1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزني له زندان څخه ۳۵۲ بندیان تښتیدلې دي

۱۳۹۴ شهریور ۲۳, دوشنبه

طالبانو د غزني ولایت پر زندان باندې ډله ییز برید کړی دی او له دې ځایه یې تر ۳۵۰ ډیر زندانیان آزاد کړي دي. دغه خبره افغان چارواکو او طالبانو تایید کړې ده.

https://p.dw.com/p/1GVx7
انځور: picture-alliance/dpa/N. Haqjoo

د غزني ولایت مرستیال محمد علي احمدي، د دوشنبې په ورځ وویل چې یاغیانو د دوشنبې په سهار وختي د غزني ولایت پر زندان باندې برید کړی دی. هغه زیاته کړې ده چې برید کوونکو د پولیسو جامي پر تن کړې وې او تر ټولو لومړی یې د زندان د دروازې پر وړاندې یو ځانمرګی برید وکړ.

د احمدي په خبره په پیښه کې د زندان څلور تنه ساتونکي وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي. هغه ویلي دي چې په دغه برید کې همداراز درې تنه یاغیان هم وژل شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په خپل ایمل کې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

احمدي ویلي دي چې د غزني له زندان څخه ټول ټال ۳۵۲ تنه تښتیدلې دي او اوس یوازې ۸۴ تنه په دې زندان کې پاتې دي. خو احمدي ټینګار کړی دی چې تر برید یوازې یوه ورځ مخکې د غزني له زندان څخه ۲۰ تر ټولو خطرناک زندانیان یوې بلې ودانۍ ته لیږدول شوي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب