1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عبدالله تویتر حساب لا تراوسه پورې هم هک دی

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۱۰, یکشنبه

د افغانستان د اجراییه وي رییس عبدالله عبدالله، د تویتر پاڼه د «ارواح هکرانو ډلې» له خوا هک شوې ده. د هغه په پاڼه کې د روشنایي خوځښت په تړاو مطلبونه خپاره شوي دی.

https://p.dw.com/p/1JZGZ
Wahl Afghanistan 2014 Abdullah Abdullah
انځور: S.Marai/AFP/GettyImages

هکرانو د ډاکټر عبدالله عبدالله، په تویتر پاڼه کې دا پیغام لیکلی وو: «زه پر سوله ییزې غلامۍ، له خطره ډکه آزادي غوره ګڼم.» له دغه تویتري پیغام سره د روشنايي هشتګونه هم راغلي وو.

دغه تویتري پیغام په افغانستان کې د روشنايي خوځښت غوښتنو ته اشاره کوي چې له افغان حکومت څخه د بامیان – وردک له لارې د بریښنا د یوې پروژې تیرولو غوښتنه لري.

د «ارواح هکرانو ډلې» په خپل تویتر پاڼه کې د عبدالله عبدالله د حساب د هکولو پړه ومنله او له هغه یې دا پوښتنه وکړه: «ایا اوس زما غږ اورې؟»

د عبدالله عبدالله ویاند جاوید فیصل، دغه خبر تایید کړی دی او له خلکو یې غوښتي دي چې هغه څه چې پر دغه پاڼه خپریږي له پامه وغورځوي. لا تر اوسه پورې هم د عبدالله عبدالله د تویتر پر پاڼه باندې د هکرانو انځور او لوګو موجود ده.

نور مطالب دلته ولولئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب