1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلو پر غزې باندې ځمکنی برید پیل کړ

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۲۷, جمعه

تر یوه لنډ اوربند وروسته اسرائیلو د پنجشنبې په ماښام پر غزې باندې د ځمکې له لارې له درنو وسلو سره برید وکړ. ویل شوي چې د دغې حملې هدف د حماس د توغنديو زیرمې او هغه تونل دی چې فلسطینانو پر اسرائیلو د برید له پاره ایستلی.

https://p.dw.com/p/1CeuW
انځور: picture-alliance/dpa

د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند وویل: «د فلسطیني تندلاري سازمان حماس پر ضد د بريدونو یو نوی پړاو پیل شو.» نوموړي زیاته کړه چی له هوا، سمندر او ځمکې څخه د لسو ورځو بریدونو په تعقیب، اوس وضعیت دې مرحلې ته ورسید چې پوځ په ځمکنۍ حملې لاس پورې کړي. د اسرائیلي پوځ د وینا له مخې هدف دا دی چې د اسراییلي اتباعو ژوند محفوظ وساتل شي او په غزه کې د حماس د تندلارې ډلې «د ترور بنسټیز تأسیسات» ویجاړ شي. حماس له څو کلونو را په دې خوا په غزه کې حکومت کوي.

حماس د اسرائیلو د ځمکني برید پر وړاندې گواښ کړی

د اسرائیلو د صدراعظم بنیامین نیتانیاهو، د دفتر له خوا ویل شوي دي چې د اسراییلو د امنیت کابینې تر هغه وروسته د ځمکني برید پریکړه وکړه چې حماس د مصر په مینځگړیتوب د اوربند یو پلان رد کړ. د اسرائيلي پوځ د وینا له مخې د هغه ځواکونو پر غزې باندې له جنوب، شمال او ختیځ څخه حملې پیل کړې دي.

د دی ستر یرغل له پاره اسرائیلو ۸۰۰۰ احتیاط سرتیري هم راجلب کړي دي. دغه تصمیم د اسرائیلو حکومت له دې مخکې منظور کړی وو. له دې سره د اسرائیلو د پوځ شمیر ۷۰ زرو ته رسیږي. حماس په خپل وار سره گواښ کړی دی چې اسرائیل به د خپل ځمکني یرغل له پاره «ډیر لوړ تاوان ورکړي».

د اسرائیلو د حملو یو سترهدف هغه یو تونل دی چې حماس له غزې څخه اسرائیلو ته ترځمکې لاندی ایستلی دی. د پنجشنبه په ورځ د اسرائیلو پوځ وویل چې د دغه تونل له لارې يې اسرائیلو پر یوی سیمی باندې د فلسطینیانو د برید مخه نیولې ده. د اسرائیلود پوځ یوه ویاند وویل چې په دې پیښه کې ۱۳ وسلوال کابو ۲۵۰ متره د اسراییلو خاورې ته ننوتی وو.

ویل شوي دي چې د اسرائیلو هوایي ځواک په دې هیواد کې د نوموړي تونل خوله بمباری کړې ده. او په دې ډول یې د «کیبوز سوفا» په نامه سیمه کی پلان شوې حمله شنډه کړه. اسرائیل له دغه تونل څخه په دې وجه هم ویره لري چی فلسطینیان کولای شي اسرائیلو ته ننوځي او د خپلو فلسطینی بندیانو د خوشی کولو په موخه اسرائیلی اتباع اختطاف کړي.

د تشدد دغه نوی پړاو تر هغه وروسته پیل شو چې د یوه اوربند له پاره هیلې پیدا شوې. دواړو اړخونو د ملگرو ملتو په وړاندیز یو پنځه ساعته اوربند مراعات کړ ترڅو د غزې بی وزلو او اړو خلکو ته د مرستې توکي ورسول شي. یوه شپه مخکی له هغې په قاهره کې د اسرائیلو او د حماس د مرکچینانو لومړۍ غیر مستقیم خبرې اترې پای ته ورسیدې. آن د نوموړي پنځه ساعته اوربند په ترځ کې هم له غزې څخه په ځینو لمسونو لاس پورې شو. فلسطینی زور پالونکو له غزې څخه د اسرائیلو د ایشکول پر سیمه باندې څو هاوانونه وتوغول. د اسرائیلو د پوځ د شمیرنې له مخې د اوربند له پای څخه سمدلاسه وروسته د حماس د سازمان پوځي څانگې ۱۰۰ توغندي پر اسرائیلو وتوغول.

د مرگژوبلې لوړه کچه

د فلسطینی حملو په ځواب کې اسرائیلي پوځ پر غزې باندې خپل بریدونه تند کړل. د فلسطینینانو د ژغورنې د چارواکو د وینا له مخې د لس ورځو را په دې خوا د اسرائیلو په حملو کې لږ تر لړه ۲۴۰ فلسطینان وژل شوي او ۱۸۰۰ نور ټپیان دي. حماس له غزی څخه تر اوسه پورې ۱۳۰۰ توغندي پر اسرائیلو باندې توغولي دي. د اسرائیلو د وینا له مخې په دغو حملو کې یوازې یو اسرائیلي وگړی وژل شوی دی. د «YNETNEWS» د انترنتي پاڼې د رپوټ له مخې اسرائیلی توپخانو او جنگي څرخي الوتکو د غزې په تراړې کې د «بیت حنون او بیت لاهیه» سیمو باندې ډزې وکړې. د فلسطین د ژغورنې د چارواکو د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه درې تنه چې په کې یو ماشوم هم شامل وو، ووژل شول.

فلسطیني ژغورونکي کارکونکي وایي چې د تیرو لسو ورځو په ترڅ کې د اسرائیلو په حملو کی تر اوسه پوری لږ تر لږه ۲۴۰ فلسطینینان وژل شوي او ۱۸۰۰ نور ټپیان دي. د اسرائیلو د پوځ د شمیرنی له مخې د حماس ریدکالې ډلې پر اسرائیلو باندې ۱۳۰۰ توغندي توغولي دي چې په هغو کې یو اسرائیلی وژل شوی دی. د اسرائیلو او حماس تر منځ دغه نوې نښتی د درې اسرائیلي ځوانکیانو د اختطاف او مړینی او د یو فلسطینی ځوانکي چی ویل کیږی د اسرائیلی ځوانکیانو د وژلو په بدل کې ژوندی وسوځول شو، پیل شوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب