1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست د برید پر مهال څه وشول؟

مسعود جهش (اسوشیتد پرس)۱۳۹۳ فروردین ۲۱, پنجشنبه

افغان چارواکو د چهارشنبې په ورځ له هغه پولیس څخه څیړنې پیل کړې چې د اسوشیتد پرس یوه آلمانۍ انځورگره یې وژلې او یوه کانادايي خبریاله یې ټپي کړې وه. د پیښې په ورځ څه وشول؟ جزییات یې دلته ولولئ.

https://p.dw.com/p/1Bet0
انځور: DW/F.Zahir

هغو سیمه ییزو امنیتي چارواکو چې تر پیښې وروسته له نیول شوي پولیس سره خبرې کړي، ویلي دي چې هغه یو آرامه او دینداره کس بریښي. دغو کسانو زیاته کړې ده چې کیدای شي د پولیسو دغه افسر د یاغیانو د هغو خبرو تر اغیزې لاندې راغلی وي چې وایي پر کلیو باندې د بهرنیانو د بریدونه غچ باید واخیستل شي. عیني شاهدان او رسمي سرچیني وايي چې ښايي دغه برید له مخکې پلان شوی نه وو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د څیړنو په دې پړاو کې لا وختي ده چې د پیښې د انگیزې په اړه اټکلونه وشي.

برید کوونکی چې د پولیسو افسر وو نقیب الله نومیږي. هغه د تیرې جمعې په ورځ د ډیر شمیر افغان سرتیرو او افسرانو په مخ کې پر آلمانۍ انځورگرې انیا نیدرینگ هاوس او کانادایي ژونالیستې کیتي گانون، باندې ډزې وکړې.

دغو دواړو ژورنالیستانو د اسوشیتد پرس له یوه بل آزاد خبریال او یوه ژباړونکي سره د خوست له ولایت څخه د یوې ولسوالۍ په لور حرکت کاوه. هغوی له یوه قطار سره مل وو چې د پاکستان پر پوله پرتې تڼۍ ولسوالي ته یې انتخاباتي مواد وړل.

قطار لومړی د ولسوال دفتر ته ولاړ چیرې چې انیا او ملگرو خبریالانو یې له دولتي چارواکو سره خبرې وکړې او انځورونه یې واخیستل. په دې وخت کې باران وشو او دغه خبریالانې د دې په خاطر چې وسایل یې د اوبو له کبله خراب نه شي خپل موټر ته راغلل او د قطار د حرکت کولو منتظر پاتې شول.

د شاهدانو په حواله په دې وخت کې برید کوونکی د بهرنیو خبریالانو موټر ته ورنزدې شو. هغه د پولیسو یونیفورم اغوستی وو او په لاس کې یې هم یو کلا شنکوف ډوله اتومات وسله وه. برید کوونکي خپله وسله د موټر شاتینیو څوکیو ته چیرې چې خبریالانې ناستې وې ونیوله، او د «الله اکبر» په ویلو سره یې ډزې پیل کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، د چهارشنبې په ورځ د اسوشیتد پرس خبرې آژانس ته وویل: «دا ښه خبره ده چې هغه ژوندی دی، ځکه په ډیرو داسې مواردو کې یا خو برید کوونکی وژل کیږي او یا هم له سیمې څخه په تیښته بریالی کیږي.» صدیقې زیاته کړه: «خو دا ځل زموږ پولیسو په مسلکي توگه عمل وکړ او هغه یې ډیر ژر ونیوه.»

د تڼۍ ولسوالۍ د پولیسو قوماندان گل ظاهر، ویلي دي چې هغه د لومړیو کسانو په ډله کې وو چې نقیب الله یې د پولیسو له خوا تر نیول کیدو وروسته ولید. هغه وایي: «ما هغه توقیف کړ. ما ورڅخه پوښتنه وکړه: ولې دې دا کار وکړ؟ هغه راته وویل چې زه نه پوهیږم.»

خو نقیب الله بیا په خوست ولایت کې چارواکو ته د خپل د برید انگیزې په اړه بل ډول معلومات ورکړي دي. د خوست ولایت د ترهگري پر ضد مبارزې ادارې مشر گل محمد، ویلي چې نقیب الله ادعا کړې ده چې دا کار یې د جنوري میاشتې پر ۱۵ نیټه په غوربند ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د هوایي برید د غچ اخیستلو له پاره کړی دی. د پروان ولایت په دې ولسوالۍ کې د هوایي برید له کبله یو شمیر افغانانو پر بهرنیو باندې سختې نیوکې کړې وې. د افغان چاواکو په خبره په دې برید کې ۱۲ ملکیان او څلور طالبان وژل شوي ول. خو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویلي دي چې افغان حکومت پخپله د دغه برید غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې نقیب الله د پروان ولایت یوې بلې ولسوالۍ پورې تړاو لري چې د ناټو د برید له کبله اغیزمنه شوې نه وه. صدیقي په دې اړه وویل: «په هغه ځای کې چې ده ژوند کړی دی او اوس یې هم کورنۍ اوسیږي د بې پیلوټه الوتکې کوم برید نه دی ثبت شوی. لومړني بیانونه موږ ته ډیر معلومات نه راکوي او لا تر اوسه پورې هم موږ د برید تر شا له اصلي انگیزې خبر نه یو.»

د خوست ولایت د ترهگري ضد ادارې د مشر په حواله نقیب الله ویلي دي چې هغه د پارلمان د یوه غړي او یوه ملا د خبرو تر تاثیر لاندې هم راغلی وو چې د امریکایانو او نورو بهرنیانو پر ضد یې جهاد اعلان کړی وو. د دغه چارواکي په حواله نقیب الله ویلي دي: «شکر چې کوم مسلمان مې نه دی وژلی.»

صدیقي وویل چې راسیدلي رپوټونه ښيي چې نقیب الله یو آرامه او دینداره کس وو چې تر دې مخکې یې د جرم او نشه یي موادو د استفادې سابقه نه لرله. د تڼۍ ولسوالۍ د پولیسو قوماندان هم له دې خبرې سره موافق دی. دغه چارواکي زیاته کړې چې نقیب الله د ۲۵ او ۳۰ کلونو تر منځ عمر لري او درې میاشتې مخکې یې واده کړی: «ما هغه پیژنده. هغه هیڅ کله جنجال نه رامنځ ته کاوه، چرس یې نه وهل ... او ډیر مذهبي انسان وو.»

د چارواکو په خبره د پیښې په ورځ نقیب الله یوازې یوه تومانچه لرله خو هغه له خپل یوه سرتیري څخه کلا شینکوف اخیستی وو او د همدې وسلې په مرسته یې برید ترسره کړی.

تر هغه وروسته چې نقیب الله د خبریالانو پر موټر باندې ډزې وکړې انیا ځای پر ځای ووژل شوه او کیت سخته ټپي شوه. دغه کانادایي خبریاله اوس په آلمان کې تر درملنې لاندې ده چې د ډاکترانو په حواله یې وضعیت ښه دی. په آلمان کې به د انیا د زیږیدو په سیمه کې د شنبې په ورځ د هغې د ویر مراسم ونیول شي.

انیا نیدرینگ هاوس او کانادایي ژونالیستې کیتي گانون
انیا نیدرینگ هاوس او کانادایي ژونالیستې کیتي گانونانځور: picture-alliance/dpa
انیا نیدرینگ هاوس
انیا نیدرینگ هاوسانځور: picture-alliance/AP Photo
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب