1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

یو ډاکټر په خپلو سپرمو د ۴۹ ماشومانو پلار شوی

۱۳۹۸ فروردین ۲۴, شنبه

تر خپل مرګ مخکې، نوموړي ډاکټر منلې وه چې د بې اولاده کسانو له پاره په خپل کلینيک کې له خپلو سپرمو څخه د ګټې اخیستې په واسطه د شاوخوا ۶۰ ماشومانو پلار شوی دی. اوس د ډې. ان. اې معاینو ښوولې چې هغه د ۴۹ ماشومانو پلار دی.

https://p.dw.com/p/3Gj1v
Spermien Samenuntersuchung
انځور: picture-alliance/dpa/Lehtikuva Martti Kainulainen

په هالند کې یوه ډاکټر چې د بې اولاده کسانو له پاره روغتیايي خدمات وړاندې کوي، د ښځینه ناروغانو د حمل پیدا کیدو له پاره یې خپل سپرم کارولي دي. اوس د ډي. ان. اې معایناتو دا تائید کړې چې د ټولو دوسیو له ډلې څخه ۴۹ یې ښيي چې ماشومان د نوموړي ډاکټر له سپرمو څخه زیږیدلي دي.

پر جان کاربات چې په ۲۰۱۷م کال کې ومړ له اوږدې مودې راهیسې داسې تورونه پورې کړل شوي وو چې ګواکې په خپل کلینيک چې د هالند په روتردام ښار کې پروت دی، پرته له دې چې ښځینه ناروغانې وپوهیږي، د هغوی د حامله کېدو له پاره یې خپله مني کارولې ده. نوموړي ډاکټر به تل خپلو ناروغانو ته ویل چې یاد سپرم د یوه نامعلوم کس څخه ورکړل شوي دي.

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اپریل میاشتې په ۱۲ نیټه) په هالند کې د ماشومانو د دفاع سازمان ویلي چې د ډي. ان. اې معایناتو په اساس د ماشومانو د زیږیدنې د ارزول شوو پیښو له ډلې څخه ۴۹ هغه یې د ښاغلي کاربات له نسل څخه دي. د جمعې په ورځ یاد سازمان چې د نوموړي ډاکټر د کلینیک له لوري د زیږیدلو ماشومانو او والدینو استازیتوب کوي، داسې وويل: «د [ډي. ان. اې] پایلې دغه جدي شکونه تائیدوي چې کاربات په خپل کلینک کې خپل سپرم کارولي دي.»

Flash-Galerie Geruch
انځور: picture alliance/dpa

د هالندي ډاکټر جان کاربات کونډې د خپلې ډي. ان. اې د معایناتو له پاره د نمونې ورکړه رد کړې خو د روان کال په فبروري میاشت کې هالندي محکمې د جنیتیکي اروزنې یوې معاینې ته اجازه ورکړې وه.

د نوموړي ۸۹ کلن ډاکټر له مرګ څخه وړاندې، هغه منلې وه چې په خپل کلینيک کې یې د خپلو سپرمو له لارې د شاوخوا ۶۰ ماشومانو پلار شوی دی. دغه کلینک په ۲۰۰۹م کال کې د یو لړ بې قاعدګیو [قانون ماتولو] له کبله تړل شوی وو. دغه ډاکټر دا هم منلې وه چې په ځینو پیښو کې یې خپل سپرم د نورو کسانو له لوري د ورکړل شوو سپرمونو سره یوځای او ګډ کړي دي.

د ماشومانو دفاع کوونکي سازمان بیا ویلي چې ښايي کاربات له ۴۹ څخه د ډیرو ماشومانو بیولوژیکي پلار وي. دغه سازمان زیاته کړې: «د نوموړي مړ شوي ډاکټر اړوند سپرم پر نورو کلینیکونو باندې هم ویشل شوي دي. د ماشومانو د دفاع د سازمان سلاکارې ایارا ډي ویټي ویلي چې تر کلونو نا څرګند حالت وروسته، دغه والدین او ماشومان اوس «کولای شي چې دغه فصل وتړي او دغه حقیت ومني چې دوی د کاربات د ګڼ شمیر نسلونو له ډلې څخه یو دي.»

Befruchtung
انځور: picture-alliance / dpa

د دې ماشومانو له ډلې څخه یو ماشوم اریک لیور په دې وروستیو کې د ان. آر. سي په نامه ورځپاڼې ته ویلي چې «هغه پر کاربات غوسه نه دی.»  لیور د ان. آر. سي په نامه یادې ورځپاڼې ته همدار ویلي: «زه داسې احساس نه کوم چې هغه [ډاکټر] زما مور ته چل ورکړی. هغې [زما مور] په ریښتیا هم ماشوم غوښته او زما د اوسني پلار له لارې یې اولاد نه کیدو.»

AFP, DPA –KH.NS