1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوتېرش: «افغان نجونې ښوونځي ته پريږدئ»

۱۴۰۲ شهریور ۲۷, دوشنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز د دوه کاله پوره کيدو په مناسبت پر طالبانو غږ وکړ چې د نجونو ښوونځي دې بيرته پرانیزي.

https://p.dw.com/p/4WTgf
UN Sekretär - General Antonio Guterres
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش،انځور: Xie E/XinHua/dpa/picture alliance

طالبانو د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر پر ۱۸مه نيټه منځني ښوونځي او لیسې د نجونو پر مخ وتړلې او بيا وروسته یې په پوهنتونو کې هم د نجونوپر زده کړو بندیز ولګاوه. همدا شان د زده کړو نور خصوصي مرکزونه هم په تدريجي ډول د نجونو پر مخ تړل شوي دي.

له څه وخت راهېسې د داخلي او همدا راز د نړيوالې ټولنې پر تکراري غوښتنو سربیره هم طالبان د نجونو پر مخ د منځنيو ښوونځيو او ليسو دروازې لا تړلي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشيانتونيو ګوتېرش، د دوشنبې په ورځ په همدې مناسبت د ټولنیزو رسنيو پر ايکس پاڼه چې مخکې ټويتر بلل کيدله، لیکلي دي: «نجونې بايد ښوونځي ته ولاړې شي. پريږدئ چې هغوی بيرته ښوونځي ته ولاړې شي.»

د ملګرو ملتونو دغه مشر وويل چې د ښوونځيو تړل «له بشري حقونو څخه نه توجيه کېدونکې سرغړونه ده چې ټول هېواد ته اوږده مهاله زيان اړوي.»

د نجونو تعلیم؛ آیا طالبان او دیني عالمان د نظر اختلاف لري؟

په عين وخت کې ايمنستي انترنېشنل يا د بخښنۍ نړيوال سازمان هم نيوکه وکړه چې په تېرو دوو کلونو کې وضعيت هيڅ تغیر نه دی کړی.

د دغه ټولنې له خوا چې مقر یې په لندن کې دی، هم د ايکس په شبکه کې ليکل شوي: «د زرونو افغان نجونو خوبونه او راتلونکی له خطر سره مخامخ دی.»

د ۲۰۲۱م کال له اګست مياشتې راهېسې واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې افغانستان د نړۍ په هغه يوازني هېواد باندې اوښتی دی چې نجونې پکې تر شپږم ټولګي پورته د زده کړو او ښځې پکې د کار اجازه نه لري.

طالب چارواکو په لومړي سر کې ويلي ول چې د نجونو زده کړې یې «په موقت ډول ځنډولي» او د نجونو له پاره د خوندي فضا په رامنځته کولو سره به دا ستونزه حل او هغوی بيرته ښوونځي ته لاره پيدا کړي، خو تر اوسه په دې برخه کې هیڅ بدلون نه دی لیدل شوی.

د طالبانو دا کړنه د نړيوالې ټولنې له خوا وغندل شوه. تر اوسه د نړۍ يوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی.

آژانسونه: ب.ص/ش.ن