1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه آلماني خپل لایسنس په ۴۹ دقیقو کې بیرته له لاسه ورکړ

۱۳۹۷ آبان ۳۰, چهارشنبه

یوه آلماني ځوان د موټر چلولو جواز تر اخیستو ۴۹ دقیقي وروسته بیرته له لاسه ورکړ. دغه ۱۸ کلن ځوان په دورتموند ښار کې د زیات سرعت له کبله پولیسو درولی وو.

https://p.dw.com/p/38dWx
Deutschland Polizeikontrolle
انځور: picture-alliance/dpa/P. Gercke

د آلمان پولیسو د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې یو ځوان دې ته اړ شو چې د موټر چلولو جواز تر اخیستو څو دقيقې وروسته هغه بيرته له لاسه ورکړ.

د پولیسو د سرعت د کنترول آلې په ایزرلون ښار کې یو موټر په نخښه کړ چې په یوه ساعت کې يي سرعت ۹۵ کیلومتره وو. خو ستونزه دا وه چې په دغه ساحه کې په یوه ساعت کې د ۵۰ کیلومتر سرعت اجازه وه.

کله چې پولیسو موټر غاړې ته کړ نو یو ۱۸ کلن ځوان موټر چلاوه او د هغه نور څلور ملګري هم په موټر کې ول چې ظاهرا غوښتل یي د دغه ځوان د لایسنس اخیستو جشن ولمانځي. له دغې پیښې یوازې ۴۹ دقیقي ترمخه دغه ځوان لایسنس اخیستی وو.

دغه ځوان باید اوس ۲۰۰ یورو جریمه ورکړي او پر دې سربیره د لایسنس د بیرته اخیستو له پاره کورس ته ولاړ شي. دغه ځوان اجازه نه لري چې څلور اونۍ موټر وچلوي.

پر دې سربیره ښایي چارواکي د هغه د موټر چلولو ازمایښتې دوره له دوو کلونو څخه څلورو کلونو ته لوړه کړي. دا په دې معنی دی چې په ورته شرایطو کې د دغه کس د لایسنس له لاسه ورکولو خطر لا پسې لوړیږي.

په داسې حال کې چې د آلمان د لویو لارو ځینې برخې د سرعت د حد د نه ټاکلو له کبله مشهوره دي، خو پولیس بیا د ګڼې ګوڼې په سیمو کې د سرعت د مقرراتو د پلي کیدو په برخه کې ډیر جدي دي. په دې برخه کې سرغړونکي له ۱۰ یورو څخه نیولی تر ۶۸۰ یورو پورې جریمه کیدای شي او تر درو میاشتو پورې ترې لایسنس اخیستل کیدای شي، خو دغه څه د ترافیکو له قوانینو څخه د سرغړونې په جدیت پورې اړه لري.