1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۲هیوادونو د ښځو په وړاندې د طالبانو "سیسټماتیک تبعیض" غندلی

۱۴۰۲ شهریور ۲۹, چهارشنبه

د نړۍ د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د افغان ښځو د حقونو په اړه د جوړې شوې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض پای ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/4Wb1p
Afghanistan Kabul | Frauen Protestieren gegen Gewalt gegen Hazara
انځور: AFP/Getty Images


دغه غونډه د سې شنبې په ورځ د )د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر ۱۹« د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د لوګزامبورګ د بهرنیو چارو د وزیر په کوربه توب جوړه شوه.
د دغې غونډې په پای کې د جرمني، بلجیم، البانیا، کیپ ورد، کوستاریکا، کروشیا، ډنمارک، فرانسې، لوګزامبورګ، لشتن شټاين، مالتا او هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي تبعیض سره د مبارزې تر سرلیک لاندې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.


د دغو ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د طالبانو هغه فرمانونه په کلکه غندلي، چې د افغان ښځو او نجونو بشري حقونه او ازادۍ تر پښو لاندې کوي. دوی اندېښنه څرګنده کړې چې د طالبانو له خوا د دوی د جنسیت له امله د ښځو ځورونه »بنسټيزه« شوې ده.

د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو هغه کړنې چې له ټولنې څخه د ښځو د ایستلو لپاره کوي"د جنسیت پر بنسټ ځورونه او تعذیب او د بشریت ضد جرم ګڼل کېدای شي." د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو زیاته کړه چې "طالبان باید حساب ورکولو ته مجبور شي." تر دې مخکې د پوهنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي و، چې د نجونو پر زده کړو د بندیز په خاطر باید طالبان نړیوالې محکمې ته ور وپېژندل شي.


په دې اعلاميه کې چې د جرمني د بهرنيو چارو وزارت له خوا خپره شوې، ويل شوي چې د ملګرو ملتونو په ادارو او مرستندويه موسسو کې د ښځو پر کار بنديز د بشري مرستو او بنسټيزو خدمتونو پر وړاندې کولو اغېزه کوي او د ميليونونو افغانانو په ځانګړې توګه د هغو کورنيو ژوند له خطر سره مخامخ کوي چې ښځې یې مشري کوي.

اعلامیه کې ویل شوي چې د ښځو په وړاندې د طالبانو تبعیض "سیسټماتیک" دی او د افغانستان له ټولنې د افغان ښځو د حذف په تړاو د طالبانو پرېکړې په نړۍ کې بې ساري دي.


په اعلامیه کې راغلي: «موږ له طالبانو غوښتنه کوو چې سمدستي د بشري حقونو او ازادیو څخه سرغړونې پای ته ورسوي. موږ له طالبانو غواړو چې د ټولو افغانانو د حقونو ساتنه وکړي، ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار په ګډون اساسي حقونو او ازادیو ته د ازاد او مساوي لاسرسي اجازه ورکړي.«

په اعلامیه کې همدارنګه له طالبانو غوښتل شوي چې مدني بنسټونو، خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ د تامین لپاره "د ټولو افغانانو په ګډون د ښځو، نجونو او د توکمیزو ډلو او اقلیتونو په ګډون یوه ټول شموله سیاسي پروسه" اړینه ده.
د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه له افغان ښځو او نجونو سره پیوستون څرګند کړ.

 

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