1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

یمن: په اروپايي وسلو خونړۍ جګړه

۱۳۹۷ آذر ۹, جمعه

د دویچه ویله په غوښتنه په اردون کې میشت د عربي خبريالانو اتحاد «د تحقیقي ژورنالیزم له پاره عرب خبریالان» د یمن په جګړه کې کارېدونکي وسلې بررسي کړي دي. ډيري وسلې د اروپا توليد دي.

https://p.dw.com/p/39CDE

په یمن کې د القاعدې ډلې په دې هدف یوه ویدیو خپره کړه چې خپلې وړتیاوې وښيي. دغه ډله توانیدلې ده چې د یمن له جګړې څخه په استفادې سره د عربي ټاپوزمې په سویلي برخه کې خپله ولکه پراخه کړي. په ویډیو کې دا هم ښوول شوي چې القاعده په یمن کې څومره په ښه ډول په پوځي تجهیزاتو سمبال ده.

په ویدیو کې د القاعدې جنګیالي له داسې وسلو سره لیدل کیږي چې د آلمان د «هيکلر او کوخ» وسلو جوړولو شرکت په جواز سره په سعودي عربستان کې جوړيږي. په دې وسلو کې پر نورو سربیره د القاعدې جنګیالي له ځان سره G3 ډوله جنګي توپک، G36 ډوله بریدګر توپک، MG3 ډوله ماشین دار او MG4 ډوله سپک ماشیندار، لیږدولې.

دغه وسلې باید هیڅکله هم د ترهګرو لاس ته نه وای لویدلای. د دویچه ویله په غوښتنه «د تحقیقي ژورنالیزم له پاره عرب خبریالان» له خوا یو جوړ شوی مستند فلم ښيي چې څرنګه دا او په اروپا کې نوري جوړي شوي وسلې د ترهګرو لاسونو ته لویږي.

نړیوال قوانین په واضیح ډول روښانوي چې څوک کولی شي په قانوني توګه رانیول شوي وسلې ولري. دا خبره هم په قوانینو کې روښانه شوې ده چې وسلې باید په هیڅ شرایطو دریم وګړي او یا هم ډلې ته ور نه کړل شي. خو پر دې قوانینو سربیره هم په یمن کې ډیري ترهګري ډلې اوس داسې وسلې لري چې د دغو قوانینو په جوګاټ کې باید له هغوی سره نه وای.

د اروپايي وسلو تور بازار

دا څرنګه ممکنه ده؟ ولې القاعده د آلمان جوړ وسلې له ځان سره لري؟ په تعز ښار کې د دولتي ځواکونو قوماندان برید جنرال محمد المحمدي، وایي چې دغه وسلې په لومړي سر کې د عبد ربه منصور هادي، ځواکونو ته ورکړل شوې وې. خو ستونزه دا ده چې دغه ځواکونه ډیر کم او نا منظم معاش لري. د دې له پاره چې خپل مصارف پوره کړي، نو ځيني يې د وسلو او مهماتو په پلورلو لاس پورې کوي. دغه وسلې بیا یا په مستقیم او یا هم په غیر مستقیم ډول د القاعدې لاس ته لویږي.

«د تحقیقي ژورنالیزم له پاره عرب خبریالان» د «هیکلر او کوخ» له شرکت سره اړیکه نیولې خو هیڅ ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.  د آلمان د اقتصادي چارو وزارت بیا ویلي دي چې داسې د اعتبار وړ شواهد نه لري چې وښيي آلمانۍ وسلې په یمن کې کارول کیږي.

احمد هیمچي، چې د یمن په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د کارپوهانو یوه ډله همغږي کوي، وایي چې په یمن کې د وسلو غیر قانوني معاملې ډیري معمولې دي. د هغه په خبره داسې جنګیالي شته چې د یمن د حکومت تر کنترول لاندې نه دي خو بیا هم د وسلو په ګډون ملاتړ ترلاسه کوي. هغه زیاتوي چې ډیر وخت بیا دغه وسلې تور بازار ته رسیږي او یا داسې سازمانونو او وګړو ته رسیږي چې پرې بندیز وي.

سویسي لاسي بمونه، پلجیمۍ وسلې

ابو العباس یوه داسې جهادي ډله ده چې له القاعدې سره ملګرتیا لري. دغه ډله د RPG-32 لایزري وسلې په څیر داسې تجهیزات لري چې په اردون کې له روسیې سره په همکارۍ کې تولیدیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې بې شماره داسې ویدیوګانې خپرې شوي دي چې په جګړه کې ښکیلو اړخونو پخپله تولید کړي. په دغو ویدیو ګانو کې ښوول کیږي چې دغه ډلې د اروپایي وسله جوړوونکو شرکتونو تجهیزات لیږدوي. د ویدیوګانو ارزونه ښيي چې دغه ډلې د بیلګې په توګه د بیلجیمي شرکت FN Hersta پوځي تجهیزات لري او یا د سویس د پوځ له خوا جوړ شوي HG 85 ډوله لاسي بمونه له ځان سره لیږدوي.

په داسې حال کې چې د د بیلجیم حکومت په دې اړه له خبرو ډډه کړې، سویس ویلي دي چې «د تحقیقي ژورنالیزم له پاره عرب خبریالانو» له خوا وړاندې شوي معلومات به و ارزوي. په یمن کې غیر مسئولې ډلې هسپانوۍ وسلې هم کاروي، خو د هسپانيا حکومت په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.

په مستند فلم کې ښوول کیږي چې دغه ولسې په ډیرو حالاتو کې په سعودي عربستان او یا هم متحدو عربي اماراتو کې ويشل کيږي او یا دا چې له ایران څخه یمن ته راځي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ګومارل شوې څیړونکې ډلې په استازیتوب احمد حمش، وايي: «په دغو وسلو کې بې پیلوټه الوتکې او د توغندیو د سونگ مواد هم شامل دي.»

هغه زیاتوي: «دا هر څه لومړی د درو یا څلورو هیوادونو له خوا اخیستل شوي او بیا ایران ته ورکړل شوي دي.»

پر غربي اروپا سربیره، داسې ښکاري چې د شرقي اروپا هیوادونو وسلې هم یمن ته رسیدلي دي. د بالکان تحقیقي خبري شبکې غړی لاورینس مارزوک، وایي چې په يمن کي د شرقي اروپايي هیوادونو د وسلو شتون ساده لامل لري: «که د بریتانیا او یا هم امریکا متحده ایالاتو وسلې په یمن کې د داعش په شان ترهګرې ډلې لاس ته ولویږي نو دغه هیواد له لویې سرخوږۍ سره مخامخیږي خو که وسله د سربستان، بلغاریا او یا هم کوم بل شرقي اروپايي هیواد وي، نو بیا یې ستونزې کمې وي.»

د مستند فلم نتیجه ګیري په روښانه توګه ښيي چې د اروپايي وسلو شتون په یمن کې د دې هیواد د جګړې په اوږدیدو کې نقش لري.

کریستین کنپ/ م.ج