1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الکوزی: د افغان میوو په صادراتو کي زیاتوالی راغلی

۱۳۹۰ شهریور ۵, شنبه

د افغانستان دسوداګرۍ اوصنایعوخونو چارواکو د تیرکال په پرتله بهر ته د لمدو میوو په صادراتو کی د پام وړ زیاتوالي خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/12Od8
افغانې مېوې زيات مينه وال لري
افغانې مېوې زيات مينه وال لريانځور: DW

د سوداگرۍ اطاق د شمیرو له مخې چې د روان کال په لومړیو پینځو میاشتو کی یی بیلا بیلو هیوادونو ته د شاوخوا یو سل اوشل ملیونه امریکایی ډالرو په ارزښت لمده میوه صادره کړي ده. په داسي حال کې چې د تیر کال په لومړیو پینځو میاشتو کې د لمدو میوو د صادراتو ټولیزه بیه داتیا ملیونو امریکایی ډاروپه شاوخواه کی وه.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزي د وینا له مخې چې ډیری میوی پاکستان،ایران، دوبۍ او هند ته صادري شوي دي. د الکوزي د وینا له مخې چی سږ کال یی یوازی دری اتیا سلنه میوې پاکستان ته صادري کړي دي خو که د دوبۍ او هند بازارانو ته د افغان سوداګرو لاس رسی آسانه وای نو د لمدو میوو له اړخه به د افغانستان د عوایدو کچه دری برابره زیاته وای:

« مونږ مجبور یو چی دا میوی خرابي نه سي پاکستان ته صادري کړي، په دې خاطر چې د پاکستان د ترانسپورت سیستم په برخه کی مونږ ډیري ستونزي لرو او دغه ملک په اسانۍ سره اجازه نه راکوي چی د هغوي له لاري نړیوالو بازارونو ته لاره پیدا کړو.»

تیر کال کابل اواسلام آباد د واګۍ بندر ته د افغان سوداګرو د هغو لاریو په تګ هوکړه وکړه چې د پاکستان له خاوري تیریږي. خو تر اوسه پوري داسي ښکاري چې افغان سوداګر په آسانۍ سره نسي کولای چی هندي بازارانو ته د ګاونډي پاکستان له لاري خپل سوداګرۍ مالونه ولیږدوي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو د مرستیال پر وینا چی هند ته د افغاني میوو د صادراتوپه برخه کی ډير خنډونه شتون لري اودوي یوازي طبي بوټي سږ کال د هوایی ترانسپورت په مټ هند ته لیږدولی دي.

په همدی حال کی یو شمیر سوداګر اود هغوي ملاتړکونکي ادارې له دوی سره په بیلا بیلو برخو کی د افغان حکومت له نه همکارۍ سر ټکوي.

په افغانستان کی د پانګوالي د ملاتړ اداری ( ایسا) مشر نور الله دلاوري هم همدا خبره کوي. دلاوری وایی چی سوداګر په بیلا بیلو برخو کی له ستونزو سره مخ دي او له دغی برخی هغوي ته د بانکونو له لوري د پورونو نه ورکړه تر ټولو جدي ستونزه ده:
 

« که چیرته زمونږ یو سوداګر وغواړي چی خپلو سوداګریزو پروګرامونوته پراخوالی ورکړي نو نوموړی بانکي پورونو ته اړتیا لري، له بدی مرغې چی افغان حکومت او مرکزي بانک له سوداګرو سره په دغه برخه کی هیڅ راز مرسته نه کوي.»

د ایسا اداری مشر همدا راز وویل چی که له یوه لوري امنیت د سوداګرو پانګی له خطر سره مخامخ کړي له بل لوري د حکومت یو لړ هغو قوانینو هم سوداګرو ته کړاونه جوړ کړي کوم چې له کلونو راهیسي نافذ دي.

دلاوري د دغه راز قوانینو د تعدیل غوښتونکی سو چی پر وینا یی له تعدیل پرته یی د سوداګرو ستونزي نسي لري کیدای.

ميرويس جلالزی/کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی