1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان د کودتا کوونکو د اعدامولو په اړه خبرې کوي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ تیر ۲۸, دوشنبه

د ترکیې جمهور ریئس رجب طیب اردوغان، ویلي دي چې د خپل حکومت پر ضد په کودتا کې ښکیلو کسانو ته به د اعدام سزا ورکولو په اړه بحث وکړي. په ترکیې کې له ۱۹۸۴ کال راهیسې څوک نه دي اعدام شوي.

https://p.dw.com/p/1JQbl
انځور: Reuters/M. Sezer

اردوغان د یکشنبې په ورځ وویل چې په ناکامه کودتا کې د ښکیلو کسانو له پاره د اعدام سزا په ورکولو کې به ځنډ را نه شي. هغه زیاته کړې ده چې حکومت به له اپوزیسیون سره د اعدام سزا د یو ځل بیا رامنځ ته کولو په اړه بحث وکړي.

ولسمشر چې د یکشنبې په ورځ یې په ناکامه کودتا کې د یو شمیر وژل شویو کسانو په جنازه کې ګډون کړی وو، دغه څرګندونې د ډیرو کسانو پر وړاندې وکړي. د هغه د وینا پر مهال د خلکو له منځه داسې شعارونه را پورته کیدل: «موږ اعدام غواړو.»

اردوغان د دغو شعارونو په ځواب کې وویل: «موږ ستاسو غوښتنه اوریدلې ده. په دیموکراسۍ کې هر هغه څه چې خلک یې غواړي، لاس ته راوړي. موږ ستاسو پر دې غوښتنه سترګې نه شو پټولی.»

ولسمشر اردوغان زیاته کړه: «موږ به دغه بحث د ډیر وخت له پاره و نه ځنډوو. ځکه هغو کسانو چې په دغه هیواد کې د کودتا هڅه کړې ده باید د خپل کار تاوان ورکړي.»

ترکي ولسمشر روښانه کړې ده چې حکومت به یې له اپوزیسیون سره په تماس کې شي چې د اعدام سزا په اړه یوه ګډ دریځ ته ورسیږي.

په ترکیې کې له ۱۹۸۴ کال راهیسې څوک نه دي اعدام شوي. دغه هیواد په رسمي توګه په ۲۰۰۴ کال کې د اعدام سزا بنده کړه. دا اقدام په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د شاملیدو د هڅو یوه برخه وه.

نور کسان هم نیول شوي دي

د ترکیې اپوزیسیون، چې ډیر وخت د حکومت له خوا پرې سختې نیوکې کیږي، په دغه هیواد کې د دیموکراسۍ د لا پیاوړي کیدو غوښتنه کړې ده. اردوغان له ۱۳ کلونو څخه د ډیرې مودې له پاره په واک کې پاتې شوی دی او ورباندې تور دی چې ورځ تر بلې لا ډیر د زورواکۍ په لور روان دی. خو اردوغان بیا په امریکا متحده ایالاتو کې میشت فتح الله ګولن، باندې تور لګوي چې کودتا یې پر لار اچولې ده. خو ګولن بیا دغه تورونه ردوي.

د یکشنبې په ورځ هم د ترکیې په بیلابیلو سیمو کې نښتې روانې وې. ترکیې د جمعې له شپې راهیسې څه نا څه ۶۰۰۰ کسان د ناکامې کودتا په تړاو نیولې دي. د نیول شویو کسانو په ډله کې ۷۰ جنرالان او بریدمنان شامل دي.

په قونیه کې هم د پوځ او د کودتا د پلویانو تر منځ نښتې شوې دي. یوه ترکي چارواکي ویلي دي: «موږ دا خبره تصدیقولی شو چې د قونیې په هوایي ډګر کې نښتې رامنځ ته شوې دي. نښتې د پوځ او هغو یاغیانو تر منځ دي چې نه غواړي تسلیم شي.»

له بلې خوا یوې دولتي سرچینې ویلي دي چې د استانبول په صبیحه ګوکچن نړیوال هوایي ډګر کې هم د دولتي ځواکونو پر کودتا چیانو د خبرداري فیرونه کړي دي چې مقاومت یې کاوه. ویل شوي دي وروسته بیا دغه ډله تسلیمه شوې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب