1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

گلپي، کرم او بروکلي مو له سرطانه ساتي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۰, دوشنبه

څيړونکو موندلې ده چې په گلپي، کرم او بروکلي کې يو داسې ماليکيول موجود دی چې د سرطان سبب گرځيدونکي جينونو د مخنيوي وړتيا لري.

https://p.dw.com/p/3ImBG
Stockfoto Blumenkohl und Brokkoli
انځور: Colourbox

د هارورد پوهنتون څيړونکو په دې وروستیو کې موندلې ده چې په کرم، بروکلي او د بروکسل په نوم کرم کې، د گلپي او د دې کورنۍ په نورو ټولو سبزيگانو کې يو داسې ماليکيول موجود دی چې د يوه داسې جين مخه نيسي چې په انسانانو کې د څو ډوله سرطان په رامنځته کيدو کې نقش لري.

خو دا ماليکيول لا يو داسې انکشاف نه دی چې ژوند ته مو تغير ورکړي. د دې څېړنې د يوه ليکوال يو رولي په حواله سړی بايد په ورځ کې څه نه څه دوه نيم کیلو دا سابه خام و خوري څو یې اړونده د سرطان ضد تاثير ترلاسه کړای شي.

د بوستن د بيت اسرائيل ديکونس ميديکل سنتر په نوم د سرطان د څيړنې د مرکز مشر له خوا د پنجنشنبې په ورځ د خپرې شوې دغي څېړنې په حواله خو که ساينس پوهان د مختلفو لارو چارو دا ماليکيول کارولی شي، نو دا په راتلونکي کې د سرطان په درملنه کې ډېر ستر اغيز درلودلی شي.

څېړونکو دا ماليکيول څه ډول وموند؟

توموري سرطانونه په عمومي توگه د هغه ډول جيننونو د فعاليدو له کبله چې ژر په سرطان د اخته کيدو وړتيا لري، يا د سرطان په ضد د مقاومت کوونکو جينونو د له منځه تلو له وجې رامنځته کيږي.

ساينس پوهانو تل د تداوي پر هغه حللارو تمرکز کاوه چې د دغه جينونو د mutation  يا تغير هدف یې لاره. کيميايي درملنه چې د سرطان حجرې د وړانگو له لارې وژني، د دې ميتود يو مثال دی.

خو ساينس پوهانو له سرطان سره د مبارزه کوونکو جينونو د فعالولو پر درملنه کمه توجه کړې وه.

Grosskueche in Karlsruhe
د کرم يو ډول ـ که غواړئ اړوند تاثير یې ترلاسه کړئ بايد خام یې وخورئانځور: picture alliance/Uli Deck

په دې څېړنه کې کارپوهانو د تومور په له منځه وړونکي PTEN پروتين تمرکز وکړ. دا پروتين چې کله سم کار وکړي، زموږ په بدن کې د تومور د رامنځته کيدو مخه نيسي.

د سرطان د مريضانو د درملنې په ترڅ کې د کارپوهانو له پاره دا غير عادي نه ده چې په PTEN پروتين پسې چې موجود نه وي او يا یې تغير کړی وي، لټه وکړي. دا هغه وخت معنا لري چې دې پروتين تغیر کړی وو، په دې حالت کې دا نه شي کولی چې د تومور د رامنځته کيدو مخه ونيسي او په دې حالت کې بدن په سرطان د اخته کيدو له پاره ډېر حساس شي. په تومور کې د دې پروتين يو کم مقدار موجود وي خو د سرطان د مخنيوي وړتيا یې ډېره کمه وي.

د راتلونکي په درملنه کې يې نقش

که چېري ساينس پوهان داسې يوه لاره پیدا کړي چي توموري حجرې د PTEN پروتين د مناست مقدار په ور اضافه کولو سره بيا توانمني کړي، نو آیا دا به کار ورکړي؟

په لابراتوار کې پر داسې موږگانو چې جينونه یې په سرطان د اخته کيدو وړتيا لري، د بې شميره تجربو په ترڅ کې ساينس پوهانو د WWP1 په نوم يو جين موندلی چې د سرطان په رامنځته کيدو کې نقش لري. دغه جين د PTEN پروتين د سرطان د مخنيوي وړتيا له منځه وړي.

د دغه جين د جوړښت په اړه څيړنو کې کارپوهانو موندلې ده چې په بروکلي يا کرم کې موجود يو ماليکيول ښايي د دې جين مخه ونيسي او په دې توگه PTEN پروتين وکولای شي په سمه توگه وده وکړي.

ساينس پوهانو دغه ماليکيول هغو مږکانو ته ورکړ چې بدن یې د سرطان له پاره ډېر حساس وو او دې نتیجې ته ورسيدل چې دې ماليکيول په رښتيا هم د WWP1 مخه نيولې ده او ياد پروتين توانيدلی چې د سرطان سره مبارزه وکړي.

که په ساده ټکو کې ووايو نو د سرطان د رامنځته کونکو عواملو د مخنيوي پر ځای به دا درملنه د سرطان پر ضد مبارزه کونکي عوامل فعال کړي.

B.S/N.Z (Clare Roth)

زموږ له آرشيف څخه: