1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامي دولت د کابل د برید پړه پر غاړه واخیسته

آژانسونه۱۳۹۵ مرداد ۲, شنبه

د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د کابل د چاودنو چې له کبله یې ۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، پړه پر عاړه اخیستې. چاودنې په کابل کې د مظاهرو پر مهال شوې دي.

https://p.dw.com/p/1JUlN
Afghanistan Kabul Selbstmordattentat
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د اسلامي دولت د ترهګرې ډلې خبري آژانس اعماق، د شنبې په ورځ په کابل کې د دوو ځانمرګو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده. دغه خبري آژانس ویلي دي: «د اسلامي دولت دوو جنګیالیو د افغانستان په کابل ښار کې د شیعه ګانو په یوې غونډه کې خپل ځانونه الوزولي دي.»

تر دې مخکې طالبانو د کابل په چاودنه کې لاس لرل رد کړي وو. د دغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، په یوه بیانیه کې د کابل پیښه د «دښمن حلقاتو» کار بللی وو.

د وژل شویو کسانو شمیر لوړ شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د کابل د شنبې ورځې په چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمیر ۸۰ تنو ته رسیدلی دی. زیاته شوې ده چې د پیښې له کبله ۲۳۱ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د عامه روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاوسي، د آلمان خبري آژانس ته ویلي وو چې په کابل کې د مظاهرو پر مهال دوو چاودنو لږ تر لږه شل کسان وژلي او ۱۶۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

Afghanistan Kabul Selbstmordattentat
انځور: picture-alliance/dpa/H. Amid

لا تر اوسه پورې هم د چاودنو د څرنګوالې په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي. خو د پیښې عیني شاهدانو ویلي دي چې چاودنې ډیرې پیاوړې وې او په سیمه کې یې د ډیرو کسانو مړي لیدلي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني، دغه چاودنه غندلې او د پیښې له کبلې یې ژوره خواشینې څرګنده کړې ده. د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په یوې خپره شوې بیانیه کې د ولسمشر په حواله راغلي دي: «فرصت طلبو ترهګرو نن د احتجاج کوونکو په منځ کې چاودنې کړې چې له کبله یې د امنیتي ځواکونو په ګډون یو شمیر افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.»

Afghanistan Kabul Proteste Hazara Minderheit Stromversorgung
انځور: DW/H. Sirat

تر چاودنې وروسته وضعیت

د سیمه ییزو رسنیو ژوندۍ نشرات پراګنده او قهرجن مظاهره کوونکي ښيي خو ویل کیږي چې اوس روغتیایي کارکوونکي او امنیتي ځواکونو قربانیان له سیمې څخه لیږدولي دي.

د کابل د جنایي څیړنو ادارې مشر فریدون عبیدي، ویلي دي چې لا تر اوسه پورې د چاودنې څرنګوالی روښانه نه دی.

په کابل کې د شنبې په ورځ په زرهاو کسانو د بریښنا د یوې پروژې په تړاو مظاهره وکړه. مظاهره کوونکي له حکومت څخه غواړي چې دغه پروژه دې د بامیانو له لارې عملي شي خو حکومت بیا وایي چې په پروژې کې به بدلون را نه ولي.

Afghanistan Kabul Proteste Hazara Minderheit Stromversorgung
انځور: DW/H. Sirat

د مظاهرې یوه تنظیموونکي جواد ناجي، د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دي: «زه د مظاهره کوونکو په منځ کې وم چې لوړه چاودنه وشوه. ډیر شمیر کسان وژل او یا هم ټپي شوي دي. زه په شوک کې یم.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب