1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

یونیسیف: ماشومان د جگړو او زورزیاتیو قربانیان دي

۱۳۹۶ دی ۷, پنجشنبه

د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو د مرستې وجهې صندوق «يونيسیف» په خپله وروستې څیړنې کې په نړۍ کې له یوه بې سیاري وحشت څخه پرده پورته کړې: د نړۍ په ډيرو جگړه ځپلو هیوادونو او سیمو کې ماشونان د جگړو هدف گرځېدلي دي.

https://p.dw.com/p/2q30Z
UNICEF Foto des Jahres
انځور: Zohra Bensemra/Reuters

په دغه رپوټ کې یونیسيف د نړې په مختلفو جگړه ځپلو سیمو کې د موجودو ماشومان غمجن وضعیت ته پام اړولی دی. د یونیسف د بیړنیو مرستو د پروگرامونو مشر مانوئیل فونتاین په نیویارک کې وویل چې ماشومان په «ډير سخت ټکان ورونکي» توگه د حملو هدف گرځي.

هغه زیاته کړه چې نړیوال حقوق په ډېر ناوړه توگه تر پښو لاندي کیږي. د یونیسيف د دغه چارواکي د وینا له مخې «ماشومان د حملو، تیریو او وحشت څخه ډکو زورزیاتیو هدف گرځول کیږي: په خپلو کورونو کې، په ښونځیو کې او حتی د ماشومانو په لوبغالو کې.»

د فونتاین په وينا د ماشومانو حالت په  جنوبي سوډان کې په ځانگړي توگه خراب دی. هلته پوځيانو او وسله والي ډلي له ‍۱۹ زرو ماشومانو څخه د کوچني سرتیرو په توگه کار اخلي. د یونيسیف د بیړنیو پروگرامونو د مشر د وینا له مخې، نوري ورته ناوړه بیلګې سړی په سوماليا،د کانګو ديموکراتيک جمهوریت، د مرکزي افریقا جمهوریت او مانميار کې يادولای شي.

د جگړو د ډيرو اړخونو په  تاکتيکونو  کې دا هم شامل دي، چې پر ماشومانو جنسي تيري وکړي، هغوی وتښتوي او د غلامانو په شان استعمال کړي يا هم کوچنۍ نجوني په جبري توګه واده ته مجبوره کړي. د یونیسيف نوموړي چارواکي یادونه وکړه چې دا ډول وضعیت د ميلونونو هلکانو او نجونو په غير مستقيم ډول د ژوند په بيه تمامیږي او هغوی خوارځواکۍ او رواني ځورونو له امله دردونه او رنځونه گالي.

د یونيسیف د رپوټ له مخې د ۲۰۱۷م کال په تیرو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې۷۰۰ ماشومان وژل شوي دي. په نایجریا او کامرون کې  بوکو حرام تروریستي ډلي ۱۳۵ماشومان ځانمرگو بریدونو ته مجبوره کړي دي. په عراق او سوریه کې له ماشومان څخه په جگړو کې د ډال (سپر) په توگه کار اخیستل کیږي. په یمن کې د ۱۰۰۰ ورځو جگړو په نتیجه کې تر اوسه پوری ۵۰۰۰ ماشومان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي او څه د پاسه یولس ميلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري.

dpa,kna, UNICEF(A.H/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: