1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

یوه کس په پاریس کې خپل خور او مور په جړې ووژل

۱۳۹۷ شهریور ۱, پنجشنبه

د رپوټونو په حواله د پاریس په ټرپ سیمه کې یوه کس د چړې په واسطه خپل خور او مور ووژل او یو بل کس یې ټپي کړ. ځايي رسنیو رپوټ ورکړی چې بریدګر د پولیسو له لوري په ډزو وژل شوی.

https://p.dw.com/p/33clG
Frankreich Messerattacke bei Paris
انځور: Reuters/P. Wojazer

یوه بریدګر د فرانسې د پلازمینې پاریس ښار جنوبه ته په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت د ټرپ په سیمه کې د چړې برید کړی چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او یو بل کس سخت ټپي دي.

چارواکو ویلي دي چې وژل شوي کسان د برید کوونکي مور او خور ول. ټپي شوی کس یو لاروي وو. 

د رویترز خبري آژانس په حواله تر برید وروسته، بریدګر د پولیسو له لوري په ډزو وژل شوی. زیاته شوې ده چې دغه کس له ۲۰۰۶ کال راهیسې د پولیسو د څار په نوملړ کې شامل وو.

ځايي پولیسو د تویتر له لارې په یوه پیغام کې په دې موخه عملیات پای ته رسیدلي اعلان کړي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې بریدګر «جدي رواني» ستونزې لرلې. هغه روښانه کړې ده چې اوس دغه پیښه ترهګریزه نه بلل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د دغه برید پړه منلې ده. دې ډلې د خپلې ادعا د ثابتولو له پاره کوم سند نه دی وړاندې کړی.