1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د لایپڅیگ ښار سوریايي اتلان

۱۳۹۵ مهر ۲۰, سه‌شنبه

د آلمان د پولیسو خاصه کوماندو څو ورځې د مشکوک ترهگر جبار البکر په نیولو پسې سرگردان ول. په پای کې دغه سړی د درې سوریايي مهاجرو له خوا ونیول شوو. په دې سره هغوی په خپله مېنه کې اتلان گڼل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2R6kf
Leipzig - Jihard Darwech
انځور: DW/F. von der Mark

جهاد درویش: «زبه هر هغه یو شخص چارواکو ته تسلیم کړم چې آلمان ته د تاوان رسولو قصد لري.» دا خبره سوریایی مهاجر جهاد درویش کوي.

جهاد کیدای شې چې د جگړې معنی هم ورکړي. خو «جهاد» د هغه یو سوریايي مهاجر نوم هم دی چې اوس د آلمان د لايپڅيگ ښار د «هارت ریگل» نومی سړک په گاوندیتوب کې ژوند کوي. هغه په دغه انځور کې چې د سپورت جامې يې اغوستي او د «بیس بال» خولې یې پر سر ده، لیدل کیږي. دا چې هغه او د هغه دوو نورو ملگرو څرنگه د اتلانو نوم وگاټه، فکر یې هم نه کاوه. خو د اتلولۍ کیسه داسې پیل شوه:

جهاد د شپې له خوا د  یوې څرخې الوتکې غږ واورید او سبا ته یې واوریدل چې «سوریایانو مشوک ترهگر جبار البکر تسلیم کړ.» جهاد درویش: «زه پوهیدم چې دا یوه ښه ورځ ده.»

سوریانو په آلمان کې تر سخت تعقیب لاندی سړی تر مراقبت لاندي ونیو

جهاد د لايپڅيگ ښار د «هارت ریگل» نومي سړک څخه، چیري چې په آلمان کې تر سخت تعقیب لاندې سړی ونیول شوو، څو سوه متره لرې اوسیږي. پولیس مجبور نه شول چې کوم مقاومت مات کړي: په دغه وخت کې جبار البکر د یوې کانکریټي ودانۍ په څلورم منزل کې د یوه آپارتمان په یوه کوټه کې په داسې حال کې چې لاس او پښې يې تړلې ول، پروت وو. هغه د لايپڅيگ د سوریایانو له خوا تر مراقبت لاندي نیول شوی وو. دغو سوریایانو ته اوس ټول «اتلان» وايي.

جهاد لاتراوسه په گډه وډه آلماني او انگلیسي ژبه خبري کوي. هغه ۱۸ میاشتې کیږي چې آلمان ته مهاجر شوی دی او هر ورځ د آلماني ژبې د زده کړې کورس ته ځي.  که څه هم  هغه د خپلو وطنوالو دغه کار چې د نوموړي مشکوک ترهگر په نیولو کې يې مرسته وکړه، یوه اتلولي گڼي، خو هغه یې حیران کړی نه دی: «په آلمان ۹۹ فیصده سوریایان ښه خلک دي. هغوی چمتو دي چې د آلمان له پاره د ترهگرو پرضد مبارزه وکړي. په عربي ژبه یو متل دی چې وايي: ته چې ماته ځای راکړی، زه تاته خپله وینه درکوم. آلمانانو زموږ سره مرسته وکړه. موږ به دا ښه سل کاله هم هیر نه کړو.»

Leipzig - Ehemaliger Wohnort von Jihard Darwech
انځور: DW/F. von der Mark

د مشکوک ترهگر لاس اوپښې وتړل شول، عکس یې واخیستل شوو او د هغه رپوټ ورکړل شوو

په هغه سړک کې چې نوموړی ترهگر ونیول شوو، له خلکو څخه دا خبرې اوریدلې کیږي:

جهاد یو بل سوریايي ته په مسکا سره سلام ورکوي. یو بل آلمانی ځوان له هغه ځای څخه تیریږي او هغه موټر ته چې نوموړی مشکوک ترهگر لیږدوي، نظر اچوي. هغه د دغو سوریایانو له دې مرستې څخه ډير خوشحاله ښکاري او په ویاړ سره وايي چې دوی «زما گاوندیان دي. آفرین دې پر دوی وي.»

