1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما: د طالبانو وروستی حکم پر ناسم لوري یو بل ګام دی

۱۴۰۱ بهمن ۱۰, دوشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د طالبانو د هغه نوي فرمان د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کړې چې له مخې يې په پوهنتونونو او خصوصي موسیسو کي نجونې د کانکور پروسه کې د نوم لیکنې او آزموینې څخه منع کړې.

https://p.dw.com/p/4MsRo
آرشیف: کابل کي د افغان ښځو لاریون طالبان لیدل کیږې چې هواېې ډزي کوي
آرشیف: کابل کي د افغان ښځو لاریون طالبان لیدل کیږې چې هواېې ډزي کويانځور: Wakil Kohsar/AFP

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د طالبانو د هغه نوي فرمان د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کړې چې له مخې يې په پوهنتونونو او خصوصي موسیسو کي نجونې د کانکور پروسه کې د نوم لیکنې او آزموینې څخه منع کړې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د شنبې په ورځ پوهنتونونو او د لوړو زده کړو خصوصي موسیسو ته د یوه لیک په لیږلو سره په کانکور آزموینه کي د نجونو نوم لیکنه او کډون منع کړی.

یوناما د دوشنبې په ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د طالبانو دا حکم "پر غلط لوري یو بل ګام دی او په مارچ میاشت کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د بیا پرانستلو د پخوانیو ژمنو خلاف اقدام دی."

آرشیف: د طالبانو د ورستي‌ حکم په تړاو د یوناما غبرګون
آرشیف: د طالبانو د ورستي‌ حکم په تړاو د یوناما غبرګونانځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

یوناما د دغه فرمان د سمدستي لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

باید وویل شي چې طالبانو په تدریجي ډول افغان ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې کړي دي. نجونې په افغانستان کي تر شپږم ټولګي پورته زده کړې نه شي کولای او پر دې سربیره د پوهنتونو دروازي هم د نجونو پرمخ تړل شوې.

د ملګرو ملتونو استازي په انجوګانو کې د ښځينه کارکونکو د ممانعت پر موضوع له طالبانو سره کتلي