1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د آلمان سفارت تړل شوی دی

دویچه وله/ عبدالباری حکیم۱۳۹۲ مهر ۲۶, جمعه

په افغانستان کي د آلمان سفارت په موقتي توګه خپل فعاليت درولی دی. د مطبوعاتي رپوټونو له مخې د «جدي تروريستي ګواښونو» له امله په دې اقدام لاس پورې شوی دی. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په دې هکله نور جزييات بربنډ کړي نه دي.

https://p.dw.com/p/1A1tW
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان «دي ولت» نومې ورځپانې په يو رپوټ کي راغلي دي چي د نوموړي هيواد استخباراتي ادارې ته د رسيدلو معلوماتو له مخې تندلارو طالب ياغيانواحتمالا په کابل کي د آلمان پر ديپلوماتانو باندې د يوې حملې پلان جوړ کړی وي. داستخباراتي کړيو له خولي ويل شوي دي چي د حملې د ګواښ نښې نښانې «جدي» او «مشخص» ښکاري. په همدي وجه د احتياطي تدابيرو له امله تصميم ونيول شو چي دغه سفارت په مؤقتي توګه وتړل شي.

د ترهګرې لپاره په زړه پوری هدف

په برلين کي د آلمان د بهرنيو چارو وزارت يوې وياندې، د «دي ولت» ورځپاڼې ته وويل: «دا خبره صحيح ده چي په کابل کي د آلمان سفارت اوس تړل شوی دی.» دغې وياندې چي نوم يې د نوموړې ورځپانې له خوا ښودل شوی نه دی زياته کړه: « د نورو جزيياتو په هکله معلومات نه شم درکولای.» خو په رپوټ کي يادونه شوی چي د سفارت کارکونکي به په سيمه کي پاتي شي.

په افغانستان کې د آلمان د سفارت په ويب پاڼه که البته سمدلاسه د سفارت د تړلو په هکله کوم معلومات خپاره شوي نه دي.

په اوسني وخت کي آلمان په افغانستان کي ۳۹۰۰ سرتيري لري چي وروسته له امريکا متحده ايالاتو او بریتانيا څخه د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک «ايساف» په چوکاټ کي دریم هيواد دې چي زيات سرتيري په دغه هيواد کي د ماموريت لپاره ګمارلي دي. د امنيتي کړيو د معلوماتو له مخې په همدې وجه په افغانستان کي آلماني تأسيسات لا تراوسه د طالبانو او القاعدي د ترهګرو لپاره په زړه پوري هدفونه ښايي وي.

د ۲۰۱۴ کال تر پايه بايد د آلمان د پوځ ټول سرتيري له افغانستان څخه ووځي. د آلمان د دفاع وزير، توماس ديميزير په دې نظر دې چي له نوموړي نيټي څخه وروسته هم ښايي د ۶۰۰ تر ۸۰۰ پورې آلماني سرتيري هلته ځای پر ځای کړای شي.