1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران د اټومي پروګرام په هکله نړیوال همږغي ندي

۱۳۹۰ آبان ۲۱, شنبه

د ايران د ممکنه اټومي ګواښ په وړاندي به نړۍ څرنګه غبرګون وښيي؟ آلمان د سختو بنديزونو غوښتنه کوي خو چين او روسيه د نوؤ بنديزونو مخالفت کوي. په عيني حال کي پر ايران د پوځي بريد امکانات هم زیات سوي دي.

https://p.dw.com/p/139VY
د اتمي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي دي چې ایران په ۲۰۱۰ کې په اټومې وسلو کار کاوه
د اتمي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي دي چې ایران په ۲۰۱۰ کې په اټومې وسلو کار کاوهانځور: AP

د ايران د اټومي پروګرام په ترځ کي لوېديځ پر تهران فشار زيات کړی دی. پدې لړ کي د ايران په وړاندي د آلمان په لهجه کي هم توندوالی راغلی دی. د اټومي انرژۍ د کنټرول د نړۍ والې موسسې د تازه راپور د خپرېدو وروسته د آلمان لومړۍ وزيري، انګېلا مېرکل، پر ايران د لا زياتو بنديزونو د لګولو غوښتنه کړې ده. پدغه راپور کي راغلي ول چي د ايران اټومي پروګرام لږ تر لږه تر تېر کال پوري پوځي اړخونه هم درلودل. آلمانۍ لومړۍ وزيري، انګېلا مېرکل، پدې هکله ويلي:

«زه هيله لرم چي موږ د ډپلوماسۍ امکانات د امکان تر پولې وکارؤ. پدې لړ کي آلمان پوره ونډه اخيستلو ته چمتو دی.»

د آلمانۍ ورځپاڼي لايپڅيګر څايټونګ سره په مرکه کي مېرکل ويلي دي چي «په نړۍ کي زيات شمېر هيوادونه سته چي په بنسټيزه توګه د پوځي بريد پر امکاناتو غور کوي.» د دې څخه تر مخه د متحده ايالتونو د دفاعي چارو وزير ليون پانېتا ويلي وو چي د تهران پر ضد پوځي بريد وروستۍ او آخرنۍ لاره ده.

د اټومي انرژۍ نړۍ والې ادارې په خپل وروستي راپور کي د «باور وړ» منابعو له معلوماتو ليکلي چي ايران د اټومي وسلو د جوړولو لپاره هلي ځلي کړي دي. د راپور د دغي برخي په هکله د آلمان لومړۍ وزيري، انګېلا مېرکل، ويلي چې دا د اندېښنې وړ يوه خبره ده. د مېرکل په وينا داسي بريښي چي تهران خپلي ټولي قطې يا کارتونه ندي ښکاره کړي.

مېرکل پدې هکله خپله خواښيني وښودله چي روسيه او چين تر اوسه پوري د تهران پر ضد د لا زياتو بنديزونو د لګولو مخه نيولې ده. د نوموړي په وينا د بنديزونو په هکله نورو خبرو اترو ته اړتيا سته. خو د آلمان لومړۍ وزيري په ښکاره توګه د ايران پر ضد د پوځي مداخلې مخالفت ندی کړی.

د ملګرو ملتونو سر منشي، بان کي مون، هم په دغه ستونزه کي د خبرو اترو پر اهميت ټينګار کړی دی. نوموړي ويلي:
«زه په ټينګه سره پدې باور يم چي خبري اتري يوازنۍ لاره ده او نه پوځي مداخله. د خبرو اترو په مرسته د هوارۍ لاري چاري لټول کېدلای سي.»
نوموړي دا څرګندونې په نيويارک کي کړي دي. بان زیاته کړې چي اوس دا د ايران د مشرتابه مسؤليت دی چي ثابته کړي چي اټومي پروګرام يې سوليز دی.

د اټومي انرژۍ د کنټرول نړۍ والي ادارې د سې شنبې په ورځ په خپل راپور کي ليکلي وو چي ايران لږ تر لږه تر ۲۰۱۰ مېلادي کال پوري پر اټومي وسلو کار کړی ؤ. د ايران د اټومي پروګرام مشر روسيې ته د سفر پر وخت ويلي چي د اټومي انرژۍ د ادارې تورونه بې بنياده دي. د دغه ايراني چارواکي په وينا امريکا هڅه کوي چي د ايران په هکله په نړۍ کي بې بنياده تورونه او خبري خپرې کړي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش