1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه: اروپا دې ترکانو ته د پرته له ویزې سفر شرایط برابر کړي

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۳۱, سه‌شنبه

ترکي مشرانو له اروپايي ټولنې غوښتي دي چې اروپايي هیوادونو ته د دغه هیواد د وګړو د پرته له ویزې سفر پر ژمنې ټینګ پاتې شي. اروپا د کډوالو د کړکیچ د کنترولو په موخه له ترکیې سره د یوه تړون په ترڅ کې په دې اړه توافق کړی وو.

https://p.dw.com/p/1IYAw
انځور: Getty Images/AFP/O. Kose

د ترکیې لومړي وزیر احمد داوداغلو، ویلي دي چې که اروپايي ټولنه د جون تر میاشتې پورې د ترکیې د اتباعو له پاره د خپلې ویزې په قوانینو کې اسانتیا رامنځ ته نه کړي نو د دې امکان شته چې د اروپا او ترکیې تر منځ د کډولو په اړه تړون له ستونزو سره مخامخ شي.

هغه د انقرې په هوایي ډګر کې د ستراسبورګ په لور تر حرکت مخکې، وویل: «دا یو دوه اړخیزه تړون دی. که اروپايي ټولنه د دې تړون له پاره اړین اقدامات نه شي کولای نو له ترکیې څخه هم د اقداماتو تمه نه شي کیدای.»

تر دې مخکې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد پارلمان ته ویلي وو چې که اروپايي ټولنه پر خپلو ژمنو ثابته پاتې نه شي نو ترکیه به دغه تړون لغوه کړي. هغه پارلمان ته په یوې وینا کې وویل: «له اروپايي ټولنې سره زموږ تړون ډیر واضیح دی. موږ غواړو چې دغه بشري ناورین له منخه ولاړ شي، زموږ اتباع پرته له ویزې سفر وکړي او د ګمرکونو اتحاد باید تازه شي. که اروپايي ټولنه د کډوالو په اړه تړون کې پر خپلو کړو ژمنو ثابته پاتې نه شي نو موږ به ټولې موافقې لغوه کړو.»

تر دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، هم له اروپايي ټولنې څخه د اقداماتو غوښتنه کړې وه، خو د لومړي وزیر څرګندونې تر اوسه پورې دې ټولنې ته د ترکیې له خوا تر ټولو واضیح ګواښ دی.

اروپايي ټولنې تیره میاشت له ترکیې سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې دغه ټولنه د ترکیې له لارې رسیدلي کډوال بیرته دې هیواد ته استوي. د دې په بدل کې ترکیې ته د شپږ میلیاده یورو ژمنه شوې. پر دې سربیره اروپايي چارواکو له ترکیې سره توافق کړی دی چې د دې هیواد وګړو ته به د پرته له ویزې سفر شرایط برابروي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب