1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستیونان

یوناني پولیسو ۹۲ مهاجر په بربنډ حالت کې ژغورلي

۱۴۰۱ مهر ۲۴, یکشنبه

يوناني چارواکي وايي په ایوروس سیند کې ېې د ۹۲ مهاجرو چې جامې ېې پر تن نه درلودې، ژغورلي دي. يونان ادعا کړې چې دغه مهاجر د ترکېې له لورې دې ته اړ ایستل شوي چې له سرحد یونان لور ته واوړي.

https://p.dw.com/p/4IFUE
د آرشیف انځور - د يونان په آژه سمندرګي ژغورل شوي مهاجر د اګست ۱۰مه ۲۰۲۲
د آرشیف انځور - د يونان په آژه سمندرګي ژغورل شوي مهاجر د اګست ۱۰مه ۲۰۲۲انځور: Hellenic Coast Guard/AP Photo/picture alliance

د يونان د اتباعو د محافظت وزارت د دغې پېښې په تائيد سره ويلي دي چې پېښه د جمعې په ورځ رامنځ ته شوې وه. دغه وزارت ويلي دي چې د يونان سرحدي پولیسو دغه افراد د «فرونټيکس په همکارۍ» ژغورلي دي. د وزارت له قوله ويل شوي چې د فرونټيکس یا د اروپايي اتحادېې د بهرنيو سرحدونو ساتونکي آژانس چارواکو د پېښې پر وخت په سیمه کې د یونان لور ته حضور درلود.

په آژه سمندرګي کې د افغانانو په ګدون مهاجر ژغورل شوي

د یونان د مهاجرت وزير، نوتیس ميتاراکیس، د شنبې په ورځ پر ټويټر د دغو افرادو یو انځور خپور کړی او پر انقره ېې تور لګولی چې هغوی ېې د سرحد پر لور استولي دي او له ترکېې غوښتي چې په دې اړه تحقیقات وکړي.

Grenze Griechenland-Türkei | Griechische Polizei patrouilliert am Zaun
يونان د دغه سیند په غاړه تر اوسه د ۳۵ کیلومتره په اوږدو سيمي کټارې درولي ديانځور: Sakis Mitrolidis/AFP

یونان: په ډوبې شوې کښتۍ کې د مړه شوو مهاجرو شمیر لوړ شوی

د یونان د مهاجرت وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې وويل چې دغه مهاجر په داسې حال کې ژغورل شوي چې پر تن ېې جامې نه درلودې او نه ېې هم له ځانه سره بيګونه لرل.

د مهاجرو له ډلې ځینو ېې یوناني چارواکو ته ويلي دي دوی د ترکي چارواکو په اړوندو درو موټرو کې تر سيند پورې انتقال او بيا په ربړۍ کشتيو کې ځای پر ځای شول تر څو د یونان له سرحده واوړي. د يوناني پولیسو په یوه اعلاميه کې ويل شوي چې خلکو دغو مهاجرو ته کالي ورکړي او په ډله کې ېې ځينې ټپیان شوي هم ول چې تر درملنې لاندې نېول شوي دي.

یونان: د مهاجرو دوې کښتۍ ډوبې شوې؛ ډير کسان مړه دي

آتن غواړي ترکېې څخه د غیرقانوني مهاجرتونو د ډيرېدو له کبله، په شمال ختيځ کې پر ايوروس سيند خپل سرحد تقریباً په بشپړه توګه بند کړي. يونان د دغه سیند په غاړه تر اوسه د ۳۵ کیلومتره په اوږدو سيمي کټارې درولي دي.

په رپوټونو کې د ژغورل شوو مهاجرو د هویت په اړه څه نه دي ويل شوي، اما ډيری وخت پر دغه لار د افريقا، منځني ختيځ او د افغانستان، پاکستان، ایران او بنګله ديش په څير د آسیايي هیوادونو مهاجر سفرونه کوي. په وروستيو ورځو کې د یونان په اوبو کې د مهاجرو ځينې کشتۍ ډوبې شوې هم دي چې په ځينو هغو کې ېې یو شمیر مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

آ./م.ک.ص./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (23.05.2020):