1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۹۲ هیوادونه د مهاجرت پر تړون توافق ته ورسېدل

۱۳۹۷ تیر ۲۳, شنبه

د دغه نړیوال تړون هدف دا ټاکل شوی دی چې مهاجرتونه په خوندي او منظم ډول ترسره شي. پرته له آمریکا څخه د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې ټول هیوادونه پر دې تړون سلا شوي دي. خو هنګري ويلي دي ممکن خپل لاسلیک بیرته واخلي.

https://p.dw.com/p/31Rfw
Mittelmeer MV Aquarius gerettete Bootsflüchtlinge
انځور: Reuters/SOS Mediterranee/Karpov

تر موافقې وروسته، نږدې د ټولو هیوادونو استازو د لاسونو په پړکا سره له یاد تړون څخه هرکلی وکړ. دوی وتوانیدل وروسته له ۱۸ میاشتو خبرواترو څخه یو ګډ سند تصويب کړي.

دا سند له قانوني پلوه الزامي نه دی او ټاکل شوې ده چې د روان کال په دسمبر میاشت کې به په مراکش کې د یوې بلې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول لاسلیک شي. خو دا چې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې ټولو غړو یې په اړه موافقه کړې ده، یو بریالیتوب ګڼل کیږي.

دا تړون په نړیواله کچه د مهاجرت لړۍ د تنظيم په برخه کې لومړنې سند دی. د دې هدف د قانوني مهاجرت پر نویو قانوني لارو چارو غور کول دي.

د ملګرو ملتونو د استازو په وینا د دې تړون د تدوين هدف د مهاجرت په برخه کې د هیوادونو تر منځ د همکارۍ رامنځته کول ښودل شوی دی. سربیره پر دې د دې موافقې په چوکاټ کې، مهاجرتونه باید د هیوادونو د خپلواکۍ په مراعتولو سره په امنه فضاء او منظم ډول جریان پیدا کړي.

له امریکا متحده ایالاتو پرته د نړۍ د ۱۹۲ هیوادونو استازو دغه سند لاسلیک کړ. امریکا متحده ایالاتو د تیر کال په دسمبر میاشت کې په دې برخه کې له خبرو اترو څخه انکار وکړ او وی ویل چې د دې تړون یو شمیر مادې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د مهاجرت له سیاست سره هم غږي نه لري.

مهاجرت د یوه فرصت په توګه

دغه تړون چې د ۲۳ هدفونو درلودونکی دی په نړیواله کچه د مهاجرت د جریانونو د کنترول او تنظيم د بهترولو له پاره رامنځته شوی دی. د ملګرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ په اوس وخت کې په ټوله نړۍ کې ۲۵۰ میلیونه انسانان د خپل ژوند له پاره د یوه نوي ځای په لټه کې دي چې دا د ټولې نړۍ د نفوس دری سلنه برخه تشکيلوي.

خو د نړۍ د مدیریت سلاکار شرکت (McKinsey and Company)، د څیړنې له مخې دغه دری سلنه برخه بیا د ټولې نړۍ د ملي ناخالص توليد ۱۰ سلنه برخه ترلاسه کوي.

Südspanien Guardia Civil Bootsflüchtling
ملګري ملتونه هیله لري چې مهاجرت دې د یوې مثبتې نړیوالې پديدې په توګه په رسميت ؤ پيژندل شي. انځور: Reuters/J. Nazca

د ملګرو ملتونو عمومي مونشي انتونیوګوتیرش، دغه سند یو با ارزښته بریالیتوب بللی دی او له غړو هیوادونو څخه یې غوښتي دي چې مهاجرت دې د یوې مثبتې نړیوالې پديدې په توګه په رسميت ؤ پيژني.

د نړیوال مهاجرت په برخه کې د ملګرو ملتونو مامورې لویزه اربور، وویل چې ډیري هیوادونه له دې فرضیې سره هم نظره دي چې ښه او سازمان ورکړل شوی مهاجرت ښې پایلي لري.

د هغې په خبره د «غیرقانوني مهاجرت» په څیر اصطلاحات تحقيرونکي دي. هیڅ څوک هغه انسانان چې مالیه نه ورکوي غیرقانوني مالیه ورکونکي نه نوموي.

میرمن اربور، وویل دا وړاندیز کوي چې دوی ته دې « غیرعادي مهاجرو» اصطلاح دې وکارول شي او د مجرمينو په شان چلند ورسره ونه شي.

آیا هنګري کار خرابوي؟

تر موافقې وروسته خوشحالۍ ډیر وخت دوام ونه کړ. د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پتر سیارتو، اعلان وکړ چې ممکن هیواد یې د مهاجرو د تنظيم په اړه له دې موافقې څخه ووزي.

هغه وویل: حکومت یې ویره لري هسې نه چې لاسلیک کونکي هیوادونه مجبوره شي چې د پناه غوښتونکو او مهاجرو پر مخ خپل سرحدونه خلاص کړي. سیارتو زیاته کړه: هنګري د تړون له هغه اصل سره موافقه نه لري چې مهاجرت «یو اساسي بشري حق» دی. هغه وویل چې د وکتور اوربان په مشرۍ د دغه هیواد حکومت به راتلونکي اونۍ مشوره وکړي چې آیا غواړي له دې نړیوال تړون څخه ووزي او که نه.