په برلین د آلمان صدراعظمې انگلا ميرکل هم د دغو سوریایانو له زړورتوب او دغه ستري مرستې څخه چې په نتیجه کې مشکوک ترهگر ونیول شوو، ستاینه وکړه. جهاد کیسه کوي چې څرنگه دی او ملگري بریالی شول چې دغه سړی ونیول شي. هغه وویل چې دغه سړي په لومړي سر کې د «شپې تیرولو له پاره د یو ځای غوښتنه وکړه، هغه ته سمدلاسه ځای ورکړل شوو.»

کله چې دغه سړی ته ځای ورکړل شوو، نو جهاد او د هغه ملگري پوه شول چې څه ډول یو سړي ته دوی ځای ورکړی دی: هو! هغه یو سړي ته چې جبارالبکر نومیږي او چادونکي توکي یې چمتو کړي دي. هغوی سمدلاسه پولیسو ته تیلفون وکړ. خو پولیس د هغوی په خبره پوه نه شول، ځکه چې هغوی په گوډ او ماته آلماني ژبه خبري کولی. بیا هغوی د دغه مشکوک ترهگر پښې او لاس وتړل او عکس یې واخیست. له عکس سره یو سوریايی د پولیسو ماموریت ته ورغی. په ماموریت کې پولیس پوه شول چې خبره څه ده او دغه سوريايی مهاجر د چا په هکله معلومات ورکوي.

پولیس نه شي کولای چې په جنگي یونیفورم کې په تعقیب لاس پورې کړي

له هغه وروسته دير ژر عملیات پیل شول: څرخي الوتکه، د عملیاتو موټر په خوځیدو راغلل. خو دا ځل عملیات هسی نه ول، لکه د شنبې په سهار چې په کیمنیتڅ کې تر سره شول. په هغه وخت کې جبار البکر په تېښته بریالی شوو: ځکه چې د پولیسو د خاصی کوماندو له خوا د محاصره شوي کور څخه نوموړي د سهار په رڼا کې په ناڅاپی توگه وتښتید او پولیسو نه شوو کولای چې له خپلو ۳۰ کیلو وزن لرونکو جنگي جامو او تجهیزاتو سره د نوموړي تعقیب ته دوام ورکړي. د «هارت ریگل په سړک کې ډير زیات کار مخکې له مخکې تر سره شوی ؤ. د ایالتي جنايي پولیسو یو مامور وروسته وویل: «لکه یو پاکټ غوندی دغه سړی کلک تړل شوی ؤ.»

جهاد وايي چې دی نه پوهیږي چې پرته له تړلو له داسي یو سړي سره نور څه باید شوي وای. هغه چې خپله هم یو مهاجر دی، ډير په غوسه دی چې ولې یو سوریایی د مهاجرو په جامه  کې د یو تروریستي پلان په لټه کی شي.

خو دی او د هغه نور سوله خوښونکي ملگري به اجازه ور نه کړي چې یو څو محدود کسان د ټولو مهاجرو نوم بد کړي. جهاد وايی: «که چیري زما ورور وي او که زما زوی او د دی قصد ولري چې آلمان ته تاوان ورسوي، زه به هغه ته اجازه ور نه کړم، هغه به سمدلاسه حکومت ته تسلیم کړم.»

جهاد له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره له دمشق څخه لايپڅيگ ته راغلی دی.  هغه وايي: «دا چې زه وینم چې زما کورنې دلته په امن کې شپې او ورځې تیروي، نو زه پوهیږم چې آلمان ما ته څه خدمت کړی دی.»

د سورېې درې مهاجر د ترهگرې ضد مبارزه کې اوس د آلمان د زاکسن ایالت د اتلانو لقب گټلی. جهاد یو له هغو څخه دی. هغه ډير خوشحاله دی. هغه څه چې د هغه له پاره ډير مهم دي خلک باید پوه شي هغه دا دي چې: د هغه نوم جهاد دی او دا په سوریه کې یو عادی نوم دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب