1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یمن: پر حوثي یاغیانو هوايي بریدونو ته زور ورکړل شوی

۱۴۰۰ آذر ۱۴, یکشنبه

په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف په وروستيو اوونيو کې پر حوثي ياغیانو خپلې هوايې حملو ته زور ورکړی دی. په عین حال کې چارواکو ويلي چې حکومتي ځواکونو په لويديځ ساحل کې د مهم ښار ماَرب پر لور پرمختګ کړی دی.

https://p.dw.com/p/43rcY
Jemen Sanaa | Rauchwolke nach Luftangriff
انځور: Khaled Abdullah/REUTERS

د سعودي عربستان په مشري پوځي ائتلاف وايي چې دغه هوايي حملې په پلازمينه او نورو سیمو کې د ایران پلوه حوثي ياغیانو پر ضد ډيرې کړي دي.

دغه ائتلاف زیاتوي چې په صنعا کې يې د ياغیانو د پوځي مهماتو یو مرکز په نښه کړی او دغه راز يې د مارب او حدیده ستراتيژيکو ولایتونو کې يې د حوثي یاغیانو لومړۍ کرښۍ بمباري کړي دي.

اسوشتید پریس له قاهرې څخه ليکي، د دواړو خواو پوځي چارواکو ورته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي دي چې حکومتي ځواکونو د حدیده ولایت يوه مهمه ولسوالۍ تصرف کړې او دغه راز يې د يمن د لويديځ ساحل نورې سیمې نیولې دي. 

حوثي ياغیانو د حکومت له خوا د په حدیده ولایت کې د پوځي پرمختګونو اړوند ادعاو په اړه څه نه دي ويلي. خو حوثي رسنیو رپوټ ورکړۍ چې ائتلافي ځواکونو په مارب، صنعا، حدیده، تازي او صعده کې د دوی پر جنګیاليو باندې ګڼۍ بمبارۍ کړي دي.

په وروستيو اوونيوو کې د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف حملې په داسې وخت کې ډيرې شوي دي چې ياغیان په مکرره توګه د ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالاتو د ديپلوماتيکو هڅو په مقابل شاتګ اختیاروي. دوی دغه هڅې د دې له پاره کوي تر څو حوثي یاغیان قانع کړي تر څو په مارب کې د سعودي عربستان پر ضد خپلي ډرون او میزايلي حملې پای ته ورسوي.

ملګري ملتونه او امریکا متحده ايالات غواړي تر څو د یمن د څو کلنۍ شخړې پای ته د حل لارې موندلو له پاره حوثیان مذاکرې ته کینوي.

د یمن جګړه په ۲۰۱۴م کال کې د حوثي یاغیانو له خوا د صنعا په نیولو سره پيل شوه، کوم چې د هیواد په شمال کې ډيره برخه په کنټرول کې لري. تر هغه وروسته په ۲۰۱۵م کال کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف په دغې جګړه کې داخل شو تر څو بیرته حکومت هلته ځای پر ځای او یاغيان وشړي. د دغو کلونو په جریان کې شوو جګړو کې په زرونو کسان وژل شوي دي.

آ./م.ک.ص./ا.ا.