1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان: په ترافيکي پيښه کې مهاجر وژل شوي دي

۱۳۹۷ آذر ۲۳, جمعه

په يونان کې په يوه ترافيکي پيښه کې ۳ مهاجر وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي. پيښه د پنجشنبې په ورځ د يونان په شمال کې رامنځ ته شوې ده. د رپوټونو په حواله په يونان کې په تيرو دوو مياشتو کې ۱۶ مهاجر مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3A6Nh
Griechenland Elf Insassen eines Kleinbusses bei Unfall verbrannt
انځور: Getty Images/AFP/S. Mitrolidis

د آلمان خبري آژانس (دي اې پي) په حواله، اوس ډير مهاجر له ترکيې څخه د ايوروس سيند له لارې ځان يونان ته رسوي او بيا له دغه ځايه د پيسو په بدل کې پر غير قانوني لارو ځانونه مقدونيا ته رسوي.

خو ډیر وخت کله چې انساني قاچاقبران له پوليسو سره مخ کيږي، د تيښتې هڅې کوي، چې په ځينو حالاتو کې د دوی دغه کار د مسافرو د ژوند په بيه تماميږي.

يوه يونانۍ ورځپاڼه ليکي چې په وروستۍ ترافيکي پيښه کې موټرچلونکي چې ۹ مهاجر يې ليږدول په داسې حال کې يې د خپل موټر کنټرول له لاسه ورکړ چې غوښتل يې پر سړک له يوې اوښتې لارې څخه خپل موټر بچ کړي چې په پايله کې ېې د مهاجرو دغه ليږدونکی موټر هم اوړي او اور يې اخيستی دی. په پيښه کې شپږ مهاجر ټپيان شوي او درې نور په اور کې سوځيدلي دي. د دغو کسانو د هويت په اړه په رپوټ کې څه نه دي ويل شوي.

Griechenland Elf Insassen eines Kleinbusses bei Unfall verbrannt
په اکتوبر مياشت کې هم د يونان په کوالا سيمه کې په يوه ترافيکي پيښه کې ۱۱ مهاجر وژل شوي ووانځور: Getty Images/AFP/S. Mitrolidis

په اکتوبر مياشت کې هم د يونان په کوالا سيمه کې په يوه ترافيکي پيښه کې ۱۱ مهاجر وژل شوي وو. په دوه جلا نوور ترافيکي پيښو کې هم د يوه څلور کلن ماشوم په ګډون دوو نورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د بالکان سيمې هيوادنو په ۲۰۱۶م کال کې د مهاجرو پر مخ خپل بندرونه وتړل. تر هغې د مخه په دغو لارو په ترافيکي پيښو، د سړې هوا او خطرناکو لارو له وجې هم ډيرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اروپا ته د مهاجرتونو پر مهال د مرګونو تر ټولو بده پيښه د ۲۰۱۵م کال په اګست کې رامنځته شوه. په دغې پيښه کې ۷۱ کسان په يوه يخچالي موټر کې مړه شوي ول. دغه کسان قاچاقبرانو له هنګري څخه اتريش ته ليږدول.

په ورستيو کې يوه اورګاډي هم درې تنه مهاجر په داسې حال کې ووژل چې د ريل په پټلې ويده وو.

له آرشيف څخه يو انځوريز رپوټ: