1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين يوه امام ښايي البکر افراطي کړی وي

۱۳۹۵ مهر ۲۴, شنبه

په آلمان کې د ترهګرۍ په تور نيول شوی سوريايي مهاجر جابر البکر چې په زندان کې یې ځانوژنه وکړه، ښايي په پلازمينه برلين کې راډیکال شوی او همدا ښار یې بيا د بريدونو په موخه پلټلی وي.

https://p.dw.com/p/2RGI0
Deutschland ehemaliges Fahndungsfoto des Syrers Dschaber Al-Bakr
البکر په زندان کې ځانوژنه وکړهانځور: Polizei Sachsen

د جابر البکر ورور د آلمان د «ډير شپيګل» مجلې ته وويل: «زما ورور په آلمان کې افراطي شوی.» د دغه مجلې په حواله د دې کار تر شا ښايي د يوه امام لاس وي. ده ښايي د ۲۲ کلن البکر مغز ور مينځلي وي او له ده څخه يې په سوريه کې د جنګيدو غوښتنه کړي وي. د ۲۰۱۵م کال په سبتمبر میاشت کې دغه ځوان سوريايي بيا د افراطي ډلې «اسلامي دولت» سره یو ځای شوی.

البکر د چهار شنبې په شپه د زندان په خپله خونه کې ځان زندۍ کړې وو. دی د دوشنبې په شپه د تروريستي بريدونو د ترسره کولو په شک ونيول شو. په کيمنڅ ښار کې پلټونکو په هغه کور کې چې دی پکښې يو څه موده اوسيدلی وو، د چاپې پر وخت یو نيم کيلو چاوديدونکي توکي موندلي ول.

امريکايي استخباراتو هم معلومات ورکړي ول 

د «ويلت ام سونتاګ» د ورځپاڼې په حواله د امريکا متحده ايالاتو استخباراتي ادارې له خوا د البکر په اړه ډير مهم معلومات ورکړل شوي ول. ورځپاڼه لیکي چې دغه ادارې ښايي په سوريه کې د «اسلامي دولت» ډلې د ارتباطي تن او البکر ترمنځ شوې خبرې اوريدلي وي او دغه معلومات يې بيا آلماني چارواکو سره شريک کړي.

په دغه تليفوني تماس کې د چاوديدونکو توکو د جوړولو او بريد د احتمالي هدفونو په اړه خبرې شوې وې. ورځپاڼې د پلټونکو کړيو په حواله لیکلي چې البکر په دې ترڅ کې ویلي ول چې «په برلين کې به یو ستر هوايي ډګر» د «ريلونو څخه ښه وي.»

البکر هوايي ډګر پلټلې وو

د «برلين ـ براندنبورګ راډيو تلویزیون» او د «برلينر مورګن پوست» ورځپاڼې د رپوټونو په حواله البکر څو اوونۍ د مخه د برلين د دوو هوايي ډګرونو څخه يو پلټلې وو. د امنيتي کړيو په حواله ويل شوي چې دغه سوريايي مهاجر د سبتمبر مياشتې په نيمايي کې په برلين کې یو څه وخت تير کړی وو. په دې ترڅ کې ښايي ده دغلته د «اسلامي دولت» ډلې ارتباطي تن سره هم ليدلي وي. برلين ته د ده سفر ښايي د بريد په پلانولو کې ډير مهم نقش درلودلای وي.

د لايپڅيګ په زندان کې د البکر تر ځانوژنې وروسته د دغه ايالت سياست، عدليه او پوليس تر سخت فشار لاندې دي. د عدلیې وزیر سیباستیان ګيمکوف په څو ځلي د توضيحاتو ور کولو ته اړ شو. د دغه ايالت لومړی وزیر هم د غلطيو ترسره کيدل منلي خو ویلي يې دي چې دا به د پرسونل له پاره کوم عواقب ونه لري.

په دې منځ کې د ساکسن ایالت د زندانونو د کارکونکو صنفي اتحاديه  د ټول آلمان په کچه په ترهګرۍ د شکمنو زندانيانو له پاره د یوه مرکزي زندان د جوړولو پر خبره ټينګار کوي. د دغه اتحادیې ايالتي مشر يوې ورڅپاڼې سره په خبرو کې وويل: «داسې بايد نور ونه شي چې بالقوه ترهګر په عادي زندانونو کې وساتل شي.» ده وويل د څارنوالې ترڅنګ به يو مرکزي زندان د دا ډول زندانيانو له پاره د دې ستونزې يو ښه حل دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب