1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشرۍ ټاکنو په هکله يو شمېر پوښتني

۱۳۹۱ آبان ۱۲, جمعه

افغان او لويديځ کار پوهان وايي چي په ۲۰۱۴ کال کي په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکنو د تر سره کېدلو له پاره ډيري پوښتني بې جوابه پاته دي.

https://p.dw.com/p/16bhp
انځور: Getty Images

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د چهارشنبي په ورځ اعلان وکړ، چي د ۲۰۱۴ کال د اپريل پر ۵ نېټه باندي به د ولسمشرۍ له پاره ټاکني تر سره شي.

په داسي حال کي چي د افغانستان له دې اقدام څخه د امريکا متحده ايالاتو په شمول ډيرو هيوادونو هرکلی کړی دی او هغه يې په افغانستان کي د ثبات د ټينګيدو نښانه ګڼلې ده، ډيری کار پوهان شک لري چي دغه ټاکني دي سرته ورسيږي او که وهم رسيږي، ښايي له ګڼو ستونزو سره به مخامخ شي.

د هغوی په نظر يوه غټه ستونزه، چي تراوسه لا حل شوې نه ده، هغه د رای ورکونکو د ثبت موضوع ده. د نړيوال کړکېچ ډله چي انګريږي مخفف يې، ICG ده په خپل يو رپوټ کي چي د اکتوبر په سر کي يې خپور کړ وويل «له کلونو را هيسي د رای ورکونکو د ثبت په پروسه کي ستونزي موجودي وي.»

د دغي مؤسسې د رپوټ له مخي «په ۲۰۰۹ کال کي د ولسشمرۍ له ټاکنو څخه مخکي، د رای ورکولو له پاره ۱۷ ميليونه کارتونه ويشل شوي ول، چي دا د رای ورکولو د مستحقو کسانو له شمير څخه ۶ ميليونه زيات ول.»

د سياسي چارو تحليلونکی توماس روتيګ چي په افغانستان کي د تحليلونکو له شبکې سره کار کوي، د المان خبري آژانس ته په يوه مرکه کي وويل، چي د رای ورکولو۱۷ ميليونو مستحقو کسانو شمير «غير يقيني» ښکاري.

د رايو شمېرنه
د رايو شمېرنهانځور: AP

افغان سياستوال، محمد ناطقي چي هغه هم له نوموړي خبري آژانس سره مرکه کړې ده، دا مني چي په تيرو ټاکنو کي د رای ورکولو زاړه کارتونه په ټاکنو کي د درغليو يو غټ عامل ول.

څو ورځي مخکي د افغانستان يو شمير سياسي ډلو په ګډه سره غوښتنه وکړه، چي د رای ورکولو د زړو کاروتونو پر ځای دي، خلکو ته الکترونيکي تذکرې ورکړل شي، چي په کامپيوتر کي د هغوی هويت ثبت شي او له دې لاري د رای ورکولو مستحق کسان معلوم کړل شي او د درغليو مخه ونيوله شي.

خو کار پوهان وايي په داسي حال کي چي ټاکنو ته يوازي ۱۸ مياشتي پاته دي، د الکترونيکي تذکرو ورکولو مفکوره غير عملي ښکاري.

د تحليلونکي توماس روتيګ په نظر د راتلونکو ټاکنو په وړاندي د نوموړي ستونزي په شمول يو ګن شمېر نوري ستونزي، لکه د شکايت د کمېسيون د جوړښت پر سر د حکومت او پارلمان تر منځ شخړه او د ټاکنو د امنيت خوندي ساتل پرتې دي.

هغه وايي دغه ستونزي د دې نښانه ده چي په تيرو لسو کلونو کي سياسي پروسه په ښه توګه عملي شوې نه ده او د افغانستان حکومتوالي ضعيفه پاته ده.

Dpa/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل