1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۲۰۰ زره نفوسي ښار ۱۰۰ زره مهاجر ځای کړي

۱۳۹۶ تیر ۸, پنجشنبه

موبي د نايجيريا هيواد په شمال ختيځ کي پروت يو تجارتي ښار دی چي نژدې ۱۰۰ زره مهاجرو ته يې ځای ورکړی دی. که څه چي په دغه ښار کي د مهاجرو له پاره د کار مواقع زياتي دي، خو بيا هم ناراضيتونه هم سته دي.

https://p.dw.com/p/2fYJd
Mubi, Nigeria, Markt Mubi
انځور: DW/A. Staeritz

بوکو حرام په نايجيريا کي هغه وسله واله ډله ده چي په ټوله نړۍ کي په زياته بيا د هغه راهيسي زياته پېژندل کيږي چي تقريبا ۳ کاله ترمخه يې په سلهاؤ د ښوونځي انجونې د هيواد په شمالي ايالت بورنو کي له چيبوک سيمي څخه وتښتولې. زيات شمېر دغه تښتول سوي انجوني لا تر اوسه خپلو کورنيو ته نه دي رسېدلي.

بوکوحرام غواړي چي د نايجيريا په شمال کي يو اسلامي دولت رامنځ ته کړي. و دغه مقصد ته د رسېدو له پاره د دغه وسله والې ډلې په وسله واله مبارزه کي په لسهاؤ زره انسانان وژل سوي او په په سلهاؤ زره نور هجرت ته اړ سوي دي.

بوکو حرام د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر مياشته کي د هيواد به شمال ختيځ کي پروت تجارتي ښار موبي تر خپل کنټرول لاندي راوست. دغه ښار د ګاونډي هيواد کامرون څخه په ۱۰ کلومترۍ کي واقع دي. خو د نايجيريا هيواد پوځ په دې وتوانېدی چي دغه ښار چي ۲۰۰ زره اوسېدونکي لري، پسله ۴۰ ورځو بېرته له بوکوحرام څخه ونيسي.

پرانستي دروازې

د هغه وروسته د دغه ښار هغه اوسېدونکي چي له بوکوحرام څخه تښتېدلي ول، هغوی بېرته خپلو کورونو ته راستانه سوه، او د نورو هغو مهاجر له پاره يې د خپلو کورونو دروازې پرانستلې چي د بوکو حرام څخه په تېښته کي دي. يو شمېر لويو مځکه لرونکو خپلي يو برخه مځکي و مهاجرو ته ورکړي چي ځان ته ورباندي اجناس وکري. يو شمېر نور مهاجر لکه ۲۳ کلن الګوني ابراهيم بيا په موبي کي د کاريګرو په توګه کار کوي.الګوني ابراهيم وايي: «ما پخوا دلته په بازار کي د خلکو سره پلنډي پورته کولې، د لارۍ موټرو په خالي کولو او بارولو کي مي مزدوري کوله، او کله ناکله به مي له کوم ملګري څخه د يو يا دوو ورځو له پاره رکشه تر لاسه کړه. بعضي وختونه به ما د خلکو سره کومک کاوه چي خپلي درنې سوداوي تر کور پوري ورسوي.»

خو ابراهيم چي د خياطۍ يا کالو ګنډلو کسب يې زده کړی دی، اوس د خياط په توګه کار کوي او وايي چي د پخوانيو مزدوريو په پرتله ۱۰ چنده زياتي پيسې ګټي او حتی د هيواد په شمالي ښار ميدوګوري کي واقع مهاجر کمپ کي خپلې کورنۍ ته پيسې هم لېږي. ابراهيم وايي چي هغه کورني مهاجر چي يو کسب يې زده وي، هغوی په موبي ښار کي ژر کار پيدا کولای سي.

لوی انتقالي کمپ

د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د سازمان UNHCR په مرسته اوس نايجيريا او د کامرون هيوادونه غواړي چي په موبي کي د هغوی مهاجرو له پاره يو مؤقتي کمپ جوړ کړي چي له بوکوحرام څخه کامرون ته تښتېدلي ول، خو اوس غواړي بېرته خپل هيواد نايجيريا ته راستانه سي. په دې ترڅ کي د دې له پاره چمتو والی نيول کيږي چي تقريبا ۸۰ زره مهاجر له کامرون څخه و سرحدي ښار موبي ته راوستل سي او له دغه ځای څخه يې و خپلو پلرني سيمو ته د ترانسپورت آسانتياوي برابري کړل سي.

د موبي ته د مهاجرو راتګ د دغه هيواد په اقتصادي وده کي هم زياته مرسته کړې ده. په داسي حال کي چي دغه ښار تقريبا ۱۰۰ زرو مهاجرو ته ځای ورکړی دی، په دغه ښار کي کوچني دکانونو او کاروبارونو او په همدې توګه زراعتي حاصلاتو هم پراختيا موندلې ده. لکه د ځايي ادارې مشر کبيرو بوبا عيسی چي وايي: «معلومه خبره ده چي دلته ګټه سته، اقتصادي وده زياته سوې او منافع هم ورسره زياته سوې ده. خو دلته زورور پر مخ ځي. که څوک زورور وي نو ژوندی پاته کيدلای سي. که څوک خلک پېژني ژوندی پاته کيدلای سي. دلته وضعه داسي ده چي بډای لا زيات بډای کيږي او بې وزله لا زياته بې وزله کيږي.»

په موبي ښار کي عيسويان او مسلمانان د ګاونډيانو په توګه سره ګډ ژوند کوي. ځايي خلک وايي چي پخوا د دواړو اديانو سره تړاو درلودونکو انسانانو ډېر د ورور ګلوۍ ژوند سره کوئ، چي اوس پکښي نارضايتونه او خپلمنځي شکونه زيات سوي دي. لکه د يوې ځايي کليسا کشش ډين هاريسن چي وايي: «موبي هغه د پخوا په شان نور نه دی پاته. موږ د شک و شبهې په حالت کي ژوند کوو. مسلمان پر مسيحي او مسيحي پر مسلمان شک کوي او نور هغه د پخوا په شان د ورونو په توګه ژوند نه سره کوي. دا د هغه راهيسي چي د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۲۱مه چي کله بوکوحرام دغه ښار ونيوی، نو په هغه ورځ د ښار ټولو کليساؤ ته اور واچول سو.»

په موبي کي اوسېدونکي اکثر مهاجر وايي چي په دې انتظار دي چي په خپلو سيمو کي يې امن راسي او دوی بېرته خپلو کورونو ته ستانه سي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.08.2015):

Mubi, Nigeria, Algoni Ibrahim, Schneider
ابراهيم وايي چي په کالو ګنډلو تر عامي مزدورې لس چنده زياتي پيسې ګټيانځور: DW/A. Staeritz