویلي دي: «زه له افغان چارواکو غواړم چې په عاجل ډول دې د نجونو د ثانوي دورې ښوونځیو مخته پراته ټول محدودیتونه لیري کړي.»

اړوند مطالب: یوناما: د نجونو د ښوونځیو تړل یوه غمجنه او شرم آوره خبره ده

د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم چې په نړیواله کچه ستایل شوی دی، غړې سیمه فاروقي په نیویارک کې په دې غونډه کې وینا کړې ده. نوموړې ویلي دي: «طالبان هڅه کوي نجوني له ټولنې څخه محوه کړي. زرګونو نجونې شاید نور هیڅکله هم ونه شي کولی ښوونځي ته لاړې شي. ډیري د دوی واده شوي دي.»

د هغې په خبره طالبانو د ښوونځیو د پرانیستلو په هکله پر خپلې ژمنې وفا نه ده کړې.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز