1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوبا له نوماندانو سره تلیفوني اړیکې نیولې دي

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۱۸, چهارشنبه

د امریکا ولسمشر د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو څخه غوښتي دي چې د ادعا شویو درغلیو په هکله د تحقیقاتو پروسې ته اجازه ورکړي. هغه د ناقانونه اقداماتو په صورت کې د امریکا د مرستو د قطع کیدو خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1CYY5
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د افغانستان د ولسمشرۍ له مخکښ کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي سره د سه شنبې په ورځ تلیفوني خبرې اترې کړي دي. دغه خبرې اترې د ولسمشرۍ له بل نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله سره د بارک اوباما تر تلیفوني اړیکې یوه ورځ وروسته شوې دي. د اسوشیتد پرېس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د بارک اوباما دې اقدام ته د یوه بهرني هیواد په ټاکنو کې د مداخلې د یو غیر عادي گام په سترگه کتل کیږي.

د سپینې ماڼۍ د وینا له مخې بارک اوباما، دواړو کاندیدانو ته ویلي دي چې متحده ایالات د درغیلو د تورنو په سمه توگه د څیړولو هیله لري. زیاته شوې ده چې اوباما همداشان له دواړو نوماندانو څخه غوښتي دي چې هغه څه تعقیب کړي چې د افغانستان ملي یووالی کمزوری نه کړي.

د سپینې ماڼۍ له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «بارک اوباما دې خبرې ته اشاره کړې ده چې د تاوتریخوالي او ناقانونه کړنو د رامنځ ته کولو له پاره هیڅ کومه توجیه نه شته او دغه کار به له افغانستان سره د متحده ایالاتو د مرستو د قطع کیدو په بیه تمام شي.»

د اسوشیتد پریس خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي دي چې ښایي دغه سخت اخطار د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله ته متوجه وي چې تیره ورځ یې په کابل کې د خپلو زرگونو پلویانو پر وړاندې په دوهم پړاو ټاکنو کې د بریالیتوب ادعا وکړه او آن د هغه ځینو ملاتړو له ډاکټر عبدالله څخه د یوه «موازي حکومت» د جوړولو غوښتنه وکړه.

ډاکټر عبدالله ادعا کړې ده چې په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلۍ شوې دي. د لومړنیو پایلو له مخې ډاکټر عبدالله تر اشرف غني احمدزي شاوخوا یو میلیونه رایې وروسته دی. ډاکټر عبدالله د سه شنبې په ورځ وویل چې د تقلبي رایو پایلې ردوي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي سکرتر جوش ایرنیست، ویلي دي چې د درغلیو د څیړلو پروسې سر ته رسیدو ته باید اجازه ورکړل شي. هغه وړاندې ویلي دي: «لومړنۍ پایلې وروستۍ او الزامي پایلې نه دي او وروستۍ پایلې نه شي اټکل کیدای.»

دا د یوه امریکایي ولسمشر له پاره غیر عادي خبره ده چې د ټاکنو په دوران کې دې له بهرنیو کاندیدانو سره خبرې اترې وکړي. خو د سپنې ماڼۍ په وینا د بارک اوباما، په نظر د وضعیت د جدیتوب او همداراز په افغانستان کې د ثبات ساتلو له پاره د متحده ایالاتو لیوالتیا ته په کتو سره دا خبرې اترې مهمې وي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوشنبې په ورځ د دوهم پړاو ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې. د دغه پایلو له مخې اشرف غني احمدزی تر خپل سیال ډاکټر عبدالله مخکې دی. خو د ټاکنو کمیسیون وویل چې هیڅوک هم گټونکی نه شي اعلانیدای ځکه چې د درغلیو د ادعاوو له کبله باید د وروستیو پایلو تر اعلانیدو مخکې په یو شمیر رایې تفتیش شي. د لومړنیو پایلو له مخې اشرف غني ۵۶،۴۴ سلنه او ډاکټر عبدالله ۴۳،۵۶ سلنه رایې گټلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې ډاکټر عبدالله ۴۶ سلنه او اشرف غني احمدزي ۳۱،۶ سلنه رایې گټلې وې.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن، د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې په ټاکنو کې د درغلیو تورونه د انديښنې وړ دي. هغه له دواړو نوماندانو څخه غوښتي دي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو له چارواکو سره په گډه کار وکړي ترڅو «د حل یوه داسې لاره پیدا کړي چې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د اعتبار ډاډمنتیا ورکړي.»

راسموسن دغه څرگندونې له بارک اوباما سره تر لیدنې کتنې وروسته کړي دي. په دغه لیدنه کتنه کې دواړو مشرانو په ستمبر میاشت کې په ویلز، کې د ناټو د راتلونکي سرمشریزي د پلانونولو سربیره د اوکراین او افغانستان د موضوعاتو په هکله هم خبرې اترې کړي دي. د روان میلادي کال په وروستیو کې به د راسموسن کاري دوره پای ته ورسیږي او د دندې تر ختمیدو د مخه دا سپینې ماڼۍ ته د هغه وروستی سفر وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب