1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کندز سقوط ناورین نه دی»

۱۳۹۴ مهر ۸, چهارشنبه

د طالبانو له خوا د کندز نیول ښيي چې په افغانستان کې د ناټو پوځي حضور ته ښايي تر ټاکلي وخت ډېره اړتيا وي. په دې هکله د ناټو د دفاع وزیران په راتلونکي اوونۍ کې په بروکسل کې سلا مشورې کوي.

https://p.dw.com/p/1GfrJ
انځور: Reuters

د کندز د سقوط په هکله ناټو په بروکسل کې رسمی غبرگون ښوولی نه دی. یوازې په کابل کې د دغه ائتلاف یوه ویاند ویلي دي چې امریکایي جنگي جېټ الوتکو د کندز ښار په شا و خوا سیمه کې د طالبانو پر مورچلو بمباري کړې ده.

د سه شنبې په سهار د بریدونو د تر سره کیدو وروسته په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو ویاند ډگروال برین تریبوس وویل: «افغان پوځ او ائتلافي ځواکونو ته متوجه گواښ لږ شوی دی.» په ټوله کې ۱۸هوایي بریدونه شوي دي. د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې له طالبانو څخه یې د کندز یوه مرکزي ولسوالي بیرته نیولې ده.

په اصل کې افغان پوځ د ولایت د مرکز د دفاع او بیرته نیولو دنده لري. ځکه چې د تیر میلادي کال له پای راهیسې د افغانستان امنیتي ځواکونه د ټول هیواد د امنیت مسئولیت پر غاړه لري.

ناټو له افغانستان څخه خپل جنگي ځواکونه ایستلي دي. ناټو اوس په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزني او سلا مشورو له پاره د «پریکړنده ملاتړ» په نوم یو ماموریت پر مخ بیایي. اوس په افغانستان کې د ناټو ۱۳۰۰۰ روزونکي د دغه ماموریت په چوکاټ کې دنده تر سره کوي. په دغو عسکرو کې ۸۵۰ آلماني سرتیري هم شته.

د افغان امنیتي ځواک د وړتیا په هکله په بروکسل کي د «مارتنز» په نوم فکري بنسټ څخه د دفاعي چارو کارپوه رونالد فرویدنشټاین، وایي: «زما په آند افغان امنیتي ځواک د دې جوگه دي چې پوځي عملیات وکړي. په دغه هیواد کې لا هم ائتلافي ځواکونه شته. زه فکر کوم چې احتمالا په راتلونکو څو اوونیو کې به کندز د طالبانو په لاس کې نه وي.»

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل باید ورو شي؟

له کندز څخه دوه کاله دمخه آلماني ځواکونه ووتل. هغوی تر لسو کلونو زیاته موده په کندز کې یوه پوځي اډه درلوده. په پام کې ده چې د ۲۰۱۶م کال په پای کې د ناټو «پریکړنده ملاتړ» هم ختم شي.

تر اوسه دغسې پلان شوې ده، خو د آلمان د دفاع وزیري اورزلا فون دیرلاین د معلوماتو له مخې پر دغه پلان باید یووار غور وشي. راتلونکې اوونۍ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیران غونډه کوي چې پر نورو سربیره به د افغانستان د وضعیت په هکله هم بحثونه وکړي. د آلمان د دفاع وزیري په برلین کې ویلي دي چې «وضعیت د انديښنې وړ دی.» ناټو له کلونو راهیسې د افغان پوځ روزلی دی. دغه ځواکونه اوس هم د ناټو له لوري تمویلیږي.

«بیلانس مثبت دی»

په تیرو څو میاشتو کې په افغانستان کې امنیتي وضعیت لاپسې کړکیچن شوی دی. په کابل کې څو خونړي بریدونه وشول. خو د دفاعي چارو کارپوه رونلد فرویدنشټاین، له دویچه ویله سره په خبرو کې خبرداری ورکړ چې دا د ورخطایي له پاره کوم دلیل نه دی.

هغه زیاتوي: «تر اوسه د حکومت پر وړاندي د طالبانو له لوري کوم ستر تهاجمي یرغل نه وینم. ټول هرڅه د هغه په پرتله ډیر ښه دي چې یو کال تر مخه یې په هکله انديښنه وه.»

د هغه په خبره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیلانس یا انډول چې پوره له یوه کال راهیسې واکمني کوي مثبت دی. هغه زیاتوي چې په حکومت کې د پخوا په پرتله کم فساد شته.

رونالد فرویدنشټاین پر دې باندې نیوکه کوي چې له افغانستان څخه د ائتلافي ځواکونو وتل په بیړه تر سره شول. دغه کارپوه په دې آند دی چې په افغانستان کې مېشت ائتلافي ځواکونه باید د مهال ویش په پرتله ډیره موده هلته پاتې شي.

هغه زیاتوي: «سړی باید یوه اشتباه دوه واري تکرار نه کړي. زه په دې نظر یم، هغه ځواکونه چې اوس په افغانستان کې دي، په هر صورت باید د زیاته موده هلته پاته شي، ځکه چې د هیلې یو څرک دی.» هغه زیاتوي چې په مؤقتي توگه د کندز سقوط ته باید د یوه ناورین په سترگه و نه کتل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب