1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

یوناما: اداري فساد اوس هم افغانان له ستونزو سره مخامخوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۰, دوشنبه

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل چې د پراخ اداري فساد پر وړاندي د افغان حکومت مبارزې لا تر اوسه پورې د عادي افغانانو پر ژوند اغیز نه دی کړی. دې سازمان روښانه کړې چې فساد اوس هم په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ده.

https://p.dw.com/p/3Im2e
Afghanistan Ausstellung Internationaler Anti-korruptionstag in Kabul
انځور: DW/H.Sirat

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې یا «یوناما» په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې پر ډیرو سیاسي او قانونو اصلاحاتو سربیره اداري فساد اوس هم د افغانستان د اوږد مهاله ودې، سولې او هوساینې پر وړاندي یو له اصلي خنډونو څخه دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې اداري فساد اوس هم پر افغان حکومت باندې د خلکو اعتماد ته زیان رسوي او په افغانستان کې د ژوند پر ټولو اړخونو باندې اغیزه پریږدي. زیاته شوې ده چې د هغو قوانینو عملي کول چې د فساد د مخنیوي او د فاسدو کسانو د محاکمه کولو له پاره رامنځ ته شوي دي، اوس هم ستونزمن کار دی.

په سپتمبر میاشت کې له اداري فساد سره د مبارزي په عدلي او قضایي مرکز کې ۱۲۷ د جلب او توقیف سندونه موجود ول، خو د نومبر میاشتې تر پایه پورې دغه اداره یوازې د ۱۳ کسانو په نیولو او ۳۹ کسانو په جلب توانیدلې وه.

په رپوټ کې راغلي دي چې په دې موده کې یوازې یو کس محاکمه شوی دی. ځیني کسان خو بیا تر محکمې مخکې لا آزادیږي او په اړه يې له هيواده د ممنوع الخروج امر نه عملي کیږي.

افغانستان د شفافیت نړیوال سازمان د ۲۰۱۸م کال په نوملړ کې د ۱۷۷ هیوادونو په ليست کې ۱۷۲ ځای لري. دغه هیواد پر جګړې سربیره اداري فساد هم له ستونزې سره مخامخ کړی دی.

(ms/nz (dpa